حسینی پاڅون او زینبی غورځنګ(1)
د تهران راډیو ګرانو اویدونکو او د انټرنیټي پاڼې قدرمنو کتونکو ښې چارې د تاسو خدمت ته حاضر شوي یوو څو د حسیني پاڅون او زینبي غورځنګ نومې لړۍ لومړنی مطلب ستاسو خدمت ته وړا ندې کړو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
دوستانو لکه څنګه چې پوّهیږئ ،د حسیني عاشورا مازیګر د یوه جنګ ختمیدل نه وو؛ خو د یوه غورځنګ ختمیدل هم نه وو.
کوم ډول یو کاروان چې ډیرې سړي یې په کربلا کښې شهیدان شوي وو، وتوانید د جنګ، د بند او د تحریف له مینځ څخه د عاشورا پیغام د تاریخ غوږونو ته ورسوي؟
باید راپورته شو ټولګه کښې؛ له عاشورا تر اربعین پورې موضوع باندې غور کوو د حسیني غورځنګ د دوهم پړاو په روایت سره؛ د حضرت زینب سلام الله علیها د رسالت روایت، د جهاد تبین پیلیدل، د اربعین د بهیر بڼه خپلیدل او هغه لاره چې د عاشورا له مازیګر څخه پیل شوه او تر نن ورځې پورې میلیونونه پتیالي د حقیقت لپاره پاڅون ته وربولي.
د تاریخ په اوږدو کښې بې شمیرې جنګونه شوي دي؛ داسې جنګونه چې د هماغه ورځ د مازیګر په رارسیدا یا نهایتا څو ورځې او یا څو میاشتې وروسته یې دوسیې د تل لپاره تړل شوي دي.
جنګ بند شوی او فاتحان خپلو ښارونو ته بیرته ستانه شوي دي او ماتې خوړلې کسان د تاریخ په پاڼو کښې پاتې شوي دي.
خو ټول جنګونه دا ډول برخلیک نلري.
کله نه کله په هماغه شیبه کښې چې ټول خلک ګومان کوي هر څه پاې ته رسیدلي دي، حقیقت خپل نوی باب پیلوي؛ داسې باب چې نور په تورې سره نه بلکې په ایمان صبر، پوهې او روایت سره لیکل کیږي.
عاشورا له همدغه جنس څخه ده.
ډیر کسان داسې فکر کوي چې د کربلا قیصه د محرم د میاشتې د لسمې نیټې په مازیګر او د حضرت امام حسین علیه السلام په شهادت سره پاې ته ورسیدله؛ خو حقیقت دا دی چې له هماغه مازیګر څخه، د حسیني غورځنګ نوی پړاو پیل شو؛ داسې پړاو که چیرې نه رامینځته کیده ، شاید نن سبا د تاریخ په کتابونو کښې به یوازې د عاشورا نوم پاتې و.
هغه څه چې په کربلا کښې په وینې سره پیل شول، باید په پیغام سره ادامه درلودلای؛ او دا هماغه دنده وه چې خدای پاک ج د هغه کاروان په اوږو باندې واچوله چې نور یې سړي په خاورو پریوتلي وو، خو د حقیقت بیرغ باید هماغه راز رپول کیده.
باید راپورته شو د ټولګې په پینځو پروګرامونو کښې هڅه کوو چې د د غه برخلیک جوړونکي باب په روایتولو سره؛د هغه غورځنګ روایت چې د حضرت امام حسین علیه السلام له شهادت څخه وروسته غلی نشو، بلکې د حضرت زینب سلام الله علیها په بیرغوالې سره نوي پړاو ته ورننوت؛ دغه غورځنګ د بند له زړه څخه راپورته شو، په اربعین کښې په تل پاتې بهیر بدل شو او پیړۍ پیړۍ وروسته ویښ وجدانونه او ضمیرونه د حقیقت لپاره پاڅون کولو ته وربولي.
