پیر هرات (د خواجه عبدالله انصاري ژوند او زمانه)، (۳)
د « پیر هرات » د لړۍ په درېیمه برخه کې له خواجه عبدالله انصاري سره له هراته د علمي او معنوي سفرونو پر لور ځو؛ هغه سفرونه چې تر ټولو مهم یې له ابوالحسن خرقاني سره د هغه برخلیک ټاکونکې لیدنه وه.
دغه لیدنې د علم او معرفت په اړه د عبدالله لیدلوری بدل کړ او له هغه څخه یې داسې شخصیت جوړ کړ چې د مدرسې علم یې د عرفان او سلوک له شور سره یوځای کړ.
سلام او درود دې وي پر تاسو ګرانو لوستونکو! د « پیر هرات » د لړۍ له درېیمې برخې سره ستاسو په خدمت کې یوو.
په تېره برخه کې مو ولوستل چې خواجه عبدالله انصاري څنګه د هرات په کوڅو کې لوی شو، په ځوانۍ کې پر منبر کېناست او په خپلې حیرانوونکې حافظې سره یې د ښار د سترو استادانو ستاینه راوپاروله.
خو عبدالله داسې څوک نه و چې د نورو خلکو په ستاینه او د مدرسې په دېوالونو کې محدود پاتې شي.
هغه د کلمو تر شا د یوه بل څه په لټه کې و.
په دې برخه کې له هغه سره د هغه علمي سفرونو ته ځو او د هغو لیدنو په اړه به خبرې وکړو چې د هغه د ژوند لوری یې د تل لپاره بدل کړ. له موږ سره پاتې شئ.
ځوان عبدالله اوس نور یوازې یو عادي زدهکوونکی نه و.
هغه داسې پړاو ته رسېدلی و چې باید خپلې زده کړې یې د کره کتنې په تله کې ایښې وای.
هرات که څه هم د علم مرکز و، خو د حدیث د اورېدو او د پیرانو د حضور د درک تنده عبدالله انصار د ایران نیشاپور او د خراسان نورو ښارونو ته کش کړ.
نیشاپور په هغو کلونو کې، یعنې د هجري پنځمې پېړۍ په لومړیو او د عبدالله د ځوانۍ په زمانه کې، په خراسان کې د علم او پوهې له مهمو مرکزونو څخه و.
عبدالله د ایران نیشاپور ته ولاړ، څو د «ابوسعید مالیني» او نورو سترو استادانو له حضور څخه ګټه واخلي.
ویل شوي هغه په دغو سفرونو کې ډېرې سختۍ وزغملې.
خو دغه سختۍ د هغه لپاره کړاو نه و، بلکې د کمال د لارې یوه برخه وه. هغه به ساعتونه د درسونو په مجلسونو کې ناست و، په ډېر دقت به یې یادښتونه اخیستل او شپې به یې د حدیثونو په حفظولو تېرولې. په سرچینو کې راغلي هغه په خپله حافظه کې زرګونه حدیثونه له سندونو او د راویانو له نومونو سره ساتل.
دغه سویه هڅې او زحمت هغه داسې شخصیت جوړ کړی و چې په فقه او حدیث کې د خپلو همزولو له مخکښو کسانو څخه شو.
خو د عبدالله په ذهن کې یوه ستره پوښتنه پیدا شوې وه: ایا حقیقت یوازې د کتابونو او د کاغذونو په پاڼو کې دی؟ هغه لیدل چې ډېر عالمان په کلمو او ظاهري بحثونو کې ښکېل شوي دي.
هغه د داسې ژوندي معنا په لټه کې و چې د انسان پر روح اغېز وکړي.
همدغه پوښتنې هغه د عرفان او تصوف د نړۍ پر لور بوتله.
ای الهي! هر چا ته دې چې علم ورکړی، څه دې نه دي ورکړي؟
او هر چا ته دې چې علم نه دی ورکړی، څه دې ورکړي دي؟
بې له عمله علم وبال دی، او بې له اخلاصه عمل ګمراهي ده.
په همدې کلونو کې عبدالله دوه ځله د حج د سفر هوډ وکړ.
لومړی ځل په ۴۱۴ هجري کال کې و.
