په پاکستان کې د قدس د ازادی کنفرانس
د بیت المقدس د ازادولو د کنفرانس ګډونوالو په فلسطین باندې د صهیونیستي رژیم یرغل وغندل.
زموږ د خبریال له راپور سره سم، تیره ورځ د قدس د نړیوالي ورځې په درشل کې د پاکستان د امامیه محصلینو اتحادیې د علماو، مذهبي مشرانو، سیاستوالو، فرهنګي او ټولنیزو څېرو په بلنې سره د کراچي په ښار کې یو ستر کنفرانس جوړ کړ.
د دغه کنفرانس ګډونوالو ټینګار وکړ چي فلسطین او قدس شریف د اسلامي نړۍ پوري یوه اړونده مساله ده د همدې امله له فلسطین سره خیانت د اسلامي امت سره د خیانت په څېر بلل کیږي.
تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په صادرولو سره د فلسطین په ضد د اسرائیلو د جنایاتو په غندنې سره د فلسطین په خپلواکي او د اشغال په ختمېدو ټینګار وکړ.
د روژې د مبارکي میاشتي وروستۍ جمعه د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټ اېښودونکی په نوښت سره د قدس د نړیوالي ورځې په نامه ونومول شوه.
دا په داسي حال کې دی چي د رمضان د مبارکې میاشتي په راپیلېدو سره په فلسطین باندې د اسرائیلو بریدونه هم زیات شوي دي.