دغه روایت، یوازې د تیر وخت روایت نه دی؛ د داسې پاڅون روایت دی چې د عاشورا ورځې له مازیګر څخه پیل شو او تر نن ورځې پورې دوام لري.
باید راپورته شوو د ټولګې په لومړي پروګرام کښې د عاشورا د ورځې اخري شیبو ته ورستنیږو؛ داسې مازیګر چې د دښمن د سپاهیانو په نظر د یوه قیام او پاڅون پاې ته رسیدل وو، خو په حقیقت کښې د داسې دندې راڅرګندیدل وو چې هیڅکله ختمه نشوه.
د عاشورا ورځې مازیګر رارسیدلی و.
د لمر سترګې وړانګې سوکه سوکه له نینوا سیمې څخه په تللو وې او د کربلا په دښتې باندې درنې چوپتیا سیوری غوړاوه؛ داسې چوپتیا چې له چغو، تورو او وینو څخه څو ډکو ساعتونو وروسته له هر شورماشور څخه ویرونکې وه.
نور د تورو د جنګ هیڅ غږ نه اوریدل کیده.
د جنګ میدان سوړ شوی و خو حقیقت همدا اوس غوښتل خپله خبره وکړي.
د کربلا په ګرمه خاوره، د حسین بن علي علیه السلام د ملګرو پاک مړي په ارامه کیښودل شوي وو؛ داسې سړي چې هریوه د خپل ځان په قربانولو سره وفادارۍ ته نوې معنا وربښلې وه.
په وینو ککړو د دغو ټولو جسمونو په مینځ کښې د سید الشهدا حضرت امام حسین علیه السلام پاک مړی د تاریخ تر ټولو ژوبل انځور و، داسې جسم چې تورې ، نیزې او غشو د هغه مړی سوری سوری کړی و.
په دې شیبه کښې یوې میرمنې په قتلګاه کښې قدم کیښود چې له دې وروسته یې باید د دغه غورځنګ بار په خپلو اوږو باندې وړلای.
حضرت زینب سلام الله علیها.
داسې خور چې د دغه سفر له پیل څخه یې یوه شیبه هم خپل ورور یوازې نه و پریښودلی؛ په ټولو پړاونو کښې له حضرت امام حسین علیه السلام سره وه، له هغه سره یې د لارې کړاونه یې زغملي او او همدا اوس باید د خپل عمر تر ټولو ترخو تجربو سره یې خدای په امانۍ کوله.
حضرت زینب سلام الله علیها خپل ځان د خپل ورور حضرت امام حسین علیه السلام مړي ته ورسوه.
ملا کښې ټیټه شوه.
خپل لاسونه یې د حضرت امام حسین علیه السلام د سپیڅلي بدن لاندې کړل، د هغه مړی یې لږ شان له ځمکې اوچت کړ، سترګې یې اسمان ته پورته کړې او له یقین څخه په ډک زړه سره یې وویل:
«اللهم تقبّل منا هذا القربان.»
«پروردیګارا! زمونږ دغه قربانۍ قبوله کړه
دغه جمله یوازې د یوې غمجنې خور زمزمه نه وه.
د یوه حقیقت اعلان و.
دا اعلان چې د حسین علیه السلام وینې ماتې نه ده خوړلې؛ د اسې قربانۍ ده چې د خدای په دربار کښې منل شوې ده او له همدې شیبې څخه به تاریخ بدل کړي.
حضرت زینب سلام الله علیها په ظاهري سترګو نه کتل.
هغې د میدان پاې نه لیدل؛ د غورځنګ راتلونکی یې لیده.
یقین یې درلود په خاورو باندې دغه وینه به وچه نشي؛ داسې چینه به شي چې د پیړیو پیړیو په اوږدو کښې به راخوټیږي، د پتیالیو زړونه به ویښ کړي او پرله پسې نسلونه به د عدالت، د عزت او ازادۍ په لور وروبولي.
همداسې وشول.
