الفارابیو: په پرتګال کې د فارابي د فکرونو انعکاس
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په د ې شیبو کې په پرتګال کې د الفاربیو د قصې په باب له یوه مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو.هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. نو دوستانو ایا پوهېږئ چې د هرې کلیمې تر شا یوه کیسه پرته ده؟ د کلِمو نړۍ ته سفر وکړئ او له موږ سره په پرتګال کې د"الفارابیو ؛ له کیسې ځانونه خبر کړئ.
خوږو ملګرو ممکنه ده تاسو به هم اورېدلي وي چې د هرې کلیمې تر شا یوه کیسه شته. داسې کیسه چې په یو ډول د هغې کلِمې تاریخچه او د هغې د زېږېدو څرنګوالی ښئي.
نو په دغه ځانګړي پروګرام کې مونږ غواړو،که مو خوښه وي،نو پرتګال ته به سفر وکړو او د یوې پرتګالې کلِمې په زړه کې پرتې کیسې په اړه تاسو خبرې وکړو.
مخکې له دې چې د"الفارابیو"کلِمې کیسې ته لاړ شو،ښه ده چې د پرتګال په اړه لنډې خبرې وکړو. پرتګال یو کوچنی هېواد دی چې د ایبري ټاپووزمې په لویدیځه برخه کې،د اروپا د لوئې وچې په سویل لویدیځي برخې کې واقع دی.
دا هېواد په ختیځ او شمال کې له آسپانیا سره ګډه پوله لري او په حقیقت کې د نړۍ تر ټولو لویدیځي شین هېواد دی چې له لویدیځي لوری ئېله اټلانټیک سمندر سره وصل دی.د مادیرا او آزور ټاپوګان،چې د اټلانټیک سمندر یوه حیرانونکی برخه ده، په پرتګال پورې اړه لري.
د پرتګال لومړني اوسېدونکي د سلټي ګلاسي او لوسیتاني قومونه وو.د اتمې میلادي پېړۍ په پیل کې مراکشي مسلمانانو دا خاوره ونیوله،خو د نهه کلني پاڅون په نتیجې کې،یو پرتګالي سردار،هنریک آفونسو،د سیمې پر پاچا لیون باندې برلاسی شو.
څه موده وروسته د هغه جانشینانو د پرتګال حدود سویل ته پراخ کړ او لیسبن ئې د مسلمانانو له واکمنۍ وویست او په ۱۱۴۷ میلادي کال کې ئې خپلواکي اعلان کړه او د دغه هېواد اداره کول ئې په لاس کې واخیست.داخلي شخړې او قبیله وي جګړې د دې لامل شوې چې په ۱۵۸۰ کال کې د اسپانیا پاچا فیلیپ دویم پر پرتګال غالب شو او د شپېتو کلونو لپاره د خپل ختیځي ګاونډي اسپانیا تر واک لاندې ورغی. له کلونو هڅو او سمندري سفرونو وروسته، پرتګالیانو په ۱۶۴۰ کال کې بیا خپله خپلواکي ترلاسه کړه.
د پرتګال رسمي ژبه پرتګالي ده. پرتګالي د ایبرو-روماني ژبو له کورنۍ ده چې رېښه ئې په لاتیني ژبه کې ده. دا ژبه له هسپانوي، فرانسوي او ایټالوي ژبو سره نږدې اړیکه لري. کابو ۲۷۰ میلیونه خلک په ټولې نړۍ کې پرتګالي د خپلې مورنۍ ژبې په توګه کاروي.
دا ژبه په پرتګال، برازیل، انګولا، موزامبیک، ګیني بیساؤ، ساو تومي او پرنسیپ، او کیپ ورد کې د رسمي ژبې په توګه کارول کېږي. همدارنګه دا د اروپائي ټولنې یوه رسمي ژبه ده. پرتګالي، په تیره بیا د هغو کسانو لپاره چې له نورو روماني ژبو سره بلد دي، نسبتاً د زده کړې لپاره اسانه ژبه ده.
د دغې ژبې ګرامري قواعد منظم دي او تلفظ ئې هم نسبتاً ساده دی.
