Jun 13, 2024 13:20 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې (۹۸) له علي (ع) سره مینه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۹۸یم) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې، د مریم سورت د ۹۶م آیت شأن نزول څېړو. له موږ سره و اوسئ.

د اسلام ګران پیغمبر (ص) د علي (ع) پر وړاندې د ځینو خلکو له دښمنۍ او کرکې څخه خبر وو او پوهېده چې د هغوی له وفات وروسته به یوه ډله خلک د علي (ع) په خلاف راپاڅېږي. له همدې امله يې د خپل ژوند په اوږدو كې هڅه کوله، چې خلكو ته د خپل جانشين مقام او كرامت ور وښيي او د هر ډول پلمې کوونکو او دښمنۍ کوونکو پروړاندې لاره بنده كړي. یوه ورځ یې خپلو یارانو ته مخ کړه او وفرمایل: ماته درې فضیلتونه راکړل شول، چې علي هم پکې شریک دی او درې امتیازات علي ته ورکړل شول، چې ماته نه دي راکړل شوي.

د توحید بیرغ زما لپاره دی او علي د هغه وړونکی دی. کوثر زما دی او علي د هغه ساقي دی او جنت او اور زما په لاس کې دي او علي د هغوی وېشونکی دی. خو هغه درې صفتونه چې یوازې علي ته ورکړل شوي دي او زه پکې برخه نه لرم، هغه دا دي چې هغه ته داسې خسر ورکړل شوی، چې د هغه په څېر ماته نه دی راکړل شوی. فاطمه د هغه مېرمن ده او د هغه په څېر ماته نه ده راکړل شوې او هغه ته دوه زامن ورکړل شوي، چې د دوی په شان ما ته نه دي راکړل شوي. امام علي هم حضرت پېغمبر (ص) لپاره دا شعرونه ولوستل:

"زه د محمد مصطفی ورور یم او زما په نسب کې هېڅ شک نشته. زه له هغه سره لوی شوی یم او د هغه دوه لمسي زما اولادونه دي. زما نيکه او د رسول الله نيکه يو دی او فاطمه زما مېرمن ده. دا وینا دروغ او ناسمه نه ده او وینا کوونکی یې هم دروغجن نه دی. نو ستاینه او شکر د خدای لپاره ده او موږ د هغه شکر کوو. هغه خدای چې هېڅ شریک نه لري، هغه خدای چې له بنده سره ښه کوي او ابدي دی.

سلمان فارسي، ابوذر غفاري او د صحابه کرامو یوه ډله د رسول الله (ص) مخې ته راغله چې له مخونو یې غم څرګندېده او ویې ویل: اې د خدای رسوله! زموږ مور او پلار دې ستا قربان شي. موږ د یوې ډلې له لورې ستاسو د ورور او د تره د زوی په اړه ځینې خبرې اورو، چې خواشیني کېږو او اوس له تاسو څخه اجازه غواړو، چې د دوی ځواب ورکړو. رسول الله مبارک وفرمایل: دوی زما د ورور او د تره زوی علي بن ابي طالب په اړه څه وایي؟ هغوى وويل: دوى وايي چې د علي لپاره د اسلام په منلو کې په مخکې توب سره څه فضيلت شته، په داسې حال کې چې د اسلام د ظهور په وخت کې، هغه ماشوم او کوچنى وو او دا ډول خبرې.

رسول الله (ص) وپوښتل: همدغه موضوع تاسو غمجنوي؟ هغوی وویل: هو، په خدای قسم. رسول الله مبارک وفرمایل: تاسو ولې خفه کېږئ او ولې د هغو خلکو په خبرو چې د الله تعالی په اړه شک لري خفه کېږئ؟ مګر نه پوهېږئ چې زه تر ټولو غوره نبي یم او زما جانشین او وصي تر ټولو غوره وصي دی او دا چې زما پلار آدم علیه السلام زما او د علي او زما د لور فاطمې او حسن او حسین او د دوی د اولادونو نومونه د عرش پر ستنې په رڼايي لیکنې  سره ولیدل، وویل: اې خدایه، اې زما ربه! آیا تا داسې یو مخلوق پیدا کړی چې تاته ترما ډېر ګران وي؟

