ولې د حضرت مهدي منتظران تر ټولو غوره خلک دي؟
پارس ټوډې - د امام حسین (ع) زوی امام سجاد (ع) د هرې زمانې غوره خلک هغه کسان بللي چې د حضرت مهدي (ع) د ظهور انتظار کوي.
د کمالالدین کتاب په لومړي ټوک، ۳۲۰ مخ کې له امام سجاد (ع) نقل شوی چې فرمایلي دي: د هرې زمانې غوره خلک هغه دي چې د حضرت مهدي (ع) د ظهور انتظار کوي. دا لنډه خو ژوره جمله په اسلامي فکر کې یو بنسټیز مفهوم لري چې د مهدي موعود د فرج انتظار نه یوازې یو روحي حالت، بلکې د ژوند یو طرز او د کمال لاره ګڼي.
د پارس ټوډې په دې مطلب کې دا حدیث تشریح شوی دی.
انتظار؛ له آرزو هاخوا یو مفهوم
په اسلامي فرهنګ کې، د حضرت مهدي (ع) د ظهور انتظار، چې د بشري نړۍ ژغورونکی دی، د نه حرکت کولو په معنا نه دی، بلکې د الهي آرمانونو د تحقق لپاره یو ډول چمتووالی، حرکت او هڅه ده.
د قرآن کریم مفسر علامه طباطبایي په تفسیر المیزان کې انتظار «د الهي وعدې د تحقق لپاره چمتووالی» بللی او دا یې د ریښتیني ایمان له نښو څخه ګڼلی دی.
د اهل بیتو له نظره د منتظرانو ځانګړنې
ریښتیني منتظران هغه کسان دي چې د ظلم په وړاندې چوپ نه پاتې کېږي، د فساد په وړاندې بېتفاوته نه دي او د سختيو په وړاندې نه ناهیلي کېږي. دوی د روښانه راتلونکي په هیله، د عدالت، اخلاقو او معنویت په لاره حرکت کوي.
د رسول الله (ص) له لمسیانو څخه امام صادق (ع) په یوه حدیث کې فرمایلي: هغه څوک چې د فرج انتظار کوي، د هغه چا په څېر دی چې د امام تر څنګ جنګېدلی وي. دا تشبیه د انتظار د مجاهدانه مقام ښکارندویي کوي؛ هغه انتظار چې له هڅو، صبر او بصیرت سره مل دی.
د انتظار فردي او ټولنیزې اغېزې
انتظار انسان له ناهیلۍ او بېموخې ژوند څخه ژغوري او فعاله هیله وربخښي. منتظر کس، د الهي وعدې په تحقق باور لري او د خپل ځان جوړونې او ټولنې جوړونې په لاره گام اخلي. دا ډول کس نه یوازې په خپل شخصي ژوند کې اخلاقمدار او مسوولیتمنونکی دی، بلکې په ټولنیزو برخو کې هم فعال او بدلون راوړونکی دی. له بلې خوا، هغه ټولنه چې پکې د انتظار فرهنګ دود شوی وي، یوه متحرکه، عدالتغوښتونکې او اخلاقمحوره ټولنه ده. دا ډول ټولنه د الهي ژغورونکي د ظهور او د نړیوال عدالت د حکومت د تحقق لپاره زمینه برابروي.
په پای کې ویلی شو، ریښتینی انتظار د ایمان او عمل، آرمان او واقعیت، او فرد او ټولنې ترمنځ یو پل دی. دا ډول انتظار انسان د هرې زمانې غوره کس جوړوي؛ لکه څنګه چې امام سجاد (ع) فرمایلي دي.