د سعودي عربستان لخوا د یمن کلابندۍ ظالمانه ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق پخواني لومړي وزیر «عبدالمهدي» په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د یمن کلابندۍ ظالمانه ده وویل د عربستان ګټه په دې کښې ده چې زر تر زره له یمن سره د خپلو اختلافاتو حل لاره ولټوي.
هغه د یمن له المسیره ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل د کلابندۍ له لارې د کلابندۍ د ماتولو لپاره د یمن هڅه یو جایز اقدام دی.
هغه وویل په ټولو زمینو کښې د سترو قدرتونو په محاسباتو کښې د یمن د رول اغیز ډیر زیات دی.
د عراق پخواني لومړي وزیر عبدالمهدي په دوام کښې په دې خبرې سره چې باب المندب اوبلاره او سور سمندر شاید له هرمز اوبلارې څخه هم مهم وي زیاته کړه د یمن پرضد کلابندۍ ظالمانه ده او ټول هیوادونه او د هغوې په سر کښې د فارس خلیج عرب هیوادونه باید دغه ظلم پاې ته ورسوي.
هغه وویل د یمن کلابندۍ په سعودي عربستان باندې د امریکا او د اسرائیلو رزیم د دباونو په خاطر دوام لرلی دی.
د عراق پخواني لومړي وزیر عبدالمهدي وویل د تیلو شرکت ارامکو د سعودي عربستان د قدرت او د هغه د اقتصادي پراختیا سرچینه ده او عربستان د تیلو له کشفیدا مخکې له اقتصادي نظره کمزوری و.
هغه د عراق د حالاتو په اړه وویل هغه څه چې په عراق کښې یې وینو د ازادي غواړو او د ګوډاګیو بهیرونو ترمینځ یوه جګړه ده.
د عراق پخواني لومړي وزیر عبدالمهدي دغه راز په دې خبرې سره چې په فارس خلیج سیمه کښې د امریکا پوځي اډې د سیمې په عربو هیوادونو باندې یو بار دی وویل دغه پوځي اډې یوازې یوه دفاعي او استخباراتي شبکه او د اسرائیلو رژيم د دفاع لپاره یو یرغل دی.