افغانستان ته د پاکستان د پارلمان د مشر سفروځنډېده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i98648-افغانستان_ته_د_پاکستان_د_پارلمان_د_مشر_سفروځنډېده
له بلې خوا ځینې افغان رسندوې وایی چی امنیتي ستونزو له امله کابل ته د پاکستان پارلمان د رئیس او ورسره مل پلاوي سفر وځنډېد.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 08, 2021 09:46 Asia/Kabul
  •  افغانستان ته د پاکستان د پارلمان د مشر سفروځنډېده

له بلې خوا ځینې افغان رسندوې وایی چی امنیتي ستونزو له امله کابل ته د پاکستان پارلمان د رئیس او ورسره مل پلاوي سفر وځنډېد.

د پاکستان جنګ ورځپاڼۍ له راپور سره سم  دکابل  هوایی ډګر بند ، د اسد قیصر الوتکه بیرته راوګرځیده .

د  افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی  صادق خان وویل د پاکستان د پارلیمان د مشر او ورسره ملګری پلاوی الوتکه په کابل هوایی ډګر کې  له کوزیدا مخکې  کنټرول ټاور د هوایی ډګر له بندیدا خبر کړو .

پاکستانی پلاوی د اپریل له اتمې تر ۱۱ پورې د افغانستان سفر او له افغان ولسمشر اشرف غنی ، خارجه وزیر او له خپل افغان همڅنګ سره کتنه کوله .

له بلې خوا ځینې افغان رسندوې وایی چی  امنیتي ستونزو له امله کابل ته د پاکستان پارلمان د رئیس او ورسره مل پلاوي سفر وځنډېد.

د ولسي جرګې ټلوېزیون نن په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي، «د پاکستان د پارلمان رئیس اسد قيصر او ورسره مل ۱۶ کسيزه پلاوي سفر پلازميني کابل ته وځنډیده.

که څه هم افغان چارواکو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي، خو یو شمېر رسنیو په کابل کې د پاکستان د سفیر له قوله ویلي چې د یاد هېواد پلاوي الوتکه د افغانستان خاورې ته داخل شوې وه، مګر د امنیتي ستونزو له امله بېرته ګرځېدلې ده.