هغه څه چې دښمن پاې ګڼل، د لارې پیلیدل وو.
د عاشورا له مازیګر څخه د حضرت امام حسین علیه السلام وینه په یوه داسې بهیر بدله شوه چې هیڅ قدرت ونه توانیده هغه ودروي.
هر څومره چې وخت تیر شو دغه څپه لا پسې پراخه شوه؛ له سرحدونو واوړیدله او ډیر وجدانونه او ضمیرونه یې راویښ کړل.
بني امیه واکمنانانو په خپل ټول ظاهرې پرتم سره د دغه حقیقت په مقام کښې دوام ونکړ او بالاخره ونړیدل.
له هغه وروسته ډیرو حکومتونو هڅه وکړه د حسین نوم د تاریخ له حافظې څخه پاک کړي؛ خو په خپله له میدان څخه ختم شول او د حسین نوم پاتې شو.
اسلام پاتی شو، تشیع پاتی شو او د عاشورام پیغام له همیشه څه لا ژوندوی د تاریخ په رګونو کښې جاري شو.
ظالمو قدرتونو په هر وخت کښې خپل ټول توان وکاروه چې د کربلا یاد خاموش کړي؛ خو هر ځل له هماغه ځایه چې ګومان کیده دغه ډیوه په مړکیدا ده نوې شعله او رڼا راپورته شوه.
په تیرو پیړیو کښې د اسلامي ویښتیا له غورځنګونو، د سید جمال الدین اسد اباد له حرکتونو، او د میرزای شیرازي له تاریخي فتوا رانیولي د میرزا کوچک خان جنګلي تر پاڅون، د سید حسن مدرس تر مقاومت، د شهید نواب صفوي او د فداییان اسلام تر مبارزو، او بالاخره د غبرګولې د میاشتې د پینځلسمې نیټې تر پاڅون پورې چې د ایران د اسلامي انقلاب لپاره د یوې لارې پیلیدل او په ایران کښې د اسلامي جمهوریت ټینګیدل وو؛ تر اسلامي غورځنګونو پورې چې د عراق، د لبنان، د فلسطین، د افغانستان، د پاکستان ، د یمن ، د بحرین، د نیجریه په شان نورو هیوادونو او په نورو ډیرو اسلامي ټاټوبو کښې په پرله پسې کلونو کښې رامینځته شول، په دغو ټولو حرکتونو کښې د هغه زړه ټکانونه اوریدلی شو چې په عاشورا ورځ یې ټکانونه ودریدل، خو پیغام یې هیڅکله غلی نشو.
دا هماغه حقیقت دی چې عاشورا یې مونږ ته رازده کوي.
کله نه کله تر ټولو ستر بریالیتوب په هماغه شیبه کښې پیلیږي چې ټول خلک داسې فکر کوي ماتې رارسیدلې ده.
او په همدغه شیبه کښې ده چې عاشورا له یوې تاریخي پیښې ورهاخوا ځي او په یوه مکتب بدلیږي؛داسې مکتب چې انسان ته ورزده کوي که چیرې د حق لاره په ځمکې باندې پاتې شوه، باید راپورته شو؛ حتی که چیرې نور توره په لاس کښې نه وي او د جنګ میدان خپل ځای د روایت، د پوهې او د صبر میدان ته ورکړی وي.
بیخي په همدې دلیل ده چې د عاشورا سترتوب او عظمت یوازې د حسین بن علي علیه السلام په شهادت کښې نه رالنډیږي.
که چیرې د کربلا رسالت او دنده د حضرت امام حسین علیه السلام په شهادت سره ختمیدلای، شاید نن سبا د دغه حماسې او میړانې یوازې یوه خاطره د تاریخ په کتابونو کښې پاتې وه؛ ستره پیښه ، خو په تیر وخت کښې.
