پاکستان له جنوبی افريقا ۵۰ اوریز سیریز وګټه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i98634-پاکستان_له_جنوبی_افريقا_۵۰_اوریز_سیریز_وګټه
پاکستان په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٣٢٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې فخر زمان ١٠١ بابر اعظم ٩٤ او امام الحق ٥٧ منډې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 08, 2021 06:51 Asia/Kabul
  • پاکستان له جنوبی افريقا ۵۰ اوریز سیریز وګټه

پاکستان په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٣٢٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې فخر زمان ١٠١ بابر اعظم ٩٤ او امام الحق ٥٧ منډې وکړې.

پاکستان په دريمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې سويلي افريقا ته ماتې ورکړه.

پاکستان په دې سره د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ هم په خپل نوم کړه.

سويلي افريقا پچه وګټله او لومړى يې پاکستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

پاکستان په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٣٢٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې فخر زمان ١٠١ بابر اعظم ٩٤ او امام الحق ٥٧ منډې وکړې.

د سويلي افريقا لوبډلې په ۵۰ ام اور کې  خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او یواځې یې ٢٩٢ منډې وکړې.

پاکستان دا لوبه د ٢٨ منډو په توپير وګټله.

د پاکستان له خوا شاهين شاه اپريدي او محمد نواز ٣-٣ لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده چې له دې لوبلړۍ وروسته د دواړو لوبډلو ترمنځ د نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ هم ترسره کېږي.

د شل اوره لوبو د لړۍ  لومړۍ لوبه يې د اپريل په ١٠مه نېټه ترسره کېږي.