وفرمایل: که د دې نومونو خاوندان نه وای، ما به نه آسمانونه او پراخه ځمکه پیدا کړې وه او نه به مې کوم پېغمبر پیدا کړی وای او نه به مې ته پیدا کړی وای او ځکه چې آدم سرغړونه (ترک اولی) وکړه  او له هغه څخه تېروتنه وشوه او له خدای څخه یې غوښتنه وکړه چې توبه یې قبوله کړي او د هغه تېروتنه وبخښي او خدای د هغه غوښتنه ومنله او موږ هماغه کلمې وو چې آدم له خدای تعالی څخه زده کړل، او خدای د هغه توبه ومنله او ورته یې بخښنه وکړه.

او آدم علیه السلام ته وفرمایل: تاته ښه زیری دی چې د دې نومونو خاوندان ستا له اولادونو او نسل څخه دي، او آدم د خپل رب ستاینه وکړه او زموږ په وجود یې پر ملایکو فخر وکړ او دا زموږ د فضیلت او پر موږ باندې د خدای د بښنې یوه بېلګه ده. سلمان او ملګري يې ودرېدل او وويل: موږ نېکمرغه يو او رسول الله (ص) ورته وفرمايل: هو، تاسو نېکمرغه یاست ياست او جنت ستاسو لپاره او دوزخ زموږ او ستاسو د دښمنانو لپاره پيدا شوى دى.

پېغمبراکرم (ص) د اميرالمؤمنين علي (ع) د مقام او منزلت په پېژندلو کې هېڅکله بې توجهي نه ده کړې او په بېلابېلو ډولونو سره هغه يې ټولنې ته معرفي کړى، کله يې د هغه لاس پورته کړى او فرمایلي دي: دا علي د خلکو مولا او رهبر دی او کله يې هغه د حق د مرکز په توګه معرفي کړی، په متواتر حديث کې دا جمله راغلې چې رسول الله (ص) وفرمايل: علیّ مع الحقّ و الحقّ مع علیّ و لن یفترقا حتی یردا علیّ الحوض یوم القیامة:

علي له حق سره دی او حق له علي سره دی او دوی هېڅکله له یوه بل څخه نه جدا کېږې، تر دې چې د قيامت په ورځ د حوض کوثر په خوا کې زما سره یوځای شي.

پېغمبراکرم (ص) هم د جګړې په ډګرونو کې د علي (ع) له فضيلتونو څخه خلک خبرول. د خیبر د جګړې په جریان کې، اسلامي پوځ یو په بل پسې کلاګانې فتحې کړې، تر دې چې د خیبر وروستۍ کلا ته ورسېدل، چې تر ټولو قوي وه او مشهور یهودي قوماندان مرحب پکې حضور درلود. حضرت (ص) د ابوبکر تر قوماندې لاندې د عمومي بريد امر وکړ. له بلې خوا مرحب د رجز په لوستلو سره، د خپل ځان د پیاوړي کولو او د اسلام د ځواکونو د کمزوري کولو لپاره، له کلا څخه ووت او د سیال او مبارز غوښتنه یې وکړه. ابوبکر ونشو کړای چې د یهودي پهلوان پر وړاندې ګام پورته کړي او په شا شو. بله ورځ رسول الله (ص) عمر بن الخطاب د یوې ډلې په مشرۍ له یهودانو سره د جګړې لپاره ولېږه. هغه هم میدان ته ولاړ او پرته له دې چې جنګ وکړي، بېرته راستون شو.

