Oct 31, 2020 13:53 Asia/Kabul
  • ايراني مېرمنې (31)

ګرانو او محترمو دوستانو د تودو سلامونو په وړاندې کولو ايراني مېرمنې نومې لړۍ له يوبل مطلب سره ستاسوپه خدمت کښې يوو.

نننۍ نړۍ د سيالۍ، پرمختګ او ترقۍ نړۍ ده. نو په دې بنياد انسانان له سيمې وراخوا نظر سره هر چرته چې احساس وکړي لا غوره حالات رامنځته کولې او خپل استعدادونه راپېدا کولې شي. د ايراني مېرمنو ترمېنځ داسې ښځې شته چې اکثر په ايران کښې زېږېدلي دي او بيا له هېواده بهر ته تللي دي او هلته کښې يې د ترقۍ مدارج پلي کړي دي او اوس هم کاميابې او تاثير کونکې څېرې دي. خو د هغوي مهم خصوصيت دا دے چې خپل مليت او ايرانۍ مخينه يې هېره کړې نه ده او په دې وياړ کوي چې په رګونو کښې يې ايرانۍ وينه جاري ده او د ايران د سرلوړۍ او عزت په فکر کښې دي.

ګرانو او قدرمنو دوستانو ستاسو د خوشحالۍ او خوښۍ په اميد سره په ننني پروګرامو کښې يوه ايراني سوداګره مېرمن تاسو ته معرفي کوو.

نو د پروګرام تر آخره پورې راسره مل اوسئ.

مېرمن سميه نور ايراني الاصل سوداګره ده چې په اماراتو کښې ژوند کوي. په هغو خبرونو کښې چې خپارۀ شول واموورېدل چې هغه په سرو زرو سره د کعبې شريفې د پردې د برخې انعام ګټونکې شوې ده چې د سعودي لخوا نيلام ته اېښودې شوې وه.

دغه ايراني سوداګره او اقتصادي فعاله مېرمن وائي: « د کعبې شريفې دغه پرده چې اوس زما په اختيار کښې ده له ۲۰۱۹ کال سره اړوند ده. په حقيقت کښې د خداے د کور خانه کعبې د پردې نيلامي او حواله کول يوه اوږده موضوع ده او له هغه وخته چې پرده خلاصيږي تر هغه وخته چې د ورپسې کال په ذي الحجه مياشت کښې حواله کيږي تقريباً يو کال موده پرې لګي. يعنې تل د حرمينو شريفېنو په دفتر کښې يوه پرده موجوده ده. د کعبې شريفې د پردې ځينې برخې اصلاً د خرڅولو نه دي، خو ځينې چې نيلام ته اېښودل کيږي اوس په بشپړه توګه زما لخوا اخېستل شوي او راته سپارلې شوې دي.»

د کعبې شريفې پرده د رسم مطابق هر کله د عرفې يعنې د ذي الحجې د نهمې نېټې په شپه بدلولې شي. په سرو زرو سره جوړه شوې هغه برخه کښې چې د خانه کعبې په پرده کښې کارولې شوې ده يو سل څلوريشت کېلوګرامه خالص څلوريشت عياره سرۀ زر استعمال شوي او د هغې د ساتنې او اهداء  کولو لپاره يو لړ خاص آداب په نظر کښې نيول شوي دي چې د هغې عظمت او لوړتيا څو چنده کوي. د کعبې د پردې اوچتوالې له څوارلسو ميټرو زيات دے او تقريبا اوه سوه کيلوګرامه حرير يې په جوړولو کښې استعماليږي او په پاسنۍ دريمه برخه کښې يې په سرو او سپينو زرو سره سوره توحيد، «لا اله الا الله ، محمد رسول الله»، «سبحان الله و بحمده»، «سبحان الله العظيم» او «ياحنان يا منان يا الله» عبارتونه په ښکلي ثلث خط او اسليمي ښکلاو سره نقش شوي دي.

د مېرمن سميه نور د وېنا له مخې د خانه کعبې پرده يوازې د هېوادونو په سرمشرانو او عربو سرمايه دارو باندې خرڅول کيږي او په هيڅ وجه په عامه کس نه خرڅول کيږي او نه به خرڅه شي. يعنې يوازې د قيمت په ورکولو سره يې د اخېستلو امکان نشته. ما هم اته مياشتې کوشش وکړ خو په دغه نيلام کښې کاميابه نه شوم.

