د رڼا سرچینې (۱۵۹) له ګناه بدتره پلمه
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i169848-د_رڼا_سرچینې_(۱۵۹)_له_ګناه_بدتره_پلمه
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۱۵۹م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینې د لړۍ په دې برخه کې، د فتح سورت له ۱۱م  تر ۱۴م آیت شأن نزول څېړو. له موږ سره و اوسئ.
(last modified 2026-01-22T09:10:07+00:00 )
Jan 22, 2026 13:35 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې (۱۵۹) له ګناه بدتره پلمه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۱۵۹م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینې د لړۍ په دې برخه کې، د فتح سورت له ۱۱م  تر ۱۴م آیت شأن نزول څېړو. له موږ سره و اوسئ.

د هجرت د شپږم کال په پای کې، د اسلام ستر پیغمبر حضرت رسول اکرم ﷺ د مدینې له مسلمانانو وغوښتل چې د حج فریضې د ادا کولو لپاره د مکې معظمې پر لور د سفر تیاری ونیسي. هغوی حتی د مدینې له شاوخوا قبایلو څخه هم وغوښتل چې په دې سفر کې ورسره ملګري شي. له حرکته مخکې، د خدای رسول ﷺ خلکو ته د حرامو میاشتو حرمت ورپه یاد کړ او ویې فرمایل:  «موږ یوازې د الله د کور د زیارت لپاره ځو، نو له ځان سره هېڅ ډول وسله مه وړئ، پرته له هغې تورې چې مسافر یې د سفر پر مهال د ځان ساتنې لپاره ګرځوي.»

دې خبرې د ډېرو خلکو زړونه اسلام ته واړول، ځکه د قریشو د دروغجنو تبلیغاتو خلاف، ټولو ولیدل چې پیغمبر ﷺ هم لکه د نورو په څېر د حرامو میاشتو حرمت ساتي او د جګړې مخالف دی.

د اسلام ستر پیغمبر ﷺ په دې فکر کې وو چې که دا سفر بریالی شي، نو مسلمانان به د خپل یوه لوی ارمان پوره کېدل وویني: یعنې د کعبې زیارت. همدارنګه به له خپلو خپلوانو او دوستانو سره بیا وویني. که قریش حرم سیمې ته  له ننوتلو د هغوی مخه ونیسي، نو په عربي نړۍ کې به خپل حیثیت له لاسه ورکړي، ځکه چې د عربو په دود کې، هر څوک حق لري چې د الله کور ته ولاړ شي. نو په دې توګه بې‌طرفه قبایل به وویني چې قریش له بې‌وسلې حاجیانو سره چې د کعبې د زیارت او د حج فریضې د ترسره کولو په موخه روان شوي وو او د مسافر له وسلې پرته بله وسله یې نه درلوده، څنګه چلند کوي.

۱۴۰۰ کسانو د خدای د رسول ﷺ بلنه ومنله او له مدینې څخه د مکې پر لور وخوځېدل. که څه هم د خدای رسول ﷺ د جګړې نیت نه درلود، بلکې یوازې یې د عمرې حج او د خدای د کور د زیارت لپاره عمومي بلنه ورکړې وه، خو په مکه کې د مسلمانانو دې لویې راټولېدنې کولای شول د مشرکانو په زړونو کې ستره وېره واچوي. سره له دې، یو شمېر کمزوري‌ ایمان لرونکو کسانو د خدای د رسول ﷺ له دې امر څخه مخ واړاوه او په مدینه کې پاتې شول. هغوی ویل: مسلمانان به څنګه له دې سفره ژوندي ووځي، په داسې حال کې چې د قریشو کافران له پوځي او روحي پلوه بشپړ چمتو دي؟

کافرانو له دې مخکې څو جګړې، لکه د اُحد او احزاب جګړې پر مسلمانانو تپلې وې، او په مکه کې جګړه لا اسانه ښکارېده، په ځانګړي ډول دا چې مسلمانانو ډېر لږ جنګي امکانات درلودل. هغوی فکر کاوه چې دا لږ شمېر خلک په خپلو پښو د مرګ پر لور روان دي، نو څنګه به وکولای شي چې هغوی روغ خپلو کورونو ته ستانه شي؟

