امریکا باید له سیمې ووځي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i98588-امریکا_باید_له_سیمې_ووځي
د پاکستان د جماعت اسلامي مشر له سیمې څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو په ضرورت باندې ټینګار کړی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 07, 2021 08:08 Asia/Kabul
  • امریکا باید له سیمې ووځي

د پاکستان د جماعت اسلامي مشر له سیمې څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو په ضرورت باندې ټینګار کړی دی

د پاکستان د جماعت اسلامي مشر له سیمې څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو په ضرورت باندې ټینګار کړی دی

سراج الحق د پاکستان (نئي بات) نومې ورځپاڼې ته په مرکه کښې وویل: له امریکې سره دوستاي او ائتلاف د پاکستان په تاوان تمام شوی او واشنګټن هیڅکله د پاکستان ملګرې نه شي کیدې او پکار دي چې له سیمې ووځي.

د پاکستان د جماعت اسلامي مشر زیاته کړه چې دغه ګوند په افغانستان باندې د امریکې د حملې او بیا یې له پاکستان سره د ائتلاف له وختو نه د دغې حملې او ائتلاف مخالف پاتې شوی دی.

سراج الحق د پاکستان د یو ډیر پياوړي مذهبي ګوند د مشر په توګه تل پر خپلو امریکايي ضده دریځونو ټینګار لري او په سیمې په تیره بیا په افغانستان کښې د امریکې د پوځي شتون او هم داشان له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو د ښه کولو د طرحې سخت مخالف دی.