Jan 25, 2018 16:14 Asia/Kabul
  • جومات،یعني دایمان او عشق زیږنځاي

دتهران دپښتو خپرونې دانټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې جومات ، دایمان او عشق دزیږنځاي نومې د لړۍ له ننني درې دیرشم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

دوستانو په تیرو پروګرامونو کې مو وئيلي،چې دجومات اصلی او دایمي کار،عبادي کارونه او معنويّت خورول دي .په جومات ئې دنامولو علت هم، له دې امله دی چې،د خداوندمتعال په درګاه  کې دسُجدې ا و تواضع  ځاي دی .سجده  د بندګۍ اوج او دعبودیَت دکمال نښه ده .انسان په لمانځه اداکولو او  له خداي سره  په ارتباط سره  روحي  آرامښت احساسوي  او خپلې  روحي اړتیاوې  پوره کوي .ارواپيژاند په دې زمینې کې  وائي،انسان  کله کله  په خپلو احساساتو کې یوډل  ناغږملتیا او سربدالي احساسوي،چې دا د ورح د ناراحتۍ له امله ده .  دغه ډول کسان   هغو  روحي او نفسیاتي چارو ته  اړتیا لري ، چې  پوره شوي نه وي .  په هغو کې یوه روحي  اړتیا  له  خداوندمتعال سره  ارتباط دی . کله  چې دغه ارتباط ټينګیږي او دغه  فطري ا و تکوّیني  حاجت ته ځواب ورکول کیږي ،نو انسان یوخاص ډاډ ترلاسه کوي .په  دې اساس،انسان  دخپل فطرت په اساس،جومات سره  مینه کوي او هلته ډير آرامښت احساسوي .له  همدې امله  دیني مخکښان پخبلو ویناؤ او څرګندونو کې،جومات، د مؤمن  خونه او  پناه ځای  یادوي . یو داسې پناه ځاي چې  انسان  پکې  له  خپګانونو،سټریس او  اضطرابه  لیرې کیږي   او  آرامښت او سکون  ترلاسه کوي .

  حضرت امام جعفر صادق علیه السلام مسلمانانوته سپارښتنه کوي  چې؛کله  له دنیاوي  غمونو اومشکلاتو سره مخامخ کیږئ ،نو لمانځۀ او جومات ته پناه وړئ .:::: 

 پیغمبر اکرم (ص)  هم  دې    غوره ټکي ته په پام سره چې  د جبهو مجروحان  د شفا ترلاسه کولو او  سملاسی درملنې لپاره  پر دودو علاجونو سربیره ،  یو ډول  نفسیاتي او  روحي  آرامښت ته  او  معنوي  فضا  ته اړتیا لري ، جومات ،  د مسلمانو  سربازانو   د  ټپیانو  خورا ښه درملتون او د آرام  ځاي وبالۀ او مجهز ئې  کړ. 

  خو   په جومات کې  شتون ته  د اړتیا له یوه بل پلوه،نن سبا له بل هروخته زیات  د روحي او نفسیاتي  ناروغیو  د درملنې لپاره  ئې ضرورت احساسیږي .  ډيرو ټولنیزو ترینګلتیاؤ او بحرانونو شتون ته په پام سره،له هغو ماشیني آوزارونو سره  د انسان د ژوند  ښکیلیدا  چې  د انسان  له روح او  باطن سره  ډير کم  سمون خوري ،لامل شوي دي،چې غیر مستقیمې کړنې  او په عین حال کې د انسان په درملنې کې  د جومات  کارندوالی او اغیزشیندنه   لاپراخه شي. جومات ، د شخصي او ډله ایزو عبادتونو  د ترسره کولو لپاره ، هغه که  د دعا او لمنځ  په بڼه وي او یا  که د  ډله ایزو  فرضونو د اداکولو  په بڼه،  دانسان د  ډيرو روحي او نفسیاتي  ناروغیو او غیر اخلاقي چارو او حتی د بدني  ناروغیو د رامینځةکیدا مخه نیوللی،او د هغو ناروغانو چې له دغه ډول ناروغیو سره لاس ا وګریوان شوي  دي،هم  معالجه  کولی شي .

 دفرانسې  یو  مشهور چاپيریال پيژاندالکسیس کارل   د ناروغانو په درملنې کې  د دعا او لمنځ د رول په باب  ، په ::  دعا: نومې کتاب کې  وائي ،  د دعا او لمنځ د درملنې  اغیزې ، چې  په ټولو زمانو کې  ئې د خلکو ډير پام ځان ته  جلب کړی دی ،   په دې توګه چې  په هغې شفا ترلاسه کونې سره،چې له خداي او د خداي  له والیانو سره  په توّسل او  تضرّع سره   په نصیب شي ، ډيرې زیاتې ښودل شوي دي . نو ځکه  کله چې  دعا او لمنځ  د ډیرو ناروغیو او  دردونو  د درملنې لپاره  تر ټولو ښه درمل دي ، نو باید  په داسې ځاي پسې شو،چې  د دعا په قبولنې کې د چټکتیا لاملونه برابروي  چې  په دې مینځو میان کې  جومات تر ټولو غوره او  برلاسه ځاي  دی،ځکه چې  جوماتونه   دمځّکې پر مخ دخداي  کورونه دي .

