څنګه خپل وخت مدیریت کړو؟ امام کاظم (ع) یې ځوابوي
پارس ټوډې - په داسې وخت کې چې ډېری خلک په کار او اقتصادي اندېښنو کې ډوب دي، د پیغمبر اکرم (ص) له کورنۍ د امام کاظم (ع) یو حدیث لکه روښانه نقشه، موږ په ژوند کې توازن ته رابلي.
د انسان یوه تلپاتې اندېښنه، د وخت مدیریت او له عمر څخه سمه ګټه اخیستل دي. امام کاظم (علیهالسلام) په یوه روښانه او غوره حدیث کې د ژوند لپاره څلور ډوله پروګرامونه وړاندې کوي؛ هغه پروګرام چې هم معنوي اړخ او هم مادي او ټولنیزې اړتیاوې پکې شاملي دي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، امام کاظم (ع) سپارښتنه کوي چې خپله شپه او ورځ په څلورو برخو ووېشئ:
۱- یوه برخه له الله تعالی سره د راز او نیاز او د روح د پیاوړتیا لپاره.
۲- یوه برخه د کار او هڅې لپاره چې د ژوند ضرورتونه او اړتیاوې پوره کړي.
۳- یوه برخه له دوستانو او باوري ملګرو سره د کیناستو او خبرو لپاره؛ هغه کسان چې ستاسو عیبونه درته یادوي او په صداقت او خیرغوښتنې سره ستاسو ترڅنګ وي.
۴- یوه برخه د حلالو لذتونو او سالمې تفریح لپاره، ترڅو ستاسو روح او بدن آرام ومومي.
دا وېش ښيي چې انسان باید هم معنویت ته پام وکړي، هم کار او اقتصاد ته، هم ټولنیزو اړیکو ته او هم خپلو طبیعي او تفریحي اړتیاوو ته. له دې برخو څخه د یوې په اړه غفلت، د ژوند توازن له منځه وړي.
زموږ په وخت کې ډېری خلک دومره په کار او اقتصادي مسایلو کې ډوب دي چې نه یوازې له معنویت لرې کېږي، بلکې خپلې کورنۍ او ماشومانو ته هم پوره پام نه کوي. د دې بې پامۍ پایله، د مینې کموالی، روحي ستړیا او ټولنیز زیانونه دي.
د امام کاظم (ع) حدیث د توازن بېرته راګرځېدو لپاره څراغ دی؛ هغه توازن چې پکې انسان هم له الله سره اړیکه لري، هم د خپل ژوند چارې سمبالوي، هم سالمې ټولنیزې اړیکې جوړوي او هم له ژونده خوند اخلي.
د حدیث اصل او سرچینه
«إِجْتَهِدُوا فِی أَنْ یَكُونَ زَمَانُكُمْ أَرْبَعَ سَاعَاتٍ: سَاعَةً لِمُنَاجَاةِ اللهِ، وَسَاعَةً لِأَمْرِ الْمَعَاشِ، وَسَاعَةً لِمُعَاشَرَةِ الْإِخْوَانِ وَالثِّقَاتِ الَّذِینَ یُعَرِّفُونَكُمْ عُیُوبَكُمْ وَیُخْلِصُونَ لَكُمْ فِی الْبَاطِنِ، وَسَاعَةً تَخْلُونَ فِیهَا لِلَذَّاتِكُمْ فِی غَیْرِ مُحَرَّمٍ.»
تحف العقول، مخ ۴۰۹