په دې خت کې رسول اکرم (ص) وفرمایل: لَأُعْطِینَّ الرَّایةَ غَدًا رَجُلاً یحِبُّ اللَّهَ وَ رَسُولَهُ، وَ یحِبُّهُ اللَّهُ وَ رَسُولُهُ یَفَتَحَ اللَّهُ عَلَی یَدیَهِ لَیسَ بفَرَّار(کَرَّارَاً غَیرَ فَرّارٍ):

یقینا چې سبا به دا مشري هغه چا ته ورکوم چې له الله او د هغه له رسول سره مینه لري، هغه داسې بریدګر دی چې نه تښتي. صحابه کرامو شپه سهار کړه، په داسې حال کې چې په دې فکر کې وو چې د فتح بیرغ به چا ته وسپاري. حتی هغه کسان چې یو ځل یې د خیبر جګړه تجربه کړې وه او ناکام شوي یا تښتیدلي وو، هیله یې درلوده چې دا ډول مقام ورکړل شي. بله ورځ پېغمبراکرم (ص) د جګړې بيرغ حضرت علي (ع) ته ورکړ. علي (ع) هم د جګړې ډګر ته ولاړ او د يهودي پهلوان مرحب له وژلو او د خيبر کلا د دروازې له پرانیستلو او د اسلامي لښکر له لوري د کلا له فتحې وروسته، د جګړې له ډګر څخه په بشپړې کاميابۍ سره راستون شو.

پېغمبراکرم (ص) د علي مقام او کرامت نورو مسلمانانو ته د پېژندلو لپاره، له هر ډول هڅې کار اخیست. په هغه ورځ رسول الله (ص) مسجد ته لږ ناوخته راغی. د جومات په شاوخوا کې خلک پیغمبر ته په انتظار کې وو. علي (ع) هم د پېغمبر اکرم د کور دروازې ته کتل او انتظار يې کاوه. څو شېبې وروسته د کور دروازه خلاصه شوه او رسول الله (ص) په داسې حال کې چې ورو ورو ګام اخیستلو، بهر راووت. رسول الله مبارک خلکو ته ور نږدې شو او خلکو لاره پرانیستله. پېغمبراکرم د دوی له منځ څخه تېر شو او ځان یې امام علي (ع) ته ورساوه. ګواکي چې علي (ع) یې له لرې لیدلی او اوس د هغه په لور راغلی وو. د ټولو خلکو سترګې په دغو دوو باندې ولګېدې.

پېغمبر اکرم د علي (ع) لاسونه ونيول او په داسې حال کې چې هغه ته یې په نرمۍ سره فشار ورکولو، څنګ پرڅنګ د جومات په لور روان شول. خلک هم ورسره د جومات انګړ ته ننوتل. رسول الله مبارک قبلې ته مخامخ ودرېد او څلور رکعته لمونځ یې وکړ. علي (ع) هم همداسې وکړل. بیا پیغمبر خپل لاس آسمان ته پورته کړ او ویې فرمایل:

خدایه! موسی له تا وغوښتل چې: خدایه! ما ته شرح صدر راکړه او زما کار آسانه کړه او زما له ژبې څخه غوټه خلاصه کړه، ترڅو زما په خبرو پوه شي او زما له اهل څخه یو وزیر وټاکه - زما ورور هارون - او د هغه په ​​وسيله زما شا ټینګه کړه. خدایه! زه هم دا ډول غوښتنه لرم او له تاسو غواړم چې علي زما د وزير په توګه وټاکئ.

په دې وخت کې یو غږ راغی او ویې ویل: اې محمده! هغه څه چې غواړې تاسو ته درکوم." پېغمبراکرم (ص) علي (ع) ته په خطاب کې وفرمایل: اې ابا الحسن! خپل لاس آسمان ته پورته کړه او له خپل خدای څخه حاجت وغواړه. زه دعا کوم چې خدای ستاسو غوښتنې پوره کړي." امام علي (ع) خپل لاس آسمان ته پورته کړ او ویې فرمایل:

 «اللّهمّ اجعل لى عندک عهدا واجعل لى عندک ودّا.

خدایه! د مؤمنانو زړونه زما له مینې ډک کړه.

بیا د سورت مریم ۹۶ آیت نازل شو:

إِنَّ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصَّالِحاتِ سَیَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمنُ وُدًّا:

بې شکه هغه کسان چې ایمان یې راوړی او نیک عملونه یې کړي دي، الله تعالی به د دوی په زړونو کې د هغوی لپاره مینه پیدا کړي.

ژباړه: زماني

ټیګونه