امریکا په افغانستان کښې بشپړه ماتي خوړلي ده
Apr 27, 2021 23:51 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د پاکستان سیاسي شناند له افغانستان څخه د امریکا د پوځیانو د ایستلو فیصله په افغانستان کښې د واشنګټن د پرله پسې شل(۲۰) کلنې ماتي د منلو په معنا وبلله .
د پاکستان سیاسي شناند انعام الحق پرون په ایکسپریس ټریبون ورځپاڼې کښې په یوې (۱) مقالې کښې چې عنوان یې افغانستان او د امریکا د ماتي روایت نومیږي ولیکل د واشنګټن چارواکو په تیر شلو(۲۰) کلونو کښې له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو د کار د ځنډولو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړې .
هغه وویل د امریکا ولسمشر جوبایډن په افغانستان کښې د امنیت او د ثبات په رامینځته کولو کښې د واشنګټن ناتوانۍ او تاریخي ماتي خوړل منلي دي او په دې لړ کښې یې له افغانستان څخه د واشنګټن د ټولو عسکرو د ایستلو نهايي نیټه اعلان کړي ده .
ټیګونه