ولې په غزې کښې اوربند هماغه راز ماتیدونکی دی؟
د بې سرحده ډاکټرانو د نړیوالې موسسې د بیړنیو چارو غږملونکي «فرانتس لوف» ټینګار وکړ په غزې کښې اوربند ډیر ماتیدونکی دی په دې ډول چې د دغه سیمې د وسیدونکو کړاونه هماغه راز دوام لري او ګڼ شمیر فلسطینیان د اسرائیلو رژيم لخوا د دغه موافقې د ډیرو خلاف ورزیو په دلیل وژل شوي دي.
فرانتس لوف زیاته کړه غزې ته په محدوده سویه بشر دوستانه مرستې ورځي او دغه بهیر د بشپړه بندیدا په درشل کښې دی او په دغه سیمه کښې د درملنې او د روغتیا هیڅ مرکز نشته چې په کامل د خلکو خدمت وکړي.
د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر غړي «موسی ابو مرزوق» هم وویل د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د اوربند د موافقې د له مینځه وړلو لپاره د پلمې د لټولو په حال کښې دی د حماس غورځنګ لخوا د اوربند د موافقې د لغو کولو او په غزې کښې جنګ ته د بیرته ستنیدا لپاره خپاره شوي خبرونه دروغ دي.
ابومرزوق زیاته کړه نیواکګر رژیم د اوربند د موافقې له ماتي سره د مخامخ کولو او د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک په اجرا کښې د خنډ د جوړولو او د موافقې د دوهمې پړاو له اجرا څخه د تښتې هڅه کوي.
په غزې کښې له اعلان شوي اوربند سره سره د صهیونیسټ رژیم حملې هماغه راز دوام لري.
صهیونیسټ رژیم د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر په اومه نیټه د غزې پرضد جنګ په دوو اصلي هدفونو یعني د حماس غورځنګ د له مینځه وړلو او له دغه سیمې د صهیونیسټ بندیانو د خوشي کولو په هدف سره پیل کړ خو دغو هدفونو ته په رسیدا کښې یې ماتي وخوړله او مجبوره شو د صهیونیسټ بندیانو د تبادلې لپاره له حماس غورځنګ سره موافقې ته مخه کړي.
په غزې باندې د صهیونیسټ رژيم حملې او پوځي اقدامات هماغه راز دوام لري او د ګڼ شمیر فلسطینیانو د شهادت سبب شوي دي په داسې شرایطو کښې چې له صهیونیسټ رژیم څخه د امریکا سیاسي او پوځي ملاتړونو د صهیونیسټ رژيم لخوا د کړکیچ د رامینځته کولو د دوام او د ملګروملتونو د امنیت شورا پریکړه لیکونو ته د بې پامۍ زمینه برابره کړې ده.
د اوربند یوه اصلي شرط د غزې د کلابندۍ ختمول او دغه سیمې ته د بشري مرستو د ورتلو د کار اسانول وو خو دغه ژمنې په کامل ډول نه دي اجرا شوي او د غزې خلک هماغه راز د خوړو، درملو او د درملنې د خدماتو له سخت کمښت سره مخامخ دي.
د فلسطین د چارواکو څرګندونې ښودنه کوي چې د نتانیاهو کابینه د اوربند د موافقې د له مینځه وړلو او د هغې د دوهمې مرحلې څخه د تښتیدا لپاره د یوې پلمې د لټولو هڅه کوي.
د فلسطیني مقاومت ډلو هم ویلي دي د اوربند د موافقې د هر ډول خلاف ورزۍ په وړاندې مقابلې ته تیار یوو او د یواړخیزه شرایطو د تپلو اجازه به ورنکړو.
د غزې په جنګ کښې د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو د کابینې ناکامۍ په نیواکي ټاټوبو کښې داخلي اعتراضونه رامینځته کړي دي.
دغه اعتراضونه په اسرائیلو کښې د داخلي سیاسي کړکیچ ښودنه کوي.
په غزې کښې اوربند د ژمنو د خلاف ورزۍ، له صهیونیسټ رژيم څخه د خارجي ملاتړ او د صهیونیسټ رژيم د کورني سیاسي کړکیچ په دلیل ډیر ماتیدونکی دی.
د اوربند موافقه د هغه څو پړاویزه طرحې یوه برخه ده چې د روان میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په لسمه نیټه د صهیونیسټ رژيم د کابینې له تصویبیدا او د غزې له ځینو سیمو څخه د دغه رژیم د عسکرو له شاتګ کولو وروسته اجرايي شوه خو د اسرائیلو رژیم د موافقې په بیا بیا خلاف ورزیو کولو سره عملا د دغو مرحولو د اجرا خنډ شوی او هڅه کوي د اوربند موافقې بې اغیزې کړي.
د اوربند خلاف ورزۍ د مقاومت ډلو پرضد د پوځي دباو د ساتلو ،د نړیوالو موافقو د اجرا د مخنیوي او د غزې د خلکو د انساني کلابندۍ د دوام لپاره د صهیونیسټ رژیم د سپیرو هدفونو یوه برخه ده.
امریکا د اسرائیلو د دغو اقداماتو ملاتړ وکړ او پایلې یې د سیمې د ثبات لپاره جدي ګواښ او د غزې د خلکو د کړاونو زیاتیدل دي.
حماس غورځنګ په ځلونو خبرداری ورکړی دی چې د اوربند هدفمنې خلاف ورزیانې د امریکا په اجازې سره ترسره کیږي.
دغه خارجي ملاتړ صهیونیسټ رژيم ته دغه امکان ورکوي چې په نړیوالو پایلو باندې اندیښنې پرته موافقې تر پښو لاندې کړي.