دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان دیولسو ترهه ګرو دپانسۍ فیصله تائید کړه
زمونږخبریال دجنګ انټرنیټی سایټ له قوله راپورراکړ دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال راحیل شریف نن دهغو یولسو ترهه ګرو دپانسۍ سزاګانو فیصله تائید کړه چې دعامو ښآریزو په وینو ئې لاسونه ککړ وو
دپاکستان دپوځ دعمومی اړیکو ادارې آئی ایس پی آر نن په یوې اعلامیې کې ویلی دی ، دغه ترهه ګر وسله وال پوځ او امنیتی مامورانو ،ښونځیو عمومی تاسیساتو او عامو ځایونو باندې په حملو کې شریک وو او دغو ټولو ترهه ګرو ته دترهه ګرۍ په ضد پوځی محکمې دپانسئ سزاګانې آورولی دی .
په دغې اعلامیې کې ویلی شوی دی ، په مرګ محکوم شوی په دغو کسانو کې محمد عمر ددلیل خان زوی ، دمحمد غازی زوی حمید ا.... ،رحمت ا... دعمردین زوی . محمد نبی و دلاور شا زوی ، مولوی دلبر خان دکاشکر زوی ،رضوان ا... ، ګل رحمان ، محمد ابراهیم ،سردار ،شیرمحمد ، او محمد جواد دمحمد موسی زوی شامل دی
داپه داسې حال کې دی چې په همداوروستیو کې دپاکستان پوځ دترهه ګرو په ضد جدی پاکونکی عملیات هم پیل کړی او دغه راز دترهه ګرۍ په ضد په دغه هیواد کې جوړې شوی پوځی محکمې هم دسول محکمو په نسبت ډیرې زر څیړنې،پلټنې او بیا فیصلې کوی چې په ځینو موردونو کې ئې دغه فیصلې دسترې یا لوړو محکمو له خوا بیا ځنډول کیږی .