د رڼا سرچینې (۱۳۹) (هڅونه او ګواښ، دوه روزنیز عناصر )
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه و الو په دې شیبو کې د رڼا سرچینې نومې لړۍ له ننني ۱۳۹ مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه مطلب کې د قرآن کریم د صافات سورې له ۶۲ څخه تر ۷۰ پورې د آیتونو د نزول په باب درسره غږیږو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
ملګرو! لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، الله تعالی د انسانانو عبادت ته هیڅ اړتیا نه لري او د دويګناهانې هغه ته هیڅ زیان هم نه رسوي. خو له دې امله چې هغه اراده کړې ده ، انسانان د کمال پر لور هدایت کړي، نو په همدې خاطر ئې انبیاء علیهم السلام د رسالت لپاره ټاکلي او جنت او دوزخ ئې د دوي د پروګرامونو د پلي کولو ضامن ګرځولی دی. ثواب خلک د تعلیم او تربیت پر لور هڅوي او سزا ئې له هغو لارو منع کوي چې د تعلیم او روزنې سره په ټکر کې دي. که دا دوه ځواکه نه وي، نو تعلیم او تربیت ممکن نه دی، او روښانه ده چې استاد او روزونکي ته نه ثواب رسیږي،او نه سزا له هغه کوم تاوان لیرې کوي. په بله معنا؛ استاد او مربی ته نه د تعلیم او تربیت په لاره حرکت کومه ګټه رسوي او نه هم له هغې څخه سرغړونه هغه ته کوم زیان اړوي.
د رسول اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) له بعثت وروسته، خداوندمتعال په دې هیلې سره چې مشرکان له ضد او خپل سریتوب څخه لاس واخلي او یو خدای ته رجوع وکړي، د جنت نعمتونه ئې په قرآن کریم کې د دوي لپاره بیان کړي دي.خدای تعالی په ځینو آیتونو کې د جنت د نعمتونو او مهربانیو او کرم انځورونه بیانوي چې مومنانو ته ځیری دی. د تازه او خوږو او رڼا اوبو د چینو.هغه روان نهرونه او ویالې چې د مومنانو لپاره د زړه راکښونکي غږونه، په زړه پورې موسیقي ډوله انګازې،او د خوښۍ او خوندوَرې منظرې او فضاګانې رابرسیره کوي.
هغه باغونه چې له تصّور نه بهر ښکلي دي او پر غونډیو واقع دي،او همدارنګه لوړ تختونه چې پراخې او وړیا منظرې لري،د جنتیانو خوشالي نوره هم زیاتوي.دا ټول نعمتونه تل پاتې او ابدي دي. رسول ا...بزرګوار (ص)په دې اړه فرمایلي دي؛هر نعمت له مینځه ځي،خو د جنتیانو له نعمتونو پرته .:::
په آخرت کې،هغه څه چې د جنتیانو خوښی او خوندونه زیاتوي او د دوي مقام او منزلت لوړوي، د مادي او معنوي نعمتونو ترڅنګ، دا دی چې خداي تعالی له دوی راضي دی او دوي هم له خدا وندمتعاله پوره رضایت او خوښي لري. خو له بده مرغه، سره له دې چې د ځيري ورکوونکو او ارام آیاتونو لوی مقدار شتون لري، هغه کسان چې حق منلو ته غاړه نه ږدي، د دوي په تورو او سختو زړونو باندې د ا.... تعالی آیاتونه داسې دي لکه د ګند او سخا شیانو ورښتونه چې یوازې د هغو بدبویي زیاتوي. له همدې امله ضروري شوې چې قرآن کریم، دا آسماني او مقدس کتاب، مشرکان د دوزخ د دردناکو او بوږنونکو عذابونو په بیانولو سره وګواښي، او دوزخ د دوي لپاره داسې انځور کړي چې شاید په زړونو اغېزې وشیندي او دوي له ضد او خپل سریتوبه منع کړي، او په دې توګه ئې له تیارې د رڼا وآخوا او له بدبختۍ څخه د نیکمرغۍ پر لورهدایت کړي. پر دې اساس د قرآن کریم په صافات سورې ۶۲ آیات کې راغلي دي؛ أَذلِكَ خَيرٌ نُزُلاً أَم شَجَرَةُ الزَّقُّومِ*
؛آیا دا (جنتي نعمتونه) تل پاتې غوره دي چې د جنتیانو ورسره میلمه پالنه کوي، یا د زقوم کرکیجنه ونه ؟..
