انصاف تر ټولو ښکلی اخلاقي صفت
پارس ټوډې - د اسلام له نظره، انصاف د مؤمنانو یو له خورا ښکلي اخلاقي ځانګړتیاوو او صفتونو څخه دی.
د پارس ټوډې په دې مطلب کې موږ د اسلام له نظره، د عدالت اهمیت او مقام په اړه بحث کوو.
د انصاف تعریف:
انصاف د عدالت پلي کولو او د خلکو د حقونو منلو او د هغوی پوره کولو په معنی دی او دا چې هر هغه څه چې موږ د ځان لپاره غواړو، د نورو لپاره یې هم وغواړو، او هر هغه زیان او ضرر چې موږ د ځان لپاره نه غواړو، د نورو لپاره یې هم ونه غواړو.
د خدای رسول (ص) فرمايلي: مَن واسَى الفَقيرَ، و أنصَفَ النّاس مِن نَفسِهِ ، فذلكَ المؤمِنُ حَقّا.
هغه څوک چې له بې وزله سره مالي مرسته او له خلکو سره انصاف وکړي، داسې کس ریښتینی مؤمن دی.
د انصاف ډولونه :
- په خبرو کې انصاف:
د حق خبرې ویل او منل، حتی که دا د هغه شخص یا د هغه د خپلوانو او ملګرو د ګټو خلاف وي، په خبرو کې د انصاف په توګه تعبیر شوی دی.
- په عمل کې انصاف:
په ټولنیزو تعاملاتو کې انصاف، د ټولنیزو زیانونو کمولو او د ژوند کولو لپاره د سالم چاپېریال رامنځته کولو لپاره، د یوه عامل په توګه معرفي کړی دی.
- په قضاوت کې انصاف:
د قضايي چارو په ډګر کې او د شخړې د دواړو خواوو ترمنځ د انصاف رعایتول، یو له هغو مهمو مذهبي او اخلاقي احکامو څخه دی چې پرې ټینګار شوی دی.
د انصاف اهمیت او مقام:
د اسلامي تعلیماتو او لارښوونو له نظره، انصاف د اخلاقي کمالاتو او فضیلتونو تر ټولو لوړ او غوره او د یوې مطلوبې انساني ټولنې غوره ځانګړتیا او صفت ګڼل کېږي، کوم چې د ټولنیزو اړیکو په ټولو اړخونو کې د عدالت او مساوات بنسټ جوړوي. له همدې امله، حضرت امیرالمؤمنین، علي (ع) فرمايي:
أجوَرُ السِّيرَةِ أن تَنتَصِفَ مِن النّاسِ و لا تُعامِلَهُم بهِٰٰ،
تر ټولو ظالمانه طریقه هغه ده چې له خلکو څخه انصاف وغواړې، خو پخپله ورسره په انصاف چلند ونه کړې .
انصاف د قرآن له نظره:
د قرآن له نظره، انصاف او عدالت دوه مهم مفاهیم دي چې پر بنسټ یې باید ټولنه او د خلکو ترمنځ اړیکې تنظیم شي. دا دوه مفاهیم له یوبل سره نږدې تړاو لري، او په حقیقت کې، عدالت د انصاف محصول دی.
قرآنکریم په دې برخه کې فرمایي: " إِنَّ اللَّهَ یأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَ الْإِحْسانِ.
په حقیقت کې، خدای په عدالت او احسان سره امر کوي.
په ژوند کې د انصاف اغېزې:
د انصاف مراعاتول به انسان ته بې شمېره دنیوي او اخروي ګټې او برکتونه راوړي، چې ترټولو مهم یې عبارت دي:
۱- اخلاقي مکارمو ته رسېدل
۲- د ریښتیني مؤمن مقام ته رسېدل
۳- د عزت ترلاسه کولو وسیله
۴- د یوه ترټولو غوره عمل ترسره کول
۵- خدای ته د نږدې کېدو وسیله
۶- د باور او درناوي ترلاسه کول
۷- له سزا څخه مخنیوی
۸- د رزق زیاتوالی او د مرګ ځنډېدل
۹- آرامۍ او سکون ته رسېدل