د خدای رسول ﷺ له خپلو یارانو سره په « شجره جومات» کې احرام وتاړه. کله چې مکې ته نږدې شول، مشرکانو پرېکړه وکړه چې دې سپېڅلي ښار ته د هغوی د ننوتلو مخه ونیسي. مسلمانان اړ شول چې د «حدیبیې» په سیمه کې تم شي. همدلته د دښمن سپرو کسانو څو ځله د خدای د رسول ﷺ پر کاروان ناڅاپي بریدونه وکړل. د قریشو تېري کوونکو، چې د جګړې لیوالتیا درلوده، حتی یو مسلمان یې وواژه څو د جګړې اور بل کړي، خو د خدای رسول ﷺ په ډېر حکمت سره حالت تر کنټرول لاندې راوست.

په همدې وخت کې قریشو یو استازی رسول اکرم ﷺ خواته ولېږه، تر څو مسلمانانو ته ووایي چې قریش جګړې ته چمتو دي، خو د خدای رسول ﷺ په ځواب کې د سولې وړاندیز وکړ. د مسلمانانو د مشر په تدبیر او د څو پړاوونو خبرو اترو وروسته، پرېکړه وشوه چې د سولې یو لیکلی تړون جوړ شي. دا سوله چې د حدیبیې په ځای کې وشوه، د «حدیبیه سولې» په نوم مشهوره شوه.

د حدیبیې د سولې له مهمو لاسته راوړنو څخه دا وه چې قریشو د مدینې سیاسي حاکمیت ومانه، په داسې حال کې چې تر دې مخکې یې د له منځه وړلو هڅه کوله. د دې تړون په سیوري کې، مسلمانانو له ځینو قبایلو سره تړونونه وکړل. په حقیقت کې، دې تړون د رسول اکرم ﷺ ذهن د سویل له لوري (د مکې او د قریشو له خطره) ارام کړ، او داسې فرصت برابر شو چې د وخت له واکمنانو او د مسیحیانو له مشرانو سره لیکلي اړیکې ټینګې کړي او خپل دین نړۍ ته وروپېژني.

د دې تړون تر لاسلیک وروسته، رسول اکرم ﷺ له احرامه ووت. د خدای د رسول ﷺ کاروان د مدینې پر لور وخوځېد. مسلمانان په بشپړ امن، له وینې تویېدو پرته او له لوړو امتیازونو سره مدینې ته ستانه شول. هغه ډله چې د رسول اکرم ﷺ له امره یې سرغړونه کړې وه او په مدینه کې پاتې شوې وه، پر خپلې تېروتنې پوه شوه او شرمېدلې د بخښنې غوښتلو لپاره رسول اکرم ﷺ خواته ورغلل، خو د فتح سورت له ۱۱ تر ۱۴ پورې آیتونه نازل شول او هغوی یې رسوا کړل.

په دې آیتونو کې خدای تعالی فرمایي:

«سیقُولُ لَکَ الْمُخَلَّفُونَ مِنَ الْأَعْرابِ شَغَلَتْنا أَمْوالُنا وَ أَهْلُونا فَاسْتَغْفِرْ لَنا یَقُولُونَ بِأَلْسِنَتِهِمْ ما لَیْسَ فِی قُلُوبِهِمْ قُلْ فَمَنْ یَمْلِکُ لَکُمْ مِنَ اللّهِ شَیْئاً إِنْ أَرادَ بِکُمْ ضَرًّا أَوْ أَرادَ بِکُمْ نَفْعاً بَلْ کانَ اللّهُ بِما تَعْمَلُونَ خَبِیراً / بَلْ ظَنَنْتُمْ أَنْ لَنْ یَنْقَلِبَ الرَّسُولُ وَ الْمُؤْمِنُونَ إِلى أَهْلِیهِمْ أَبَداً وَ زُیِّنَ ذلِکَ فِی قُلُوبِکُمْ وَ ظَنَنْتُمْ ظَنَّ السَّوْءِ وَ کُنْتُمْ قَوْماً بُوراً / وَ مَنْ لَمْ یُؤْمِنْ بِاللّهِ وَ رَسُولِهِ فَإِنّا أَعْتَدْنا لِلْکافِرِینَ سَعِیراً / وَ لِلّهِ مُلْکُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ یَغْفِرُ لِمَنْ یَشاءُ وَ یُعَذِّبُ مَنْ یَشاءُ وَ کانَ اللّهُ غَفُوراً رَحِیماً:

«ژر به له صحرامېشتو عربو څخه پاتې شوي خلک تا ته ووایي: زموږ مالونه او زموږ کورنۍ موږ بوخت کړلو (ونتوانېدو د حدیبیې په سفر کې له تاسو سره ملتیا وکړو)، نو زموږ لپاره بښنه وغواړه. هغوی په خپلو ژبو هغه څه وايي چې په زړونو کې یې نشته!. ته ورته ووایه: که الله وغواړي تاسو ته زیان یا ګټه در ورسوي، نو څوک شته چې د خدای پر وړاندې ستاسو لپاره د څه واک ولري؟ بلکې خدای پر ټولو هغو کارونو ښه خبر دی چې تاسو یې کوئ.

بلکې تاسو دا ګومان کاوه چې رسول او مؤمنان به هېڅکله خپلو کورونو ته ستانه نه شي، او دا (غلطه انګېرنه) ستاسو په زړونو کې ښایسته ښکارېده، او تاسو بد ګومان وکړ، او بلاخره (د شیطان په لومه کې راګېر شوئ او) هلاک شوئ!.

او څوک چې پر خدای او د هغه پر رسول ایمان را نه وړي ( برخلیک یې دوزخ دی)، ځکه چې موږ د کافرانو لپاره بلېدونکی اور تیار کړی دی!.

او د اسمانونو او ځمکې واکمني د خدای ده؛ چا ته چې وغواړي بښنه کوي او چا ته چې وغواړي سزا ورکوي، او خدای ډېر بخښونکی او مهربان دی.»

متعال خدای په دې آیتونو کې په څرګنده توګه هغو کسانو ته چې له خپل پیغمبر سره نه وو تللي فرمايي: په دې تاریخي سفر کې ستاسو د نه ګډون سبب، مال او ښځه او اولاد نه وو، بلکې اصلي لامل دا وو چې تاسو پر خدای بد ګومان درلود، او د خپلو ناسمو محاسبو له مخې مو دا فکر کاوه چې دا سفر به د رسول اکرم ﷺ او مؤمنانو وروستی سفر وي، نو باید ترې ځان وساتئ.

د قرآنکریم د معاصرې دورې لوی مفسر، آیت‌ا... مکارم شیرازي، په «تفسیر نمونه» کې د دې آیتونو په اړه لیکي: «ځکه چې کمزوري‌ ایمان لرونکي او یا منافقان، ډارېدونکي، راحت‌طلبه او له جګړې او هر ډول نښتې څخه تښتېدونکي خلک دي، نو د پېښو په اړه چې کوم تحلیل کوي، له واقعیت سره هېڅ سمون نه لري، خو بیا هم دغه ډول تحلیل ورته ډېر په زړه پورې ښکاري.

په دې توګه، ویره، اسانتیا غوښتنه او له مسئولیت څخه تېښته، بد ګومانونه د هغوی په نظر کې حقیقتونه ښيي، او دوی پر هر څه بدبینه وي، حتی د خدای د رسول او حتی د خدای لپاره!»

هغوی همدارنګه د فتح د سورت د ۱۴م آیت په پای کې د «غفور» او «رحیم» د کلمو په اړه لیکي: «خدای تعالی د آیت په پای کې بیا پر خپلې بخښنې او رحمت ټینګار کوي، ځکه د دې ټولو ګواښونو او خبرداریو موخه، روزنه ده، او روزنه دا ایجابوي چې د ګناهکارانو او حتی د کافرانو لپاره د بېرته ستنېدو دروازه پرانیستې وي، په ځانګړي ډول دا چې د ډېرو منفي دریځونو سرچینه، ناپوهي او بې‌خبري ده، نو د داسې خلکو په وړاندې باید د بخښنې هیله زیاته شي، ښایي سمه لار غوره کړي.»

ژباړه: زماني