هغه له یوه کاروان سره روان شو، خو د لارو ناامنۍ او د لارې د غلو بریدونه سبب شول چې کاروان بېرته هرات ته ستون شي.
دویم ځل په ۴۲۴ هجري کال کې بیا د کعبې پر لور د سفر هوډ وکړ.
دا ځل هم برخلیک په بل ډول رقم شو. که څه هم هغه مکې ته ونه رسېد، خو د بېرته ستنېدو پر مهال له داسې چا سره مخ شو چې دغه لیدنه د هغه لپاره له زرګونو حجونو هم ارزښتناکه وه.
هغه له عراقه د بېرته ستنېدو پر مهال د «خرقان» سیمې پر لور ولاړ.
(د یادونې وړ ده چې د خواجه عبدالله انصاري د حج د سفر په اړه اختلاف نظرونه هم شته.)
همدلته د عرفان د تاریخ له تر ټولو مهمو لیدنو څخه یوه ترسره شوه: د ځوان خواجه عبدالله انصاري او د خرقان د پیر ابوالحسن خرقاني لیدنه!
ویل شوي چې ابوالحسن خرقاني د څلورمې او پنځمې هجري پېړۍ له سترو خراساني عارفانو څخه و.
که څه هم هغه رسمي او مکتبي زده کړې نه وې کړې، خو د سلوک د لارې د خلکو ترمنځ یې ځانګړی مقام او اعتبار ترلاسه کړی و.
د هغه په اړه روایت شوي چې معنوي جذبې او د هغه د خبرو او چلند طریقې دومره اغېز درلود چې نوم یې د خپل وخت د سترو شخصیتونو ترڅنګ یادېده؛ ان په ځینو روایتونو کې پر ابو علي سینا او سلطان محمود غزنوي باندې د هغه د اغېز یادونه هم شوې ده.
خرقاني په هغه وخت کې یو سپینږیری عارف و، خو خبرو یې داسې جذابیت او ژوره معنا لرله چې ان د ابو علي سینا او سلطان محمود غزنوي په څېر ستر شخصیتونه یې هم تر اغېز لاندې راوستي وو.
عبدالله چې خپله د علم او حدیث سمندر و، کله چې د خرقاني مخې ته کېناست، ځان یې یو کوچنی شاګرد وموند.
هغه وروسته څو ځله دې لیدنې ته اشاره وکړه او ویې ویل: «که خرقاني مې نه وای لیدلی، حقیقت مې نه پېژانده.»
تصور وکړئ؛ یو ځوان چې په شلو او څو کلونو کې د علم او پوهې تر لوړو څوکو رسېدلی و، د یوه کلیوالي سپینږیري مخې ته په ګونډو کېني.
خرقاني په ساده ژبه، خو له معرفته په ډکو خبرو، له هغه سره خبرې وکړې.
دا لیدنه یوازې څو ورځې اوږده وه، خو هغه اغېز چې د عبدالله پر روح یې وکړ، تر پایه د هغه له ژوند سره پاتې شو.
خرقاني هغه ته وروښودله چې ریښتیني علم هغه رڼا ده چې خدای یې د بنده په زړه کې اچوي، نه یوازې هغه معلومات چې په حافظه کې زېرمه کېږي.
عبدالله انصاري له خرقاني څخه زده کړل چې څنګه له «ځان» څخه تېر شي.
هغه چې په خپل انصاري نسب او پراخ علم ویاړېده، د خرقان د پیر په حضور کې یې زده کړل چې معنوي بېوزلي او د حق دربار ته اړتیا د انسان تر ټولو لوړ مقام دی.
له همدې ځایه د عبدالله د خبرو لهجه بدله شوه.
هغه نور یوازې یو وچ محدث نه و؛ بلکې پر داسې عارف بدل شو چې خبرې یې د عشق او سوځېدنې بوی ورکاوه.
کله چې عبدالله هرات ته راستون شو، نور هغه پخوانی طلبه نه و. هغه ورو ورو دې نتیجې ته ورسېد چې د دین او ښوونې په چارو کې یوازې خبرې بسنه نه کوي؛ باید د «قال» او «حال» ترمنځ اړیکه رامنځته شي.
