په پاکستان کې د فرانسې پرضد مظاهرې وشوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i98864-په_پاکستان_کې_د_فرانسې_پرضد_مظاهرې_وشوې
د پاکستان ځای سرچینو همداراز د اسلام اباد سرې سیمې ته د معترضینو د احتمالی ورتګ د مخنیوی لپاره د امنیتی تابیاو د سختولو خبر ورکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 13, 2021 11:44 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې د فرانسې پرضد مظاهرې وشوې

د پاکستان ځای سرچینو همداراز د اسلام اباد سرې سیمې ته د معترضینو د احتمالی ورتګ د مخنیوی لپاره د امنیتی تابیاو د سختولو خبر ورکړ

له اسلام اباده زمونږ خبریال راپور راکوی د تحریک لبیک د مذهبی ډلې په زرګونو پلویانو یو ځل بیا پیغمبراکرم (ص ) ته د فرانسوی خپرونې د سپکاوی په اعتراض کې مظاهرې وکړې او د فرانسې د سفیر د ویستلو غوښتنه یې وکړه .

د دغه راپور په اساس د دغه ګوند غړیو د اسلام اباد ، لاهور او کراچۍ په شمول د پاکستان د سترو ښارونو د اصلی واټونو او میدانونو په تړلو سره  د فرانسې د سفیر د ویستلو لپاره د حکومت د ژمنې د اجرایی کولو غوښتنه وکړه .

د پاکستان ځای سرچینو همداراز د اسلام اباد سرې سیمې ته د معترضینو د احتمالی ورتګ د مخنیوی لپاره  د امنیتی تابیاو د سختولو خبر ورکړ . د پاکستان تحریک لبیک ګوند د اسلام اباد حکومت ته د ۲۰۲۱ کال د اپریل تر شلمې د فرانسې د سفیر د ویستلو لپاره مهلت ورکړې وو ، خو د پاکستان د پولیسو په لاس د دغه ګوند د مشر سعد حسین رضوی له نیول کیدا وروسته د هغه پلویان له ټاکل شوی وخته مخکې پراخې مظاهرې وکړې .