ایران د پاکستان د خارجه وزارت په خیریه فیسټیوال کښې وځلید
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i167602-ایران_د_پاکستان_د_خارجه_وزارت_په_خیریه_فیسټیوال_کښې_وځلید
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د میرمنو د ټولنې په زیار د «بازار خیریه» په نوم د کلتور او د خوړو د معرفي نړیوال فیسټیوال د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول د بیلابیلو هیوادونو په ګډون سره په اسلام اباد کښې پرانیستل شو.
(last modified 2025-11-23T11:57:02+00:00 )
Nov 23, 2025 16:23 Asia/Kabul
  • ایران د پاکستان د خارجه وزارت په خیریه فیسټیوال کښې وځلید

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د میرمنو د ټولنې په زیار د «بازار خیریه» په نوم د کلتور او د خوړو د معرفي نړیوال فیسټیوال د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول د بیلابیلو هیوادونو په ګډون سره په اسلام اباد کښې پرانیستل شو.

دغه فیسټیوال چې هرکال ترسره کیږي د پاکستان د خارجه چارو د وزیر او د لومړي وزیر د مرستیال سناتور «محمد اسحاق ډار» او د بهرنیو چارو د وزارت د قائمقام میرمن «امنه بلوچ »په ګډون سره په اسلام اباد ښار کښې پرانیستل شو.

په دغه فیسټیوال کښې د ایران ، د پاکستان ، د ترکیې، د ازبکستان ، د اذربایجان جمهوریت ، د بنګلادیش ، د نیپال ، د مالدیو ، د ترکمنستان ، د چین ، د اوکراین ، د روسیې د مالیزیا ، د انډونیزیا ،د مصر ، د عراق، د کویت، د  فلسطثین او د څو نورو هیوادونو کلتوري او ډيپلوماټیکو نمایندګیو د کلتوري او د هنري محصولاتو په نندرې ته وړاندې کولو سره د خپل کلتور، ادابو او د رسمونو جلوې د خلکو نندرې ته وړاندې کړې.

د ایران اسلامي جمهوریت سفارت په اسلام اباد کښې د خپل هیواد د کلتوري اتاشۍ په ملګرتیا سره د خپل هیواد د کلتوري او د هنري جاذبو ، سوغاتو او د ایران د لاسي صنایعو او د ټوریزم د جاذبو په معرفي کولو سره د ایران بډایه کلتور او تمدن خلکو ته ورمعرفي کړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت غرفې او سټال په دغه فیسټیوال کښې د چلوکباب، د جوجه کباب ، د خورشت فسنجان، د شیرین پلو ، د شله زرد، د حلوا ، د اچارو ، د کشک او بادمجانو د خوړو او د پسته ، نقل، د ګز او زعفران په وړاندې کولو سره د ایران کلتور خلکو ته وړاندې کړ.