په نګلستان کې افراطي اسلام ضده پروسې بیا سر راپورته کړی
په انګلستان کې یوه زوړپال افراطي چینل په انګلستان کې د مسلمانانو په ضد خپل لمسؤنکي اقدامات بیا تکرار کړي دي .
زمونږخبریال د ایکنا له قوله راپورر اکوي، چې د انګلستان یوه افراط پال چینل؛العرب فی بریتانیا وېبپاڼې ، د یوه پوهاند څرګندونې خپرې کړې چې ادعا ئې کړې، د انګلستان په ډیموکراسۍ کې د مسلمانانو ټولنې ادغام ناممکن دی، خپلې لمسؤنکې څرګندوې بیا تکرار کړي دي .
لیکوال او د اوراسیا د سیاست کارپوه، ګارډن هان، له GB News سره په یوې مرکې کې ادعا وکړه چې د مختلفو کلتورونو ډېرو کسانو ته د واریدیدا اجازت ورکول چې د استعمار د اوږدې مودې په پایلې کې کېدای شي د انګلستان د کلتور په باب منفي یا کرکه لرونکي نظرونه ولري، دغه هیواد ډېر احتیاط ته اړتیا لري.
هان د GB News له نیک ډانینګ سره په خبرو کې وویل: "زما په نظر باید مهربان کیدا، سخاوت او شفقت موجوده وي. باید یو پروګرام وي چې مسلمانان له انګلستان سره یو ځای کیدا ته وهڅوي.
کله چې له دې پوهاند څخه پوښتنه وشوه چې آیا په یوه ډیموکراتیک چوکاټ کې د مهاجرو د شمېر کنټرولول ممکن دي، هغه په چورلټ ډول ځواب ورکړ: "تاسو نه شئ کولی، نه شئ کولی ، دا بشپړ غیر ممکن کار دی."
ددغو څرګندونو په خپرېدو سره، په انګلستان کې د مهاجرت او ادغام د سیاستونو په اړه بحثونه زیات شوي، پداسې حال کې چې د افراطي ښي پالو رسنیو په اړه بیا بیا تورونه شته چې هڅه کوي په ټولنې کې د دیني اقلیتونو، په ځانګړې توګه د مسلمانانو، پر وړاندې د ویرې احساس پیدا کړي.
څارونکي وايي چې دا ډول څرګندونې یو هدفمن رسندوئي کمپاین ښئي چې په ټولنیزو تشویشونو کې زیاتوالی رامنځته کوي، په ځای ئې د مهاجرت او ادغام په اړه معقول بحث ته زیان رسوي. دا په داسې حال کې چې په انګلستان کې حقیقت دا دی چې ډېری مسلمانان د عامه او سیاسي ژوند فعال ګډون کولای شي، او د هغوی د ادغام لپاره هیڅ اړتیا نشته چې خپل کلتور له مینځه یوسي یا یې د ګواښ په توګه وړاندې کړي.