امریکا د باور وړ هیواد نه دی
د پاکستان د سینیټ د دفاعی کمیشن غړی په خپل هیواد باندې د ایف-۱۶ الوتکو د خرڅون مخې ته د امریکې په خنډ جوړونو باندې په اعتراض کښې وویل : اسلام آباد دې پوه شی چې واشنګټن د اعتماد وړ ملګری نه دی.
طاهر حسین مشهدی نن د ایرنا خبریال ته په مرکه کښې وویل: د امریکې وروستی کړچار د پاکستان او امریکې د مناسباتو په بهیر کښې یو شاتګ ګڼل کیږی.
هغه زیاته کړه: په پاکستان باندې د جنګی الوتکو د خرڅون له تړونه د امریکې شاتګ د نړۍ په هیڅ ځاې کښې دود نه دی.
د پاکستان د سینیټ دغه لوړرتبه غړی وویل: پاکستان له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره ایف-۱۶ ډوله الوتکو ته اړتیا لری او دې هیواد د ترهګرو خلاف جنګ کښې ډیر تاوان کړی دی.
طاهر حسین مشهدی په دوام کښې دې ټکی ته په اشارې سره چې د امریکې خارجه سیاست په حقیقت کښې په دغه هیواد کښې نه برابری، وویل: دا د صهیونیسټانو لابی ده چې د امریکې د بهرنی سیاست او د هغې د سترو سیاستونو لاره انځوروی.