د ځینو مفسرینو په وینا«زقوم»، د یو بوټې نامه ده چې وړې، تراخې او بدبو دارې پاڼې لري او په حجاز غوندې سیمو کې چې د صحرا په څنډې کې دي، راټو کېږي. دا بوټی تراخه شیره لري چې له پوستکي سره په تماس کې پوستکی سوځوي. کله چې د صافات سورې ۶۲ آیت د «زقوم» (سخا بوټي )په اړه نازل شو او د مشرکانو غوږونو ته ورسېد، په لومړي سر کې ابوجهل ځان ناپوهه وښود او په یوه غونډې کې ئې وویل: دا ډول وَنه زمونږ په سیمې کې نشته، له تاسو څخه څوک د زقوم په معنی پوهېږي؟ یو سړي چې له افریقا څخه راغلی و، د خلکو د پاملرنې او خندا لپاره ئې وویل: زقوم په افریقایي ژبه کې د کوَچو او خرما معنی لري. ابوجهل چې د رسول ا...(ص) د مسخره کولو لپاره یوه ښه پلمه ترلاسه کړه، خپلې وینځې ته ئې غږ کړ او وې ویل: زر تر زره د زقوم د جوړولو لپاره مواد راوړه! لږ وروسته، ابوجهل او ملګرو ئې د خرما او کوَچو په ګډوَلو او خوړَلو سره خندل او په مسخرو او ملنډو سره ئې ویل: محمد غواړي مونږ له دغو خوندور خوړو ووېروي.
قرآن کریم د زقوم بوټي (سخابوټي) د پېژندلو لپاره په صافات سورې کې په ۶۳-۶۴ آیاتونو کې فرمایلي؛ إِنّا جَعَلْناها فِتْنَةً لِلظّالِمِینَ / إِنَّها شَجَرَةٌ تَخْرُجُ فِی أَصْلِ الْجَحِیمِ:::
یعنې: مونږ دا (زقوم) د ظالمانو لپاره د عذاب او رنځ سبب ګرځولی دی، دا یوه ونه (یا بوټی) دی چې د دوزخ په تَل کې راشین کېږي.
خو ابوجهل چې د حق د آورېدو لاره ئې پر ځان تړلې وه، په غرور ئې ملنډه ووهله او وې ویل: «آیا امکان لري چې یوه ونه یا بوټی د دوزخ له تَله راشین شي؟ اور چَرته او ونه او بوټی چرته ؟::
هغه او نورو مشرکانو په دې حقیقت سترګې پټې کړې وې چې په آخرت کې هغه اصول حاکم دي چې له دغې نړۍ سره خورا ډير توپیر لري. هغه وَنه یا بوټی چې د دوزخ له تَل څخه راشین کېږي، د دوزخ په رنګ او په دوزخي شرایطو کې راشین کېږي. نو خداي تعالی د دوي د ملنډو په ځواب کې په راتلونکي آیت کې فرمائي؛ طَلْعُها کَأَنَّهُ رُؤُسُ الشَّیاطِینِ»
یعنې: د دغه (زقوم) غوټئ داسې ده لکه د شیطانانو سرونه!