       خوږو دوستانو!  دنړۍ دمهمو جوماتونو دمعرفي کولو په برخې کې   د قم   د امام حسن عسکري  جومات  یا مسجد امام ،چې په قم کې ترټولومخینه لرونکی او مخکینی جومات  دی ، له تاسو سره غږیږو .

 د روایتونو په اساس   په دریمې قمري  پیړۍ کې   :احمد بن اسحاق  اشعري   دخداي د رسول  د ګران پیغمبر  له یوه لمسي حضرت  امام حسن عسکري علیه السلام  له خوا  دحکم  په ترلاسه کولو سره،دایران  په قم سپيڅلی ښار کې د حضرت بې بی معصومه سلام ا... علیها له سپيڅلي حرم سره  نزدې  دیوه جومات  په جوړونې  مامور کیږي .  هغه   له  امام بزرګواره  د  جومات دجوړونې دلګښت  له ترلاسه کولو وروسته ، دغه جومات د  قم  د  رودخانې تر کنارې او  دحضرت  بي بی  معصومه  سلام ا... علیها  د حرم  تر څنګ  جوړوي . 

 البته  د احمد بن اسحاق  اشغري  قمي  پر اقدام سربیره،د دغه جومات د تاسیس لپاره،دحضرت امام حسن عسکري(ع) دجومات سپيڅلتیا او ځانګړنو   د ښودلو لپاره  په ډیرو  کتابونو کې نور زیات مطلبونه  هم ذکر شوي دي .   په هغو کې   په  :تذکرة الائمه :  نومې کتاب کې  دعلامه مجلسی  بیان ته اشاره کولی شو،چې دغه ټکی ئې یاد کړی دی :؛په هغه سفر کې  چې د دریم خلیفه په وخت کې د اسلام لښکر له کفارو سره  د جهاد لپاره  او په کابو ۳۲ قمری کال  کې   ایران ته راغی ، نو امام حسن مجبتی  له امام حسین علیه السلام سره  یو ځاي  له دغه لښکر سره یو ځاي  شو  چې  له طبرستانه  د مراجعې په وخت کې  او کله چې قم ته ورسیدل ، نو په هغه ځاي کې  ئې چې اوسنی جومات  پکې جوړ دی ،  لمونځ  قایم کړ ::

      د امام حسن عسکری علیه السلام جومات  دفضا او هالونو اوشبستانونو  د جوړیدا او پراخوالی د  ډولونو په دلیل  او همداراز  دهغې سیمې  په خاطر  چې   پکې واقع دی،یوه مهمه اوځانګړي اسلامی ودانۍ ده او همدا چاره لامل شوې ده څو  دتاریخ  په هر پړاؤ کې  د سترو  پيښو او  واقعو شاهد شي .دغه پيښې د بې کوره او بې څوکه کسانولپاره یوداسې پناه ځاي دی څود حکومتي چارو د ټاکنې او   د جماعت  په بڼه  دپنځو  واړو  لمانځونو له قایمولو رانیولې  د حوزووي  درسونو او بحث تر مرکز پورې  دچارو لپاره یو مرکز  جوړ شوی دی . 

 د  اولسمې میلادي پیړۍ  د فرانسوي  ټوریسټ : ژان تاورنیه : په سفرنامې کې  راغلي دي،هغه شی چې  په قم  کې ډير تر سترګو کیږي ،یو ډیر لوئ  جومات دی، چې درست مسلمانان ئې ډير زیات اهمیّت  ته قایل دي .هغه  له دې وروسته،د جومات جوړښت او معمارۍ ډولوالي ته  مخه کړې ده،ځيني داسې پيښې یاد وي،چې په دغه جومات کې  لیدل شوي دي او لیکي،د دغه جومات ستره  دروازه  د  یوه  اوږد صحن په مینځ کې خلاصیږي،چې  هلته  د زیارتي کاروانونو لپاره میلمستون  او ډير زیات د غوڼډيدو ځایونه  جوړ شوي دي   یوه خاصه جلوه او ځلا لري .دهغو یوه برخه   له یوه  هغه ورکوټي دیوال سره  نښلول شوي ده ، چې  په څنګ کې ئې لویه ویاله یا  تُوي ( رودخانه )ترسترګو کیږي . جومات ته د داخلیدو په  وخت  په لومړي انګڼ کې ئې  کیڼ طرف ته  واړې واړې  کوټې  لیدل کیږي .  هغه کسان چې باید  هره ورځ   د   خیرات په توګه د جومات  له  موقوفاتو  خواړۀ او ډوډۍ وخوري،په هغو کوټو کې   غونډول کیږي او  له  ډوډۍ خوړلو وروسته بیرته بهر ځي . 

