د رڼا سرچینې -207 ( روښانه د ریځ )
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i177234-د_رڼا_سرچینې_207_(_روښانه_د_ریځ_)
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه وا لو  په دې شیبو کې درڼا سرچینې نومې لړۍ له ننني دوه سوه اوم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغه ننني مطلب کې  درسره د کافرون سورې  له دوهم ترشپږم پورې آیتونو په باب درسره  غږیږو، نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
(last modified 2026-08-27T09:27:21+00:00 )
Aug 27, 2026 13:23 Asia/Kabul

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه وا لو  په دې شیبو کې درڼا سرچینې نومې لړۍ له ننني دوه سوه اوم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغه ننني مطلب کې  درسره د کافرون سورې  له دوهم ترشپږم پورې آیتونو په باب درسره  غږیږو، نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.

قدرمنو دوستانو ؛ حضرت محمدمصطفی( ص) د داسې لوړو انساني ځانګړنو څښتن شخصیت و؛ لکه رښتینولي، امانتداري، ځوانمردي او نورې هغه ډیرې ځانګړنې چې ټولو خلکو ته ورمعلومې وې. هغه  بزرګوار ،د څلوېښت کلنۍ په عمر  کې د خداي تعالی له لورې  په رسالت مبعوث شو.

خو کله چې هغه د خداي تعالی د رسول په توګه وټاکل شو، نو د مکې د خلکو له هغه بزرګوار سره د  چلند روده په بشپړه توګه بدله شوه. البته دغه بدلون د رسول ا...  (ص)له دعوت سره مستقیم تړاو درلود.

رسول ا... بزرګوار درې کاله خلکو ته په پټه او شخصي توګه د اسلام بلنه ورکوله او په دې مودې کې ئې تر ډېره یوازې د بُتانو د ردَولو او د هغوي د بې‌اعتبارۍ خبره کوله.

خو کله چې دا الهي آیت نازل شو چې ئې وفرمائيل؛    وَأَنْذِرْ عَشِیرَتَکَ الْأَقْرَبِینَ»

نو  دخداي رسول  (ص) په څرګنده او ښکاره  بلّنې ورکولو ته مخه کړه.

په دې نوي پړاو کې خلکو ته په عمومي او ښکاره توګه د اسلام بلنه ورکول کېدله،  ُت‌پرستي په څرګند ډول ردول کېدله او خلک د یوه  خداي عبادت او یووالي ته بلل کېدل.

د بعثت له  هماغه پیل څخه لا د مکې مشرکانو د محمد امین (ص) د رسالت پر وړاندې سخت غبرګون وښود. هغوي به رسول ا... بزرګوار  او نوي مسلمانان ځورول او پرې به ئې ظلمونه کول.

خو کله چې د اسلام دعوت په څرګنده شو او رسول ا... له مشرکانو او د هغوی له عقایدو سره مخامخ مقابله پیل کړه، نو د هغوی دښمني هم نوي پړاو ته داخله شوه.

مشرکانو چې په بېلابېلو انګېزو سره ئې خپلې ګټې له خطرې سره مخامخ لیدلې، د نوي دین د له منځه وړلو لپاره ئې هر ډول اقدام کاوه.

خو هغوي له یوې سترې ستونزې سره مخ وو؛ ځکه د مکې په ټولنې کې د بني هاشمو ځینو مشرانو، په  تیره بیا حضرت ابوطالب، د محمد امین (ص) له پیاوړو او ټینګو ملاتړو څخه وو.

 د مکې مشرکانو د رسول ا...(ص) د بدنامولو او د هغه د دعوت د کمزوري کولو لپاره له بېلابېلو نتفسیاتي پروپیګنډو  او دباؤنو   اخیست او خپلې دښمنۍ ته ئې دوام ورکاوه.

د هغوی اقدامات په عمومي توګه په څلورو برخو مشتمل وو؛ یعني ګواښ، تطمَع، سپکاوی او مَلنډې.

د هغوی له اقداماتو څخه یو دا و چې له حضرت ابوطالب څخه ئې وغوښتل څو د رسول ا..  له ملاتړه لاس واخلي او د محمد صلی الله علیه وسلم پر ځای «عماره بن ولید بن مغیره» د خپل زوي په توګه ومني.