په سوداګرۍ کښې مهم ټکے له دغه نيلام څخه د هغې هدفمندي او د هغې ارزښتي کار دے. هغه وائي: «د خانه کعبې پرده ډېر لوړ مادي او معنوي ارزښت لري، ځکه چې له هغه اندزه سرو زرو نه علاوه چې په هغې کښې استعمال شوي دي د هغې د اخېستونکو خاص والے او محدودوالے هم د دې سبب کيږي چې يو ځانګړے اثر وي. له دې امله د هغې د نيلام رقم د پام وړ وي او زۀ غواړم چې هغه د خېر په چارو کښې او په ايران کښې له کوروبا بيمارۍ سره د مقابلې لپاره ولګوم.»

مېرمن نور د کعبې شريفې د پردۍ معنوي ارزښت ته په پام سره وائي: «ما د پردې په دې برخه باندې قيمت نه دے اېښودے او په دې طمه يې چې اخېستونکے يې خپله وړانديز وکړي. يوۀ ملګرے مې چې د ايران د اسلامي جمهوريت د روغتيا له محترم وزير سره په تماس کښې دے، ټاکل شوې ده ما ته له دغه نيلام څخه د ترلاسه شوي رقم د هديه کولو لپاره د روغتونونو يږو لېسټ راکړي. همدارنګ غواړم هغه کورنۍ چې چې سرپرستان يې د کورونا په وجه وفات شوي دي په دغه رقم سره يې سرپرستي وکړم.»

له نورو سره مرسته له نفسياتي او بدني سلامتيا سره نېغ په نېغه تعلق لري. دانشوران په دې پوهېدلیدي چې له نورو سره مرسته  خاص عصبي برخې فعالوي او انسان ته يو ډول ارامښت او اطمينان ورکوي. کېدې شي له همدې امله دی چې ديني سرچينو له نورو انسانانو سره په مرسته ، ملګرتيا او خواخوږۍ تاکيد کړے دے. مېرمن سميه نور د خېر د دغه اقدام يو بل اړخ  د بيل ګېټس او ايلان ماسک په شان په نړۍ کښې د نامتو مالي ملاتړو ترمېنځ د ايرانيانو د نوم ثبتول بللي دي. هغه وائي: « هر ځل چې په خبرونو کښې اعلانيږي چې د بېل ګېټس په شان د دنيا نامتو سرمايه دارو د خپلې سرمائې يوه برخه په بشردوستانه لاره کښې خرچې کړې ده په دې چې د ايرانيانو نوم ډېر کم په دغو خبرونو کښې ليدل کيږي خفه کېږم، نو ځکه په دې کار سره هم د خپل وطن د سلامتيا له فرښته صفته کسانو او هم په ټوله دنيا کښې له خپلو وطنوالو سره د مرستې او ملګرتيا اعلان کوم.»

مېرمن نور يوه کارسمونکے ايرانۍ مېرمن ده له تېرو کلونو نه تر اوسه پورې يې په مختلفو اجتماعي او اقتصادي موقعيتونو کښې ځلا پېدا کړې او خپلو اهدافو ته له رسېدو څخه هيڅ محدوديت نه ده منعې کړې شوې. هغې د ټاکل شوي هدف ا مضبوطې ارادې په لرلو سره کړې شوي دي د کارجوړونې په زمينه کښې ښې برياوې ترلاسه کړي. دغې سوداګرې او خودساخته مديرې په خپله کارنامهکښې د ښځو د کار او روزګار په برخه کښې د څو ارزښتناکو کتابونو ليکنه لري او کوشش کوي چې مېرمنو ته دا خبره په ګوته کړي چې څه ډول د لويديځې اېشيا په سړي واکو ټولنوکښې د خپلې کاميابۍ لار پېدا کړي او په ځان باورۍ ته ورسي.

محنت، په ځان اعتماد، او معلوم هدف په ژوند او کار او کسب کښې د هرې ښځې او سړي لپاره د کاميابۍ يوترټولومهم عامل دے. د دغو خصوصيتونو خاوندان په مثبت سوچ او په خداے پاک باندې په توکل سره په سختيو غلبه پېدا کوي او د ماتې او ناکامۍ په وړاندې نه نااميده کيږي. کله کله انسان هرڅومره چې کوشش خو د خوښې نتيجې ته نه رسيږي خو د انسانانو له نظره کاميابي په دې معنا نه ده چې دا کار ناشونے  دے بلکه کېدې شي د کار طريقه غلطه وي، که دا کار اسان وې نو هر چا به کولې شو او د بل چا لپاره به څه فرصت باقي نه پاتې کېدۀ. يو کاميابه مېرمن وائي: هم هغه ډول چې د خپل کور د ګلدانونو خاص خيال ساتئ نو پکار دے د خپل نوم هم ښۀ ساتنه وکړئ او خيال مو دا وي چې نوم مو يو مشهور سوداګر وي چې پکار دے خيال يې وساتئ چې د خپل شخصيت ډېر خيال مو ساتلې وي.»

 

ټیګونه