هغه څه چې عاشورا یې تل ژوندې کړه د دغه پیښې دوام موندل وو؛ داسې دوام چې د محرم د میاشتې د لسمې نیټې له هماغه مازیګر څخه پیل شو او د هغې بیرغواله داسې میرمنه وه چې خدای پاک ج هغه د تاریخ د تر ټولو سخت ماموریت لپاره چمتو کړې وه.
حضرت زینب سلام الله علیها.
د عاشورا په ورځ، حضرت زینب سلام الله علیها بني هاشم قبیلې ځوانان یو یو بدرګه کړل، د خپلو وروڼو، ورارونو، بچیانو او د حسین علیه السلام د ملګرو په شهادت یې صبر وکړ او بالاخره په اخري شیبو کښې یې خپل ځان د حضرت امام حسین علیه السلام د قتل ځاې ته ورسوه.
د خپل ورور په وینو ککړ مړی یې په کوت کښې کیښود او اسمان ته یې وکتل او دغه تل پاتې خبره یې وکړه :
«اللهم تقبّل منا هذا القربان.»
دغه خبره، د یوه نوي مسوولیت د پیل اعلانول وو.
حضرت زینب سلام الله علیها پوهیدله چې همدا اوس د راپورته کیدا وخت دی.
په تورې سره پورته کیدل نه بلکې، په ایمان؛ د پوځي جنګ لپاره نه بلکې د حقیقت د ساتلو لپاره.
د عاشورا د ورځې په هماغه مازیګر هغه وخت چې خیمو ته سخت اور اچول شوی و او دښمن ځان د میدان فاتح ګاڼه حضرت زینب سلام الله علیها غلي کې ننستله او نه په غم کښې ډوبه شوه او نه یې راتلونکی تیاره ولید.
د هماغه ورانې په زړه کښې یې داسې افق لید چې نور خلک د هغه له لیدلو ناتوانه وو.
په ځینو تاریخي نقلونو کښې ویل شوي دي چې حضرت زینب سلام الله علیها په هماغه ورځ حضرت امام سجاد علیه السلام ته مخ کړ او له یقین څخه راپورته شوي ډاډ سره یې وفرمائیل:
ای زما د ورور زویه!هغه څه چې نن ورځ یې وینئ پایداره به پاتې شي.
یوه ورځ به راشي چې
دغه ټاټوبی ابادیږي، دغه قبرونه به د عاشقانو زیارتونه شي او خلک به له ډیرو لیرو ټاټوبو څخه ډلې ډلې دلته راشي؛ له دغه ځاې څخه به درس واخلي او د حسین علیه السلام په پیغام سره به د خپل ژوند لارې پیدا کړي.»
څوک د وینې او د جنګ په هغه وخت کښې توانیدل د دا ډول راتلونکي تصور وکړي؟
دښمن له غلي دښتې او له بندي کاروان پرته بل څه نه لیدل؛ خو حضرت زینب سلام الله علیها داسې راتلونکی لیده چې تراوسه د هغه تر تحقق او پرځایښت پورې پیړۍ پیړۍ واټن و.
نن سبا د ټولې نړۍ په میلیونونو انسانان پرته له دې چې کوم رسمي بلن لیک ولري هغه ټاټوبي ته ورځي چې حضرت زینب سلام الله علیها د هغه د ابادیدا خبر ورکړی و.
حسیني اربعین یوازې یوه ستره غونډه نه ده؛ د هماغه وعدې تحقق دی چې د عاشورا د ورځې په مازیګر د کربلا میرمنې حضرت زینب سلام الله علیها کړې وه.
که چیرې حضرت امام حسین علیه السلام په خپلې وینې سره لاره پرانیستله، حضرت زینب سلام الله علیها اجازه ورنکړه دغه لاره هیره کړې شي.
حضرت زینب سلام الله علیها لومړنی کس و چې له عاشورا وروسته راپورته شوه؛ د حقیقت لومړنۍ روایت کونکې، د غورځنګ لومړنۍ ساتونکې، او لومړی کس چې ظاهري ماتې یې په تاریخي بریالیتوب بدله کړه.