د پاکستان د پارلمان مشر سبا کابل ته ورځي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i98574-د_پاکستان_د_پارلمان_مشر_سبا_کابل_ته_ورځي
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی دغه راز ریاتوي چې کابل ته د اسد قیصر د سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د اختلافاتو له منځه وړل دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 07, 2021 01:15 Asia/Kabul
  • د پاکستان د پارلمان مشر سبا کابل ته ورځي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی دغه راز ریاتوي چې کابل ته د اسد قیصر د سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د اختلافاتو له منځه وړل دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وایي چې د دغه هېواد د پارلمان رییس به سبا کابل ته ورشي.

نوموړي ویلي چې اسد قیصر به د پنجشنبې په ورځ په درې ورځني سفر کابل ته راشي او د افغان چارواکو سره به لېدنې وکړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی دغه راز ریاتوي چې کابل ته د اسد قیصر د سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د اختلافاتو له منځه وړل دي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ د سوداګرۍ د برخې اړیکې د پخوا په پرتله یو څه ښې شوي او په ترڅ کې یې د څلور کلن ځنډ وروسته د غلام خان بندر له لارې پر افغاني محصولاتو بار څو موټرونه پاکستان ته رسېدلي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شمالي وزیرستان د غلام خان بندر لاره چې د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسي د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه، په لومړي ځل له دغې لارې څخه د افغانستان لخوا په سوداګریزو توکو بار موټرونه میرانشا ته رسېدلي دي.

د شمالي وزیرستان د سوداګریزې خونې مرستیال شاهد علي ویلي چې له څلور کلن ځنډ وروسته له افغانستان تجارتي موټر میرانشا ته ور رسېدلي دي.

د هغه په خبره، له دې سره به د دواړو لوریو د سوداګرو ستونزې تر ډېره حده حل شي او په کمه موده او لږ لګښت به خپل سوداګریز توکي د کرښې دواړو لوریو ته ولېږدوي.

هغه ویلي، پاکستاني حکومت ژمنه کړې ده چې له افغانستان سره به د سوداګرۍ برخه کې ستونزې اواروي او په دې برخه کې جدي هلې ځلې دوام لري.