روژه دخدای میلمسته (۵) – د رمضان المبارک د میاشتې ځانګړنې
د تهران د پښتو خپرونې او د انټرنیټي ویب پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ؛روژه دخداي میلمستیه نومې لړۍ له ننني پنځم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغې لړئ کې د روژې دمبارکې میاشتې د اهمیّت او ځانګړنو په باب درسره غږیږو،نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
قدرمنو دوستانو د روژې مبارکه میاشت د توقف میاشت نه ده؛ بلکې د بېرته ګرځېدو میاشت ده،له بېځایه بیړې، له غفلته، او له هغو لارو څخه بېرته ستنېدل دي چې بې له دې چې پوهه شو، مونږ ئې له خپل رښتیني ژونده لیرې کړي یو. د دې میاشتې د لومړیو شپو ورځو په چوپتیا کې، زړه ته دا فرصت برابریږي چې په صادقانه ډول ځان ته وګوري، خپل لړزنتوب وویني او د بیا غوښتنې جرائت په خپل وجود کې را ژوندی کړي. په دغه ننني مطلب کې مونږ د توبې په باب خبرې کوو؛ د تېر وخت له وېرې نه ، بلکې د نوي پیل لپاره د یوې هیلې په توګه؛ داسې پیل چې د پښېمانۍ له زړه تېرېږي او د خداي لور ته د بېرته ستنېدو آرامښت ته رسېږي.
د روژې د مبارکې میاشتې د لومړیو ساعتونو په رابرسیره کیدا سره، د انسان په باطن کې یوه خوږه او په زړه پورې چوپتیا را څرګندیږي؛ داسې چوپتیا چې په ژوند د بیاکتنې او خدای ته د بېرته ستنېدو فرصت برابروي. داسې ښکاري لکه انسان ته یو فرصت ورکړل شوی وي څو د ورځني شور او ځوَږ څخه واټن واخلي او د خپل ژوند په لارې بیا کتنه وکړي. روژه یوازې نه خوړل او نه څښل نه دي؛ بلکې له ځان سره د مخامخ کېدو فرصت دی، د هغو تېروتنو د لیدو لپاره چې ښائي د ژوند د چټکو پېښو تر شا پټې پاتې شوې وي. هره لړزانتیا چې زړه ئې تورتم کړی وي، په دې میاشت کې کولی شي د بېرته ستنېدو لپاره په یوې لارې بدل شي؛ یوه ارامه، صادقانه او له زړه راپورته شوي ستنېدنه.
قدرمنو دوستانو د رمضان المبارک میاشت د توبې او خدای ته د بېرته ستنېدو میاشت ده او د روح د رڼا او ارامښت لپاره یو نوی پیل دی. دا میاشت د ګناهونو د پاکېدو زېرى ورکوي او ستړو زړونو ته د خدای وخوا ته د بېرته ستنېدو لپاره یو بېساری فرصت برابروي. رمضان المبارک یوه دروازه پرانیزي څو انسان له خپل پروردګار سره نوی تړون وکړل شي؛ د ګناه د پرېښودلو لپاره، د ځان د جوړولو لپاره او د تېروتنو د جبرانولو لپاره. په دې روښانه او ولولناکو شپو ورځو کې، هر هغه زړه چې په خالص نیت روژه ونیسي، له خپلو تېروتنو پښېمانه شي او په صداقت سره له خدایه بخښنه وغواړي، د هغه د لطف او مهربانۍ تر سیوري لاندې راځي. رمضان دا حقیقت را یادوي چې د خداي رحمت له هرې ګناه څخه لوي دی او هر زړه چې د هغه لور ته وګرځي، په پرانیستو غېږې سره منل کېږي.
