ښځې په اسلام کې کوم مقام لري؟
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i164366-ښځې_په_اسلام_کې_کوم_مقام_لري
پارس ټوډې - په ټولنیزو معادلو کې د ښځو او نارینه‌وو مقام او په ټولنیز بدلون کې د هر یوه رول، د بشري تفکر له پخوانیو ننګونو څخه دی.
(last modified 2025-09-09T11:03:54+00:00 )
Sep 09, 2025 11:39 Asia/Kabul
  • ښځې په اسلام کې کوم مقام لري؟

پارس ټوډې - په ټولنیزو معادلو کې د ښځو او نارینه‌وو مقام او په ټولنیز بدلون کې د هر یوه رول، د بشري تفکر له پخوانیو ننګونو څخه دی.

په تاریخي لحاظ، د ښځو او نارینه‌وو په اړه انفرادي او ټولنیزې نظریې د پام وړ بدلونونه موندلي، چې کله ناکله د جنسیتونو ترمنځ سختو تقابلونو لامل شوی دی. په هغه ټولنه کې چې اسلام راڅرګند شو، ښځې د ډېرو بنسټیزو انساني حقونو څخه محرومې وې. په جاهلي عربي ټولنه کې د ښځو وضعیت خورا ناسم وو او ښځې د توکو او متاع په توګه ګڼل کېدې.

د پارس ټوډې په دې لیکنه کې په اسلام کې د ښځو مقام ته کتنه شوې ده.

 

د بشپړ انساني روح خاونده

اسلام ښځه د نارینه په څېر د بشپړ انساني روح، ارادې او اختیار خاونده ګڼي او هغه د تکامل په لاره کې، چې د خلقت موخه ده، ویني. له همدې امله یې دواړه په یوه کتار کې ځای کړي او د «یا أَیهَا النَّاسُ» (ای خلکو) او «یا أَیهَا الَّذِینَ آمَنُوا» (ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی) په عبارتونو سره مخاطب کړي، او دوی ته یې تعلیمي، اخلاقي او علمي پروګرامونه لازمي کړي دي.

خدای په قرآن کې د آیاتونو په وسیله لکه «وَ مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَکَرٍ أَوْ أُنْثَی وَ هُوَ مُؤْمِنٌ فَأُوْلَئِک یدْخُلُونَ الْجَنَّةَ» [د غافر سورت، ۴۰ آیت]؛ (خو هر څوک چې نیک عمل وکړي - که نارینه وي یا ښځه - په داسې حال کې چې مؤمن وي، دوی به جنت ته ننوځي او هلته به ورته بې‌حسابه روزي ورکړل شي) دواړو جنسونو ته د بشپړې سعادت ترلاسه کولو وعده ورکړې او د آیاتونو په وسیله لکه: «مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَکَرٍ أَوْ أُنْثَی وَ هُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْیِیَنَّهُ حَیَاةً طَیِّبَةً وَ لَنَجْزِیَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا کَانُوا یعْمَلُونَ» [د نحل سورت، ۹۷ آیت]؛ (هر څوک چې نیک عمل وکړي - که نارینه وي یا ښځه - په داسې حال کې چې مؤمن وي، موږ به هغه ته پاک ژوند ورکړو او د هغوی د نیکو اعمالو په بدل کې به ورته غوره اجر ورکړو)، په څرګند ډول ویلي چې هره ښځه او نارینه کولای شي د اسلامي پروګرامونو په پلي کولو سره معنوي او مادي تکامل ته ورسېږي او د «طیب» او پاک ژوند په لور، چې ټول ارام دی، ګام واخلي.

 

خپلواکه او ازاده

اسلام ښځه د نارینه په څېر په بشپړه توګه خپلواکه او ازاده ګڼي او قرآن د آیاتونو په وسیله لکه «کُلُّ نَفْسٍ بِمَا کَسَبَتْ رَهِینَةٌ» [د مدثر سورت، ۳۸ آیت]؛ (هر څوک د خپلو اعمالو په ګرو کې دی) او یا «مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِیْنَفْسِهِ وَ مَنْ أَسَاءَ فَعَلَیْهَا» [د فصلت سورت، ۴۶ آیت]؛ (څوک چې نیک عمل وکړي، ګټه یې د ځان لپاره ده او څوک چې بدي وکړي، زیان یې پر خپل ځان دی)، دا آزادي د ټولو افرادو لپاره، که ښځه وي یا نارینه، بیانوي. له بلې خوا، ځکه چې خپلواکي د ارادې او اختیار لازمه برخه ده، نو اسلام دا خپلواکي په ټولو اقتصادي حقونو کې راوړي او د ښځو لپاره یې هر ډول مالي اړیکې جوازمنې ګڼلي او هغه یې د خپلې عاید او پانګې خاونده بللې ده.

په نساء سورت، ۳۲ آیت کې راغلي: «لِلرِّجَالِ نَصِیبٌ مِّمَّا اکتَسَبُوا وَ لِلنِّسَاءِ نَصِیبٌ مِّمَّا اکتَسَبْنَ» (نارینه د هغه څه نصیب لري چې ترلاسه کوي یې او ښځې هم د هغه څه نصیب لري چې ترلاسه کوي یې)؛ د «اکتساب» کلمه، چې د «کسب» برعکس د هغه مال د ترلاسه کولو لپاره ده چې پایله یې د ترلاسه کوونکي کس پورې اړه لري، او همدارنګه د عمومي قانون په پام کې نیولو سره: «الناس مسلطون علی اموالهم» یعنې «ټول خلک پر خپلو اموالو مسلط دي»، دا معلومه شوه چې اسلام د ښځو اقتصادي خپلواکۍ ته څومره درناوی کوي او د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ یې هېڅ توپیر نه دی ایښی.

 

د کار وېش

اسلام ښځه او نارینه له انساني اړخه برابر ګڼي، خو په نورو اړخونو لکه ټولنیزو دندو کې د دوی ترمنځ توپیرونه شته، چې دا توپیرونه هېڅکله د تبعیض یا حقوقي نابرابرۍ په معنا نه دي، بلکې د اسلام موخه له دې توپیرونو څخه، د کار تنظیمول او وېش دی، ترڅو هر یو یې خپلې دندې په غوره توګه ترسره کړي. دا توپیرونه په حقیقت کې د ټولنې په دننه کې د هر جنس د ټولنیزو او طبیعي دندو د غوره کولو لپاره دي.

په پای کې، قرآن د ښځو مقام د یو خپلواک انسان په توګه د حقونو او دندو سره ګڼي او ټینګار کوي چې له الهي نظره د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ په انساني ارزښت کې هېڅ توپیر نشته. له همدې امله، هغه څه چې د خدای په وړاندې د انسانانو د برترۍ معیار دی، تقوا او نیک چلند دی، نه جنسیت.

Image Caption
Image Caption