له ایران سره دوه اړخیزې اړیکې پراخوو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i98624-له_ایران_سره_دوه_اړخیزې_اړیکې_پراخوو
د پاکستان د پوځ سمندري ځواک ویلي دي چې د ایران د اسلامي جمهوریت سره سمندري اړیکې پراخوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 08, 2021 02:58 Asia/Kabul
  • له ایران سره دوه اړخیزې اړیکې پراخوو

د پاکستان د پوځ سمندري ځواک ویلي دي چې د ایران د اسلامي جمهوریت سره سمندري اړیکې پراخوي.

د پاکستان د پوځ سمندري ځواک ویلي دي چې د ایران د اسلامي جمهوریت سره سمندري اړیکې پراخوي.

پاکستان نیوي د ایران په جنوب کښې له بندر عباس څخه د خپل هیواد د سکواډرن د درې ورځنۍ کتنې او ګډو سمندري مشقونو وروسته وویل چې د دغه سفر نتیجه د دواړو هیوادونو د ورورولیزو اړیکو او ملګرتیا د لازیات ټینګښت لامل کیږي.

د پاکستان د پوځ سمندري ځواک په خپل خبرپاڼه کښې ټینګار وکړ چې اسلام آباد په سیمه کښې په بایداره ثبات باور لري او د سمندري امنیت د ټینګښت لپاره د ایران او پاکستان رول لوبونې او ګډون ته هوډمن دی.