هغوی حضرت ابوطالب ته وویل: اې ابوطالبه! دا عماره، چې د قریشو په ځوانانو کې تر ټولو پیاوړی او ښکلی دی، له مونږ څخه واخله او د هغه پر ځای محمد موږ ته را وسپاره؛ هماغه محمد چې ستا او ستا د پلارونو له دین سره مخالفت کوي، د قریشو ترمنځ ئې اختلاف او بېلتون اچولی او زمونږ مشرانو ته د ناپوهۍ او کم‌عقلۍ نسبت ورکوي.

حضرت ابوطالب چې په دې خبره سخت غوسه شوی ؤ، په ځواب کې ئې وویل: پر خدای قسم، تاسو ماته ډېر ناسم وړاندیز کړی دی! آیا زه به ستاسو زوی واخلم، لوی  به ئې کړم او پر ځای به  ئې خپل زوی تاسو ته درکړم چې هغه ووژنئ؟! پر خدای قسم، زه به هېڅکله داسې کار ونه کړم!

د مکې د مشرکانو بل وړاندیز رسول ا...بزرګوار  ته واکمني، شتمني او له یوې ښکلې ښځې سره واده و.

خو دا وړاندیز هم له  ناکامئ سره مخ شو.رسول اکرم (ص) د هغوی په ځواب کې وفرمایل: ائ قریشو! زه د شتمنۍ د غونډولو  او برابرولو لپاره نه یم راغلی چې ستاسو مالونه وغواړم او تر لاسه ئې کړم. او نه د پاچاهۍ مقام ته د رسېدو لپاره مبعوث شوی یم. بلکې خداي  تعالی زه د خپل رسول په توګه رالېږلی یم او پر ما ئې کتاب نازل کړی دی، څو تاسو ته ځېری درکوونکی او وېروونکی واوسم، د خداي تعالی فرمانونه  تاسو ته درورسوم او ستاسو خیرخواهي وکړم.

که تاسو ما او زما پیغام ومنانه، نو دا به ستاسو لپاره د دنیا او آخرت د ګټې او بریا لامل شي؛ خو که زما پیغام مو رد کړ، نو زما دنده او مأموریت دا دی چې د صبر او مقاومت  له لارې  خپل ماموریت ته دوام ورکړم، تر هغه چې خداي تعالی زما او ستاسو ترمنځ پرېکړه وکړي.

 ولید بن مغیره»، «امیه بن خلف»، «حارث بن قیس» او «عاص بن وائل» د قریشو د نورو مشرانو په استازیتوب، له یوه نوي وړاندیز سره د رسول ا... (ص) د لیدلو لپاره د مسجدالحرام پر لور روان شول.

هغوی هیله لرله چې دې ځل به ئې خبرې مثبته پایله ولري. رسول ا....بزرګوار هم، لکه د تل په څېر، هغوی په ورین تنَدي  او ښه چلند سره  خپل حضور ته ومنل.

د قریشو استازو پرته له کومې مقدمې خبرې پیل کړې او خپل وړاندیز ئې داسې وړاندې کړ؛ مونږ به ستا له دین څخه پیروي وکړو، ته هم زمونږ له دین څخه پیروي وکړه. یو کال به مونږ ستا د خدای عبادت کوو او یو کال به ته زمونږ د خدایانو عبادت کوې. زمونږ دا وړاندیز یوازې د ازمېښت لپاره او د یوه کال لپاره دی. په دې مودې کې که ستا دین غوره و، نو مونږ به زیانمن شوي نه  وو او هېڅ  به مو له لاسه نه دي ورکړي؛ ځکه مونږ به له تا سره شریک وو او خپله برخه به مو ترې ترلاسه کړې وي. او که زمونږ دین غوره و، نو ته به هم زیانمن شوی نه وې او خپله برخه به دې ترې اخیستې وي؛ ځکه ته به زمونږ په دین کې شریک شوی وې.

پر دې سربېره ، مونږ به تا په خپلو ټولو امتیازونو کې شریک کړو. تا به خپل مشر وټاکو او نورې اړتیاوې به دې هم پوره کړو.

قریشو چې دا وړاندیز وړاندې کړ، د رسول ا... بزرګوار  د مثبت ځواب په تمه شول؛ ځکه دا ځل ئې په خپل وړاندیز کې تر پخوا ډېر نرمښت ښودلی و.

رسول ا...(ص) هغوی ته وکتل او وې فرمایل:  له خداي تعالی څخه پناه غواړم چې له هغه سره بل څوک یا کوم شی شریک وګرځوم.