       البته هغه څه چې   له کابو یولس پيړۍ په  مخکې وختونو کې  او  د احمد بن اسحاق په همت سره تاسیس شول ،د اوسني جومات له ودانۍ ډير  ورکوټي وو .  دغه جومات چې د ۱۳۵۵ لمریز کال  د  لیندۍ د میاشتې  په ۲۲نیټه  دایران د ملی آثارو په لیسټ کې  ثبت شوی ، په ځلونو  بیا رغاول شوی ،مرمت شوی او  پراخ شوی دی . . د دغه جومات خورا زاړه برخه،دهغه جنوبی هال برخه ده، چې په ۱۱۲۹قمری کال کې جوړه شوې ده .  دغه  مخکینۍ هال    د صفوي پړاؤ په وروستیو کې  په څوارلس میټره لوړوالي سره  د   شاه سلیمان صفوي  دمور  مهدعلیا  په لاس  جوړ شوی دی . دغه ودانۍ  په  مقرنس ، ګچ کارۍ کاشیو ،  او قرآنی کتیبو   په ښکلا سره  پُخل شوي ده .

 د فتح  علی شاه  قاجار په پړاؤ کې د امام حسن عسکری  جومات   د هغه سیل یا سلاؤ له امله چې  په قم  ښار کې راغلی ؤ،ډير تاوانونه ولیدل  چې د هغه دبیا رغاونې اوجوړونې  لامل شو.د ناصرالدین  شاه  په پړاؤکې  په ۱۲۸۶  قمری کال کې  د جومات دلویدیځي برخې،ستر هال اوترمځکې لاندې هال جوړ شو . ترټولو وروستۍ پراختیا، مرمت او بیا رغاونه  د  هماغو وروستیو کلونو ته ورګرځي.لکه څنګه چې آیت ا...سید محمدرضا ګلپایګاني   د دغه مهم   فیصله وکړه.هغه د جومات د شاوخوا دځينوځایونوپه اخستواو د یوې جامعې  نقشې  او پلان  په برابرولو سره  د نوی جومات د ودانۍ دپراختیا  زمینه برابره کړه .

 د آیت ا... ګلپایګاني  له   رحلت وروسته .  د دغې ودانۍ  د جوړولو  لومړنۍ چارئ  د آیت ا... لطف ا...صافي ګلپایګاني  په لاس  پر مځکه ووهل شوه .  تر دې  چې  په  ۱۳۹۴لمریز کال کې  دغه جومات بیرته پرانستل شو.  جالبه ده چې  دغه جومات  داسې رغاول شوی دی ، چې  زاړه  ودانۍ  له نوي ودانۍ سره سمون خوري او  یو شان ودانۍ بریښي .

 د دغه جومات اصلي هال یا شبستان (لومړنی پوړ) په دوه زره نهه سوه  میټر  مساحت سره  جوړ شوی،چې  د یو زر نهه سوه  لمونځ ګوزارو  ګنجایش لري .  همداراز دغه شبستان یا دوهم پوړ  په اوه سوه میټر مساحت سره جوړ شوی ، چې  د څلور سوه پنځوس لمونځ ګوزارو له ګنجایشه برخمن دی .   جالبه ده  پوه شوو چې   دشبستان  پراخوالي  ته په پام  سره  دشبستان  په داخل کې ستنې  داسې پلان شوي دي چې  په ښه ډول  امام او ماموم او  خطیب اومخاطب  په آسانۍ سره  له یوه بل سره ارتباط ټينګولی شي .  د دغه شبستان  دپاسه  ګُنبسۍ،  په ۲۷میټره پلَنوالي   او  ۳۵میټره لوړوالي سره نسبتا  ستره  او په ډير ښکلي ډول  جوړه شوې  چې د دغې ودانۍ  ښکلا  ئې دوه برابره کړې ده .  دغه راز  په ۵۸میټره  لوړوالي سره   د  جومات دوو مینارو  دغې  سترې ودانۍ ته  یوه خاصه ځلا بخښلې  ده .  بله خبره دا چې  دقرآن کریم  بشپړ متن  د دغه جومات   په ستنو ، کنارو، ګُبنسۍ ،مینارو  او  په لاندې   برخې باندې  په خطاطۍ او معرَقو کاشیو سره  چې  نهه زره  میټره  اوږدوالی حسابیږي ، لیکل شوی دی. .

  همداراز  په خورا وروستۍ رغاونې کې   دې ته  یوه   اوه پوړیزه  ودانۍ هم ورزیاته شوې ده ، چې  دوه پوړه ئې  کتابتون او پنځه  نور  پوړونه ئې د  جومات  دتاسیساتو او اداري برخې ته  بیل دي . همداراز   په لاندینۍ پوړ کې نوي شبستانونه هم  د کتابونو د نندارتون او دغه راز نورو نندارتونونو  په څير کلتوري  چارو ته  بیل شوي دي ، چې  وخت په وخت  په بیلابیلو  موقعو او  وختونو  او مناسبتونو کې ورځیني  استفاده کیږي.  دغو ټولو اقداماتو  اوکلتوري  فعالیتونو او چارو  د حضرت فاطمه معصومه سلام علیها د  زیارتوالو لپاره ډیره جذابه فضا رامینځةکړې ده  

(سیماب)

*********************************************************************************************************************************