عمران خان دې د ایران خلاف بندیزونو په وړاندې دریځنیونه وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i99068-عمران_خان_دې_د_ایران_خلاف_بندیزونو_په_وړاندې_دریځنیونه_وکړي
د پاکستان آبزرور ورځپاڼې لیکلي چې وزیراعظم عمران خان ته پکار دي چې د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو خلاف پیاوړی دریځ غوره کړي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 18, 2021 02:04 Asia/Kabul
  • عمران خان دې د ایران خلاف بندیزونو په وړاندې دریځنیونه وکړي

د پاکستان آبزرور ورځپاڼې لیکلي چې وزیراعظم عمران خان ته پکار دي چې د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو خلاف پیاوړی دریځ غوره کړي

د پاکستان آبزرور ورځپاڼې لیکلي چې وزیراعظم عمران خان ته پکار دي چې د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو خلاف پیاوړی دریځ غوره کړي

دغې انګریزي ژبې ورځپاڼې پرون د صلاح الدین حیدر په قلم (په ایران باندې د بندیزونو د لغو کولو لپاره د دباؤ زیاتیدل او د عمران خان رول) ترعنوان لاندې یو یادداشت کښې زیاته کړه: له افغانستانه د وتلو لپاره د امریکایانو په هڅولو کښې د پاکستان د وزیراعظم رول د ستایلو وړ دی خو هغه باید په ایران باندې د بندیزونو د ختمولو لپاره په واشنګټڼ باندې دباؤ راوړي.

په دغه رپورټ کښې راغلي دي: د افغانستان د صلحې د بهیر له پرمخ بیولو سره د مرستې لپاره د پاکستان رول او په دغه هیواد کښې د بهرنیو ځواکونو د شتون د دوام خلاف پیاوړې دریځنیونه د ستایلو وړ ده او مونږ نن سبا وینو چې امریکا د شلو کالو له تیریدو وروسته اوس د خپلو ځواکونو د ایستلو کوشش کوي.

پاکستان آبزرور په دوام کښې لیکلي دي: لکه څنګه چې عمران خان له افغانستانه د وتلو په لړ کښې د واشنګټن په هڅولو کښې رول ولوبوه اوس باید له امریکې د ایران خلاف د بندیزونو د لغو کولو غوښتنه وکړي او په دې غوښتنه ټینګار وکړي.

د ویلو ده چې عمران خان د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو په وړاندې په ځلونو له واشنګټنه غوښتي ددي چې دغه بندیزونه لرې کړي.