په دغې مقدمې سره چې د پرتګال او پرتګالي ژبې په اړه مو تاسو ته وړاندې کړه، اوس د "الفارابیو" کلِمې ته ځو. دا کلِمه په پرتګالي ژبه کې د پخوانیو او نادرو کتابونو معنا لري.
همدارنګه په پرتګال کې هغو هَټیو ته چې دویم لاس (سیکنډ هینډ) او عتیقه کتابونه پلوري، "الفارابیشتا" یا "الفارابیستا" (Alfarrabista) ویل کېږي. دا دواړه کلیمې یو ګډ جز لري.
"الفاراب" د دغو دواړو کلِمو، یعنې "الفارابیو" او "الفارابیشتا" په لومړۍ برخه کې شته.
ایا دا ګډه کلِمه تاسو ته د یو چا یا یو څه یادونه کوي؟
"الفاراب"د یو ستر ایرانی فیلسوف او موسیقار،یعنې"فارابي"نوم یادوي.
هو!د دغې کلِمې سرچینه د ستر ایرانی فیلسوف «فارابي»، نوم دی. فارابي په منځنیو پېړیو کې په اروپا کې د یو نامتو عالم او متفکر په توګه شهرت وموند او د هغه اثار په لاتیني ژبه وژباړل شول. د فارابي او د اسلامي علومو او فلسفې د زرینې دورې په اړه د کتابونو د ارزښت اومخینې له امله، په پرتګالي او هسپانوي ژبو کې د «الفارابیستا» (Alfarrabista) کلِمه سوکه سوکه رامینځته شوه څو هغو کسانو ته وکارول شي چې نادر، تاریخي او پخواني کتابونه پلوري.
نن سبا په پرتګال، برازیل او حتی ځینو هسپانوي ژبو هېوادونو کې، Alfarrabista لا هم هغو کتاب پلورونکو ته ویل کېږي چې ارزښتناک او پخواني کتابونه او نسخې اخلي او پلوري. د مثال په توګه، په لیسبن کې د Chiado او Bairro Alto محله د Alfarrabista کتاب پلورنځیو اصلي مرکزونه دي او د مشهورو کتاب پلورنځیو څخه ئې یو Livraria Bertrand دی چې له ۱۷۳۲ کال راهیسې فعالیت کوي او د کتاب د نړۍ تر ټولو زوړ فعال پلورنځی بلل کېږي.
خو څنګه د دغه ستر ایرانی عالم نوم د پرتګال زړه ته ننوت او د پرتګالي ژبې د کلِمو د جوړښت اصلي برخه شو ؟ په پرتګالي کلِمو "الفارابیو" او "الفارابیشتا" کې کومه کیسه پرته ده؟
په پروګرام کې زموږ سره مل شئ څو د دغو کلِمو کیسه تشریح کړو.
نو اوس د کلِمو د کیسې تشریح ته ځو.په مینځنیو پېړیو کې،د اسلامي نړۍ علمي او فلسفي فکرونه په تدریجي ډول اروپا ته ورسېدل. پرتګال،د خپل سټراټیژیک موقعیت له امله د اروپا د سمندري دروازو په توګه، په دغې علمي منتقلونې کې اساسی او کلیدي رول ولوباوه. په دې لړ کې د پرتګال کتابتونونه او علمي مرکزونه، په تیره بیا په لیسبن او پورتو کې، د اسلامي اثارو د ساتنې او ژباړې ځایونه شول.
د دغو آثارو په مینځ کې،د فارابي،ستر ایرانی فیلسوف کتابونه،چې هڅه ئې کوله د موسیقۍ او فلسفې او همدارنګه د ارسطو د منطق او اسلامي حکمت ترمینځ اړیکه جوړه کړي،په ځانګړی ډول پاملرنه وکړه. د فارابي دا هڅې هغه له ارسطو وروسته،د«دوهم معلم» په توګه، مشهور کړ.
