په پاکستان کې د فرانسې پرضد مظاهرې وشوې
د پاکستان ځای سرچینو همداراز د اسلام اباد سرې سیمې ته د معترضینو د احتمالی ورتګ د مخنیوی لپاره د امنیتی تابیاو د سختولو خبر ورکړ
له اسلام اباده زمونږ خبریال راپور راکوی د تحریک لبیک د مذهبی ډلې په زرګونو پلویانو یو ځل بیا پیغمبراکرم (ص ) ته د فرانسوی خپرونې د سپکاوی په اعتراض کې مظاهرې وکړې او د فرانسې د سفیر د ویستلو غوښتنه یې وکړه .
د دغه راپور په اساس د دغه ګوند غړیو د اسلام اباد ، لاهور او کراچۍ په شمول د پاکستان د سترو ښارونو د اصلی واټونو او میدانونو په تړلو سره د فرانسې د سفیر د ویستلو لپاره د حکومت د ژمنې د اجرایی کولو غوښتنه وکړه .
د پاکستان ځای سرچینو همداراز د اسلام اباد سرې سیمې ته د معترضینو د احتمالی ورتګ د مخنیوی لپاره د امنیتی تابیاو د سختولو خبر ورکړ . د پاکستان تحریک لبیک ګوند د اسلام اباد حکومت ته د ۲۰۲۱ کال د اپریل تر شلمې د فرانسې د سفیر د ویستلو لپاره مهلت ورکړې وو ، خو د پاکستان د پولیسو په لاس د دغه ګوند د مشر سعد حسین رضوی له نیول کیدا وروسته د هغه پلویان له ټاکل شوی وخته مخکې پراخې مظاهرې وکړې .