د اسلامي انقلاب معظم لارښود، حضرت آیتا...العظمی سید علی خامنهای، رمضان ،د توبې او انابه میاشت بولي او د هغې په اړه داسې فرمایي: «توبه د ناسمې لارې څخه بېرته ګرځېدل دي؛ انابه (بیرته ګرځیدا)د خدای لور ته رجوع کول دي. دا بېرته ګرځېدل یو باطني مفهوم لري؛ یعنې باید د خطا لاره وپېژنو. له ځانه پیل وکړو، وګورو چېرته مونږلړزیدلي یوو. دا د ټولو دنده ده. ... په رمضان میاشت کې هر څوک باید تر خپل وسه پورې ځان وساتي؛ خپل فکر، وینا او کړنې سمې کړي، نیمګړتیاوې ومومي او د تقوا په لاره کې ګام واخلي. قرآن د بقرې سورې په ۱۸۳ آیت کې فرمائي: «کُتِبَ عَلَیْکُمُ الصِّیَامُ ... لَعَلَّکُمْ تَتَّقُونَ»؛ یعنې روژه د دې لپاره ده چې تاسې تقوا ته ورسېږئ. نو هغه هڅه چې په مبارکې روژې میاشتې کې کېږي، باید د تقوا په لور وي.
په قرآن کریم کې له ۸۰ ځلو څخه زیات د «توبې» او د توبې د منلو یادونه شوې ده، او همدارنګه له ۹۰ ځلو څخه زیات د «د خدای د بخښنې» او د بندګانو د بخښل کېدو خبره شوې ده؛ دا ټول دا معنا لري چې ائ ګناهګارو بندګانو! د ټولو نېکیو سرچینې، یعنې د پروردګار لور ته د بېرته ستنېدو لاره په بشپړه توګه پرانیستې ده، په تیره بیا په رمضان مبارکې میاشتې کې؛ او نېکمرغه دي هغه کسان چې په رښتیا له دې زرین فرصته سمه ګټه واخلي.
همدارنګه قرآن کریم د پیغمبرانو داسې کیسې بیانوي چې د توبې او خدای ته د بېرته ستنېدو روښانه بېلګې دي. له دغو کیسو څخه یوه تر ټولو څرګنده کیسه د حضرت آدم (ع) ده. آدم او حوا په جنت کې اوسېدل او له هر نعمت څخه برخمن وو. د قرآن د آیتونو له مخې، خدای تعالی آدم او حوا له یوې َونې د مېوې له خوړلو منع کړي وو؛ خو ابلیس هغوی ته دوکه ورکړه او دوي ئې وسوسه کړل او هغوی د تلپاتې کېدو په تمه د هغې وَنې له مېوې څخه وخوړل.
دا موضوع د بقرې سورې په ۳۵ تر ۳۹ آیتونو کې داسې بیان شوې ده؛
؛وروسته مو آدم ته وویل: ائ آدمه! ته او ستا مېرمن په جنت کې واوسئ او له نعمتونو ئې هر څه چې غواړئ وخورئ؛ خو دې ونې ته مه نږدې کېږئ او له مېوې ئې مه خورئ، که نه نو له ظالمانو څخه به شئ:::
دا د یوې سترې ازموینې پیل و؛ شیطان هغوي دواړه په خپلو خبرو وسوسه کړل، څو هغه نیمګړتیاوې چې پټې وې را څرګندې ئې کړي. نو وې ویل: ستاسو رب تاسو له دې َونې نه ئئ منع کړي، مګر د دې لپاره چې که ترې وخورئ، پرښتې به نه شئ او یا به په جنت کې تلپاتې نه شئ (او که ترې وخورئ، تل به په جنت کې پاتې شئ). بیا ئې هغوي ته قسم وکړ چې زه ستاسو له خیر غوښتونکو څخه یم.
په همدې ډول ئې په خپلو دوکو هغوی ځان ته نږدې کړل، تر دې چې له وَنې ئې وخوړل. کله چې ئې وخوړل، نیمګړتیاوې ئې څرګندې شوې؛ نو اړ شول چې د جنت له پاڼو څخه پر ځان پوښ جوړ کړي. پروردګار پرې غږ وکړ: آیا ما تاسو ته نه وو ویلي چې له دې ونې مه خورئ؟ او آیا ما نه وو ویلي چې شیطان ستاسو ښکاره دښمن دی؟! هغوی وویل: ائ زمونږ پروردګاره! مونږ پر ځان ظلم وکړ، که ته مونږ ونه بخښې او رحم راباندې ونه کړې، خوامخوا به له زیانمنو څخه شو. خداي وفرمایل: له جنت څخه ووځئ، چې ځینې د ځینو نورو دښمنان یاست، او تر ټاکلې مودې پورې (یعنې تر مرګه) ځمکه ستاسو استوګنځای دی. او وې فرمایل: هلته به ژوند کوئ، هلته به مړه کېږئ، او له هماغه ځایه به بیا راپاڅول کېږئ.
