په پاکستان کښې د ترهګرۍ خلاف امنیتی تدابیر سخت کړی شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i9988-په_پاکستان_کښې_د_ترهګرۍ_خلاف_امنیتی_تدابیر_سخت_کړی_شول
د پاکستان استخباراتو په اسلام آباد او راولپنډۍ ښارونو کښې د ترهګرو عملیاتو د پیښیدو د احتمال په هکله خبرداری سره په دغو دوو غبرګو ښارونو کښې د امنیتی تدابیرو د اجرا کیدو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 04, 2016 16:19 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د ترهګرۍ خلاف امنیتی تدابیر سخت کړی شول

د پاکستان استخباراتو په اسلام آباد او راولپنډۍ ښارونو کښې د ترهګرو عملیاتو د پیښیدو د احتمال په هکله خبرداری سره په دغو دوو غبرګو ښارونو کښې د امنیتی تدابیرو د اجرا کیدو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د اطلاعاتو ادارې له دغه خبرداری وروسته امنیتی ځواکونو په سختو امنیتی تابیاو سره د پوهنتونونو او تعلیمی ادارو په شمول عمومی مرکزونه تر خپلې څارنې لاندې راوستی دی څو د هرډول ترهګرې حملې مخه ونیوی شی.

د پاکستان د استخباراتو د خبرداری له مخې ممکنه ده ترهګر د پوځ په مرکزونو، پوهنتونونو، سترو هوټلونو او همداشان هوایی ډګرونو باندې بریدونه وکړی. ویل کیږی چې د پاکستان د پوځ د قومندان جنرال راحیل شریف لخوا د پاکستان د طالبانو ډلې د ۱۱ کسانو د پانسۍ یا اعدام د حکم د صادریدو په وجه ممکنه ده دغه ډله د غچ اخیستو کوشش وکړی او د پاکستان په ځینو ښارونو کښې ترهګر بریدونه وکړی.

له بلې خوا د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هم د هیواد په پلازمینه اسلام آباد کښې د ځینو پوهنتونونو امنیت سخت کړی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودری نثار علی خان امنیتی ګواښونو ته په پام سره نن په اسلام آباد کښې د علامه اقبال آزاد پوهنتون کتنه وکړه او امنیتی مدیریت یې وجاجوه.