پاکستان:د چمن لار به نن د ټرانزیټ پرمخ پرانیستل شي
May 01, 2021 09:42 Asia/Kabul
دا لار به د سوداګریزو توکو او ټرانزیټ پر مخ د ورځې ۱۸ ساعتونه خلاصه وي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي آستازي محمد صادق په خپل ټویټر لیکلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د “چمن” لاره به سر له نن پرانیستل شي.
هغه لیکلي، چې دا لار به د سوداګریزو توکو او ټرانزیټ پر مخ د ورځې ۱۸ ساعتونه خلاصه وي.
د معلوماتو له مخې تېره دوشنبه یاده لار د افغان پوله ساتو ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د جګړې له امله وتړل شوه.
د چمن لاره داسې مهال پرانیستل کېږي ، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق تیراتبار کابل ته ولاړ او له افغان چارواکو سره پر سوله، امنیت، سوداګرۍ او ترانزیت برخو کې د خنډونو پر حل لارو خبرې وکړي.
ټیګونه