زینت او ښکلا په اسلام کې څه اهمیت لري؟
پارس ټوډې - څرنګه چې د اسلام مقدس دین په زینت او ښکلا ولاړ دی، نو خپلو پیروانو ته لارښوونه کوي چې تل له ځانه او د خپل ژوند له چاپېریال څخه د بدصورتۍ او ناپاکۍ بڼې لري کړي او له نورو سره د چلند په وخت کې په ښه ظاهر او ښکلي بڼه ښکاره شي.
د پارس ټوډې په دې مطلب کې د اسلام له نظره، د زینت او ښکلا اهمیت په اړه بحث کوو.
د ښکلا تعریف:
ښکلا یعنې ښکلا درلودل او د ښکلا عمل، په لغوي لحاظ د زینت او سینګار معنی لري. خو نورې معناوې لکه منظم کېدل، همغږي درلودل او چمتو کېدل هم دې ورته ویل شوي دي.
ښکلا په قرآن کې:
د قرآنکریم له نظره، د ښکلا د درک کولو وړتیا، د انسان په روح کې د خدای له فطري ډالۍ څخه دی، او په نړۍ کې د ښکلي مخلوقاتو شتون، دې فطري غوښتنې ته ځواب او د حکمت لرونکي خالق له خوا یو قیمتي نعمت دی.
خدای پاک په قرآنکریم کې فرمایي:
" إِنَّا زَینَّا السَّمَاءَ الدُّنْیا بِزِینَةٍ الْکَوَاکِبِ؛ موږ نږدې (ښکته) آسمان په ستورو سينګار کړ." د دې آیت له مخې، خدای تعالی ستوري د آسمان زینت ګرځولي دي او هغوی ته د نعمت په توګه اشاره کوي.
د معصومینو (ع) له نظره د ښکلا اهمیت:
زموږ امامانو هم د زینت او ښکلا اهمیت ته اشاره کړې او دوی پخپله د بل چا په وړاندې دا عملي کړی او د خدای په نزد یې د ښکلا د محبوبیت خبر ورکړی دی. د دې اخلاقي دود اهمیت په بیان کې رسول اکرم مبارک فرمایلي:
«إنَّ اللّه طَيِّبٌ يُحِبُّ الطَّيِّبَ، نَظيفٌ يُحِبُّ النَّظافَةَ؛
خدای پاک دی او پاک کس خوښوي، هغه پاکیزه دی او پاکوالی خوښوي.
حضرت امیرالمؤمنین علي علیه السلام چې پخپله یې په ډېر ساده او زاهدانه ډول ژوند کاوه، هېڅکله یې په ښکلا کې غفلت نه منلو.
له هغه حضرت څخه یو روایت نقل شوی چې ښيي؛ دوستي، نږدېوالی او خپلوي باید په دې مسله کې د غفلت لامل نشي.
هغه حضرت فرمایلي:
« لِیَتَزَیَّنَ اَحَدُکُم لأَخیهِ الْمُسْلِمِ کما یَتَزَیِّنَ لِلْغَریبِ الَّذی یُحِبُّ أَنْ یراه فی احسن الهَیئهًْ ؛
هر یو له تاسو څخه باید د خپل مسلمان ورور لپاره ځان داسې ښکلی کړي، لکه څنګه چې هغه د یوه نا اشنا کس لپاره چې د ځان په غوره شکل کې لیدل خوښوي، ځان ښکلی کوي.
د سينګار ډولونه:
زینت دوه ډوله دی:
الف- روحي ښکلا
ب- ظاهري ښکلا
د روح زینت په درېیو برخو ویشل کېدی شي:
۱. د فکر ښکلا، چې پوهه، حکمت او ادب پکې شامل دي.
۲. د وینا ښکلا
۳. د چلند ښکلا
ظاهري ښکلا:
د یوه شخص ظاهري زینت او ښکلا، د یوه انسان په شخصي او ټولنیزې روغتیا باندې د پام وړ اغېزو سربېره، د یوه شخص له طبیعي غوښتنو څخه دي او د هغه له طبیعت سره تړلي دي. رسول اکرم مبارک فرمایلي:
النظافهًْ من الایمان، پاکوالی د ایمان یوه برخه ده.