د  خداي د رسول( ص)  دغه ځواب هغوی ناهیلي کړل.  کله چې له مسجد څخه د وتلو په حال کې وو، د وروستي ځل لپاره ئې وویل:  ائ محمده! که ته یوازې زمونږ خدایانو ته لاس وروړې او له هغوی څخه برکت هم وغواړې، مونږ به راضي او قانع شو. په دې  بڼه کې به مونږ ستا له ځوَروَلو لاس واخلو، ستا تصدیق به وکړو او ستا د خدای عبادت به هم وکړو.

رسول ا... بزرګوار  چې د هغوی پرله‌پسې ټینګار ولید، هغوي ته ئې وفرمایل: زه د خپل پروردګار د فرمان په تمه یم.

په همدې وخت کې د «کافرون» سوره نازله شوه او رسول ا....  بزرګوار  بې له ځنډه دا سوره تر پایه پورې د  هغوی په و ړانډې  تلاوت کړه.

کله چې مشرکانو دا سوره واورېد، په بشپړه توګه ناهیلي شول او له هغه وروسته ئې رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه ملګري تر پخوا لا ډېر وځورول.

 رسول الله (ص) هم د دغو  آیتونو په تلاوت سره له هغوي څخه د خپل دریځ بشپړ بېلتون او څرګند دریځ اعلان کړ او په روښانه توګه ئې وویل:  زه به هېڅکله بت‌پرستي ونه کړم؛ او تاسو هم، د خپلې سرزورئ، د خپلو نیکونو له ړانده تقلید او له بت‌پرستانو څخه د ترلاسه کېدونکو پراخو ګټو له امله، هېڅکله د خالص  خداي ‌پرستۍ منلو ته تیار نه یاست.

د دې سورې آیتونه د اسلام اصیله لاره   بیانوي او د حق او باطل د لارو پر بشپړ بېلتون ټینګار کوي:

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِیمِ....قُلْ یَا أَیُّهَا الْکَافِرُونَ..........لَا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ............وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ.......وَلَا أَنَا عَابِدٌ مَا عَبَدْتُمْ........وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ........لَکُمْ دِینُکُمْ وَلِیَ دِینِ .

«د  هغه خداي  په نوم، چې ډېر بخښونکی او مهربان دی.

ووایه: ائ کافرانو!  زه د هغو شیانو عبادت نه کوم چې تاسو ئې عبادت کوئ.؛او تاسو د هغه ذات عبادت نه کوئ چې زه یې عبادت کوم.  او زه د هغو شیانو عبادت کوونکی نه یم چې تاسو ئې عبادت کړی دی.  او تاسو د هغه ذات عبادت کوونکي نه یاست چې زه یې عبادت کوم.

ستاسو دین ستاسو لپاره او زما دین زما لپاره دی.»

 قدرمنو دوستانو هغه څه چې په دغې سورې کې راغلي، په حقیقت کې د دې څرګند حقیقت بیان دی چې توحید او شرک دوې متضادې لارې او دوه له یو بل څخه په بشپړه توګه بېل  پروګرامونه دي او له یو بل سره هېڅ ډول ورته والی نه لري.

توحید انسان خداوندمتعال  ته رسوي، خو شرک انسان له خداي  تعالی څخه لیرې کوي.

له همدې امله، د حق لارې لارویان باید په هر ځای کې روښانه او څرګند دریځ ولري او له هر ډول شرک او له مشرکانو سره له سازباز څخه خپله بېزاري اعلان کړي.

همدارنګه، د دې سورې  له انداز او محتوا څخه څرګندېږي چې دا سوره په داسې وخت کې نازله شوې و چې مسلمانان په اقلیت کې وو او کافران په اکثریت کې؛ او مسلمانان د مشرکانو له سخت  دباؤ سره مخ وو؛ داسې دباؤ  چې ښائي هغوی سازباز او جوړجاړي ته اړ کړي.

خداي تعالی د دې سورې په نازلولو سره د دین د دښمنانو پر وړاندې د رسول اکرم صلی الله علیه وآله وسلم ټاکلې او چورلټه  تګلاره څرګنده کړه او ټینګار ئې وکړ چې د توحید او شرک ترمینځ هېڅ ډول سازباز او جوړجاړی امکان نه لري.

        د تهران د پښتو خپرونې ګرانو ملګرو او قدرمنو اورېدونکو!په دې هیله چې مونږ هم د مشرکانو له باطلو عقایدو څخه خپله بېزاري څرګنده کړئ شوي  او د اسلام پر رښتینو اصولو او عقایدو په ټینګ هوډ او استقامت سره   دریدلی وو، تر بل مطل پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو، بریالي  ووسئ او سوکاله ژوند ولرئ.

 ژباړن!(سیماب)

******************************************************************************************************************************************************************