په عربي ژبه کې «طلع» معمولاً د خرما غوټئ ته ویل کېږي چې شین پوښ لري او دننه ئې سپینې رشتې دي چې په خرما ونه باندې راڅرګندېږي. اوس شاید تاسو دا پوښتنه وکړئ چې آیا خلکو د شیطانانو سرونه لیدلي وو چې قرآن د زقوم غوټئ سره تشبیه کړې ده؟ مفسرینو د دې په اړه بېلابېل ځوابونه ورکړي دي. یو ځواب ئې دا دی چې دا تشبیه د دې لپاره دی چې د زقوم وَنه یا بوټی نهایتا بد شکله اوکرکیجن او تریخ او سپير شکله بیان شي، ځکه انسان له هر څه چې کرکه لري، په ذهن کې ئې بدشکل او وېرونکی بڼه انځوروي، او له هر څه سره چې مینه لري، د هغه لپاره ښکلي او مینه ناکه بڼه جوړوي. لکه څنګه چې خلک د فرښتو لپاره په انځورونو کې تر ټولو ښکلي مخونه انځوروي او د شیطانانو لپاره تر ټولو بدشکلي مخونه، حال دا چې نه ئې فرښتې لیدلې دي او نه شیطانان.
هو! همداسې وه چې د صافات سورې له ۶۲ څخه تر ۷۰ پورې آیتونه نازل شول او د دغه جهنمي بوټي نورې نښې ئې بیان کړې:
«أَذلِكَ خَيرٌ نُزُلاً أَم شَجَرَةُ الزَّقُّومِ / إِنّا جَعَلْناها فِتْنَةً لِلظّالِمِینَ / إِنَّها شَجَرَةٌ تَخْرُجُ فِی أَصْلِ الْجَحِیمِ / طَلْعُها کَأَنَّهُ رُؤُسُ الشَّیاطِینِ / فَإِنَّهُم لَآکِلُونَ مِنْها فَمالِؤُنَ مِنْها الْبُطُونَ / ثُمَّ إِنَّ لَهُم عَلَیْها لَشَوْباً مِن حَمِیم / ثُمَّ إِنَّ مَرْجِعَهُم لَإِلَى الْجَحِیمِ / إِنَّهُم أَلْفَوْا آباءَهُم ضالِّینَ / فَهُم عَلى آثارِهِم یُهْرَعُونَ»
؛ آیا دا (جنتي تلپاتې نعمتونه) غوره دي یا د زقوم کرکیچن َونه یا بوټی؟ / مونږ دا د ظالمانو لپاره د درد او رنځ سبب ګرځولی دی! / دا یوه ونه ده چې د دوزخ له تَل څخه راشین کېږي! / د هغې غوټئ د شیطانانو د سرونو په څېر ده! / دوي (مجرمان) دا خوري او خېټې ترې ډکوي! / بیا پرې بدبو دارې تاودې اوبه څښي! / بیا ئې بیرته د دوزخ پر لور بېرته ګرځي! / ځکه دوي خپل پلارونه په ګمراهۍ کې لیدلي دي، / خو بیا هم په چټکۍ سره د دوي په پلونو پسې کاږل کېږي!
ګرانو دوستانو! لکه څنګه چې تاسو وینئ، خداي تعالی د دې برخې په وروستیو آیاتونو کې د دوزخیانو د دغو دردناکو سزاګانو په پېچلتیاؤ کې د اخته کېدو اصلي لامل په دوو لنډو او معنیدارو جملو کې بیانوي او فرمائي؛ دوي خپل پلارونه په ګمراهۍ کې موندلي وو، خو بیا هم په چټکۍ او بېاختیاره د دوی په پلونو پسې روان دي::: یعنې دوی په خپلو جاهلانه دودونو او د پلارونو په لارو دومره ټینګار کوي چې ګواکې خپله هیڅ اراده نلري، او دا د دوي د تعصب او د خپلو پلار نیکونو او تېرو نسلونو له خرافاتو سره د مینې او لیوالتیا نهایت ته اشاره ده.
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د دغه مطلب وخت پای ته ورسېد. تر بل مطلب او بل آیت د نزول شأن پورې، تاسو ټولو مینه ناکو کسانو ته نیکمرغه او غوره ژوند له خداي تعالی غواړو او و د سلامتیا په هیله مو نیاؤمن خداي سپارو.
(سیماب)
*********************************************************************************************************************************************************