یو آیت؛
له خلکو سره نرم خویه چلند
د آل عمران د مبارکې سورې ۱۵۹ آیت د اسلام د ګران پیغمبر(ص) د اخلاقي سیرت په انځورولو سره مونږ ته راښئي چې مهرباني، تیریدل او مشوره، په انساني اړیکو کښې د کامیابۍ راز او د زړونو د تړلو شاه کلۍ دي.
په ګړندۍ او تیزه دنیا کښې نرم خويي او قرار او ارام بیان، ارزښتناکې ملغلرې ګڼل کیږي. دغه دواړه صفتونه نه یوازې د فردي بلوغ او پوخوالي نښې دي بلکې په انساني اړیکو کښې د ډیرو تړلو ورونو د خلاصولو کلې ده. په قرآن پاک کښې هم دې صفت ته اشاره شوې او فرمايي:
"فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِفَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ؛
«د خدای فضل و چې له هغوي سره نرم خویه شوې او که تندخویه او سخت زړی وای نو ستا له خوا به تیت پرک کیدل. نو بس له هغوي څخه تیر شه او ورپاره بخښنه وغواړه او په کارونو کښې ورسره مشوره وکړه او چې فیصله وکړې نو په خدای توکل وکړه ځکه چې خدای، توکل کوونکي خوښوي».
د آل عمران سورې ۱۵۹ آیت د ټولنیز کړچار او اخلاقو په برخه کښې د قرآن کرین یو ډیر ژور آیت دی. دغه مبارک آیت د اسوه حسنه په توګه خدای ګران رسول حضرت محمد مصطفی(ص) ته ورزده کوي چې له خلکو سره څه ډول چلند وکړي ترڅو هغوي د خدای په لور لارښوونه کړي.
د دغه آیت شریف په هکله ځیني مهم ټکي موجود دي. وړومبې دا چې نرم خويي او مهرباني د الهي رحمت په برکت ترلاسه کیږي او انسان باید په ځان کښې دغه صفت پياوړی کړي. دویمه دا چې تندخوي او سخت زړه توب د خلکو د تیت پرکوالي او لرې کیدو سبب کیږي او لوړو اهدافو ته د رسیدو مخه نیسي. دریمه دا چې عفوه او بخښنه د زړونو د جذبولو ډیر مهم عامل دی او انسان باید د نورو غلطۍ معاف کړي. څلورم، د نورو لوپاره استغفار، د زړه سواندۍ او مینې نښه ده او انسان باید د نورو د هدایت او نیکمرغۍ لپاره دعا وکړي. او پنځمه دا چې له نورو سره مشوره، ډله ایز عقل او پوهې ته د احترام نښه ده او انسان باید په خپلو فیصلو کښې د نورو له نظرونو هم ګټه پورته کړي.
له دغه آیت شریف څخه ښه ترا زده کوو چې په فردي او ډله ایز ژوند کښې د سعادت او نیکمرغۍ لپاره باید ښه اخلاق، خپل سرمشق وګرځوو. له نورو سره باید په نرم خويۍ او مهربانۍ سره چلند وکړو، د هغوي تیروتنې وبخښو، ورپاره دعا وکړو او په فیصلو کښې مو د هغوي له نظرونو استفاده وکړو.
په دې احکامو باندې په عمل سره یوه سالمه او نیکمرغه ټولنه جوړولی شو او د خدای تعالی رضایت ترلاسه کولی شو.