وروسته آدم له خپل پروردګار څخه داسې کلمې زده کړې چې د هغه د توبې د منلو وسیله وګرځېدې، او خداي تعالی د هغه توبه قبوله کړه؛ ځکه چې هغه توبه منونکی او مهربان دی.
دا بهیر همدارنګه د اعراف سورې په ۱۹ تر ۲۷ آیتونو او د طه سورې په ۱۱۵ تر ۱۲۳ آیتونو کې هم راغلی دی، او د دې کیسې په بیانولو سره مونږ ټولو ته د دې کیسې له عبرته د ګټې اخیستنې او د شیطان له وسوسو څخه د ځان ساتلو سپارښتنه شوې ده.
توبه یوازې د ګناه اعتراف نه دی؛ بلکې د تېروتنې منل، په چلند بیاکتنه کول او د اصلاح پرېکړه کول دي. کله چې انسان ومني چې تېروتنه ئې کړې او د هغې مسؤلیت پر غاړه واخلي، نو د ودې او بشپړتیا لاره پرانېستل کېږي. د تېروتنې منل د کمزورۍ نښه نه، بلکې د زړَورتیا او پوهاوي نښه ده. رمضان د همدې ځانپوهاوي د تمرین او مشق یو فرصت دی؛ انسان زده کوي چې هره تېروتنه، که له توبې سره مل وي، نو خدای ته د لا نږدې کېدو او د ژوند د اصلاح لپاره یوه کړکۍ کیدلی شي.
په پای کې، توبه او بېرته ستنېدل د تېر او راتلونکي تر منځ د یوه پُل په څېر عمل کوي؛ داسې تېروخت چې له تېروتنو سره ګډ وي، او داسې راتلونکی چې د هوښیارو پرېکړو او د لارې د سمون له امله روښانه شي. د رمضان مبارکه میاشت د روژې او بندګۍ له لارې د دې باطني بدلون لپاره بېساری چاپېریال برابروي. هره تېروتنه چې له رښتینې پښېمانۍ سره مل وي،د ودې یوه نقطه ګرځیدلی او هره بېرته ستنېدنه د زړه د سکون او رڼا پر لور یوه کړکۍ کیدلی شي. هغه انسان چې د خپلو تېروتنو مسؤلیت مني او د اصلاح په لاره ګام ږدي، نه یوازې خدای ته نږدې کېږي، بلکې د ژوند او ټولنې لپاره په یوه ډېر پوه، ډېر متواضع او ډېر زغمونکي انسان بدلېږي.
دوستانو د روژماتي د شېبو په رارسېدو سره، د زړه پر وړاندې یوه روښانه کړکۍ پرانېستل کېږي؛ د روایتونو له مخې د لمر لوېدو شېبه د دعا د قبولېدو شېبه ده، او دا شېبه په رمضان مبارکې میاشتې کې دوه چنده برکت لري. په دې میاشتې کې هغه بنده چې له سهاره تر ماښامه د خپل پروردګار د اطاعت لپاره له خوړلو او څښلو ځان ساتي، د خداي په نزد داسې اجر او نږدېوالی لري چې مخکې یې نه درلود. همدا وخت هغه شېبه ده چې انسان کولی شي خدای ته د بېرته ستنېدو لاره ومومي. روژماتی یا افطار یوازې د روژې پاي نه دی؛ بلکې د تېروتنو د منلو او د نوي پیل یادونه ده.رمضان یا روژه په هر ماښام کې انسان ته د شکر، په کچ کړائ شوي لارې د بیا کتنې او د ښه سبا د جوړولو فرصت ورکوي.
د تهران د پښتو خپرونې قدرمنو دوستانو د روژې دمبارکې میاشتې د نن ورځې ددغه مطلب وخت پاي ته رسیږي،په دې هیلې سره چې پخپلو دعاګانو او عبادتونو کې مونږ هم یادکړې تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ،بریالي او سوکاله ژوند ولرئ.
(سیماب)
****************************************************************************************************************************************************************************