پاکستان باید له ثبوت پرته د پېښو مسئولیت پر افغانستان وانه‌چوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i160440
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې د پاکستان په بلوچستان کې د پوځي اکاډمۍ پر یوه بس د برید په غندلو سره ویلي، چې پاکستاني چارواکي باید له کوم دلیل او ثبوت پرته په دغه هېواد کې د ورته پېښو مسئولیت پر افغانستان وانه چوي.
(last modified 2025-05-23T02:01:35+00:00 )
May 23, 2025 06:27 Asia/Kabul
  • پاکستان باید له ثبوت پرته د پېښو مسئولیت پر افغانستان وانه‌چوي

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې د پاکستان په بلوچستان کې د پوځي اکاډمۍ پر یوه بس د برید په غندلو سره ویلي، چې پاکستاني چارواکي باید له کوم دلیل او ثبوت پرته په دغه هېواد کې د ورته پېښو مسئولیت پر افغانستان وانه چوي.

نوموړي ټینګار کړی، هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر وړاندې وکارول شي.

پاکستان تل ادعا کړې، چې په دغه هېواد کې کېدونکې بریدونه په افغانستان کې پلانېږي او سرپرست حکومت د دوی ضد وسله‌والو ډلو ته په افغان خاوره کې پټنځایونه ورکړي دي.

خو ذبیح الله مجاهد بیا ویلي، چې دغه ډول ادعاوې له کوم ثبوت وړاندې کولو پرته څرګندېږي.