پاکستان یولس ترهه ګر پانسی کوی
May 04, 2016 11:46 Asia/Kabul
تېره ورځ د پاکستان دفوځی محکمې لخوا د یولسو ترهه ګرو د پانسۍ د حکم له صادرېدو وروسته د دغه هېواد د فوځ مشر راحیل شریف هم دغه حکم تائید کړ.
د پاکستان د فوځ د عمومی روابطو د نننی رپوټ له مخې هغه ترهه ګر چې د پانسۍ حکم یې صادر شوے او تائید شوے دے د سړی تښتونې، په فوځیانو او عامه خلقو او مدرسو باندې د حملو په شمول یې یو لړ جنایتونو کښې لاس لرلے دے.
هغه حکمونه چې د فوځی محکمې لخوا صادریږی له اجراء مخکې جنرل راحیل شریف ته د تائید لپاره وړاندې کیږی.
د تېر هجری نمریز کال د کب په میاشت کښې هم د دیارلسو ترهه ګرو د پانسۍ حکم د هغه لخوا تائیداو اجرا شو.
----------