مورخان په دې باور دي چې د اندلس د اسلامي تمدن د زرین پړاؤ په بهیر کې، د فارابي ډېر اثار په لاتیني ژبه وژباړل شول او د سوداګریزو چینلونو او اروپائي دربارونو له لارې پرتګال ته ورسېدل. دغو آثارو، په تیره بیا په لیسبون په مهمو کتابتونونو کې، ځانګړی ځای وموند او د ارزښتناکو علمي سرچینو په توګه وکارول شول.
تصور وکړئ چې په ارامو ګامونو سره د لیسبن پیچلې کوڅې تېرېږئ. نو د کاب یو زوړ پلورنځی چې نوم ئې "الفارابیو" دی، ستاسو پاملرنه ځان ته اړوي.د دغه زوړ کتاب پلورنځي لرګینې دروازې، د پخوانیو تیږو په سیوري کې، پټې او شرمېدلې، ګواکې یو راز په خپل زړه کې ساتي.د کتاب پلورنځي ته ننوځئ،د پخوانیو کتابونو نړۍ،له څرمنَو جوړو جلدونو سره چې د وخت په تېرېدو سره ئې رنګونه خړ او نسواري شوي، ستاسو د سترګو په وړاندې ښکاره کېږي.
لوړې او تورې آلمارۍ، ګواکې د تاریخ ژوَرو ته یوه لاره ده.هر کتاب، هره لاسي لیکنه، هر کاغذ، یوه کیسه په خپل ځان کې لري؛ د تېرو نسلونو د فکرونو او خوبونو کیسه.
د کتابونو او لاسي لیکنو په ګڼه ګوڼه کې، چې هر یوه ئې کیسې په خپل زړه کې پټې کړې، ستاسو پاملرنه یوې آلمارۍ ته ورګرځي چې له زاړو کتابونو ډکه ده.داسې کتابونه چې د ستر ایرانی فیلسوف، ابو نصر محمد فارابي څخه په یادګار پاتې دي.
اوس تاسو د "الفارابیو" او "الفارابیشتا" کلِمو تر شا په پرتې کیسې باندې پوه شوي یاست. اوس تاسو پوه شوي یاست چې فارابي، هغه فیلسوف چې پېړۍ مخکې ئې ژوند کاوه، په ژوره او پټه توګه د پرتګالیانو په زړونو کې شته دی.
د هغه فکرونه، لکه یوه خوندوره وږمه ، د دغې خاورې په تاریخ کې چلیږي او په حیرانوونکي ډول د پرتګالیانو له کلتور او روحیې سره یوځای شوې ده . دا اړیکه، که څه هم پټه ده، په ژوره توګه د پرتګالیانو په زړونو کې لا هم ژوندۍ ده.
او دا وه د یوې کلِمې کیسه چې له ختیځه راپورته شوه او د یوې لیرې ژبې په کلِمو کې ئې ځای ونیوه؛ یوه کیسه د ایرانی-اسلامي کلتور او لویدیځ ترمینځ د خاموشې، خو ژورې اړیکې، د ایراني حکمت او د لیسبن د ( سنګ فرش) تیږو کوڅو ترمینځ.
"الفارابیو" یوازې د کتاب پلورنځي نوم نه دی، بلکې د ایرانی فیلسوف فارابي، ، د ملتونو په کلتوري حافظه کې د شتون یادګار دی؛ یو داسې یادګار چې ښئي ژبه یوازې د خبرو اترو وسیله نه ده، بلکې د تمدنونو د نښلولو، د فکرونو له سرحدونو څخه د تېرېدو، او د علم د روح د وخت په تېرېدو سره د ژوندي پاتې کېدو لپاره یوه پُل دی.
ګرانو اورېدونکو، دا پروګرام په نړۍ کې د ایرانی کلتور د زرګونو کړکیو د خلاصولو یوه هڅه وه. هیله ده چې پرتګال او د هغو کلِمو ته دا لنډ سفر تاسو د ایرانی کلتور او فکرونو د اغېزمنتیا د پراخوالي په اړه نوي فکر ته راوبولي.
نو ددغه ځانګړی مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل وخت پورې مو په نیاؤمن خدای سپارو ، سر لوړي او سلامتیا مو له لوي خدایه غواړو، نیکمرغه ژوند ولرئ.
( سیماب )
******** ********** ********** *********** *****