دره ادم خیل کښې شپاړس مړي موندل شوي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د خیبر سیمې په« طور سپاور پستاوانه» سیمه کې د هغو شپاړسو (۱۶) معدنچیانو مړي له یوه ډله ییز قبر څخه کشف شوي کوم چې ترهګرو په دوه زره یولسم (۲۰۱۱) میلادي کال کښې د کوهاټ په دره ادم خیل سیمه کښې تښتولي وو .
د ویلو ده چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د شانګله سیمې دوه دیرش (۳۲) معدنچیان نامعلومو ترهګرو په دوه زره یولسم (۲۰۱۱) میلادي کال کښې د کوهاټ په دره ادم خیل سیمه کښې تښتولي وو چې شپاړس(۱۶) یې له ترهګرو په تښتیدلی بریالي شوي وي او پاتې نور کسان یرغمل کړې شوي او وروسته بیا وژل شوي وو .
تراوسه معلومه نه ده چې دغه معدنچیان د کومې ترهګرې ډلې لخوا وژل شوي دي خو د پاکستان د کوهاټ دره ادم خیل سیمه په دوه زره یولسم (۲۰۱۱) میلادي کال کښې د بیلابیلو ترهګرو ډلو ستر مرکز و .
په دره ادم خیل سیمه کښې اوس هم ډیر ترهګر په ازادۍ سره ټروریسټي فعالیتونه ترسره کوي .