یعنې خبرې باید د معرفت پر بنسټ ولاړې وي او معرفت باید د انسان په چلند او باطني حالت کې څرګند شي.
له هغه وروسته یې تدریس ته دوام ورکړ، خو درسونو یې نوی رنګ پیدا کړ.
هغه به د هرات په جامع جومات او د وعظ په مجلسونو کې حدیث له عرفاني اشارو او لطیفو سره یوځای کاوه؛ داسې طریقه چې هم یې د مینهوالو شمېر زیات کړ او هم یې د مخالفانو مخالفتونه ډېر کړل.
زموږ پیر وویل: علم زده کول دي او معرفت موندل دي.
علم میراث دی او معرفت عنایت دی. علم څراغ دی او معرفت لمر دی.
د انصاري هرات ته بېرته ستنېدل د یوه له لوړو ژورو ډک پړاو پیل و.
هغه اوس د یوه پیاوړي علمي او معنوي شخصیت په توګه پېژندل کېده.
هغه د شاګردانو په روزنې پیل وکړ او د هغه د درس حلقې تر بل هر وخت ډېرې له خلکو ډکې شوې.
خو د خواجه عبدالله انصاري شهرت او اغېزمنتیا د ځینو ظاهربینو عالمانو حسادت راوپاروه.
هغوی نه شوای منلای چې یو څوک دې په دومره څرګندو خبرو سره د خدای د عشق او د ریاکارۍ د نیوکې په اړه خبرې وکړي.
خلک به د هغه د خبرو د اورېدو لپاره له لرې سیمو ورتلل.
خواجه عبدالله انصاري نه یوازې په جومات کې، بلکې د خلکو په ورځني ژوند کې هم حضور درلود.
هغه د کمزورو د حقونو دفاع کونکی و او د ظالمانو او د هغه وخت د واکمنانو پر وړاندې یې په تنده او څرګنده ژبه خبرې کولې.
همدغه څرګندې خبرې وروسته د دې سبب شوې چې هغه څو ځله په جلاوطنۍ او بند محکوم شي.
په همدې موده کې خواجه عبدالله له نورو شخصیتونو سره هم ولیدل.
هغه د «ابوسعید ابوالخیر» لیدو ته ولاړ. که څه هم د دواړو عرفاني لیدتوګو (معنوي لیدلوري) له یو بل سره توپیرونه لرل، خو د دوی ترمنځ متقابل درناوی موجود و.
عبدالله انصاري په خپله لاره کې هڅه کوله چې مذهبي سختګیرۍ، په ځانګړي ډول په حنبلي فقه کې، د خرقاني له عرفاني نرموالي سره یوځای کړي.
همدا ځانګړی ترکیب، یعنې پر شریعت ټینګار او په طریقت کې شور او بېخودي، د هرات د پیر ځانګړې ځانګړنه وګرځېده.
په دې دوره کې د خواجه عبدالله د ژوند یوه مهمه برخه دا وه چې له خپل ځان څخه د مخکینیو پیرانو معارف ثبت او راټول کړي.
خواجه عبدالله انصاري چې روښانه او پیاوړې حافظه یې لرله، د صوفي مشایخو هغه خبرې یې راټولې کړې چې په شفاهي ډول به نقل کېدې.
د «طبقات الصوفیه» کتاب چې وروسته د خواجه عبدالله انصاري د شاګردانو له خوا د هغه د خبرو پر بنسټ په فارسي ژبه تدوین شو، د لومړنیو عارفانو د پېژندنې لپاره له مهمو سرچینو څخه دی.
خواجه عبدالله انصاري نه غوښتل چې د خراسان سیمې معنوي میراث له منځه ولاړ شي.
خواجه عبدالله انصاري باور درلود چې هر سالک باید یو پیر ولري.
انصاري خپل ځان د خرقاني پوروړی باله او تل یې په درناوي د هغه یادونه کوله.
له استاد سره دغه وفاداري د هغه له سترو اخلاقي درسونو څخه یوه ده.
عبدالله وښودله که څه هم انسان په علم کې د اجتهاد تر مقامه ورسېږي، بیا هم د معنا په لاره کې لارښود ته اړتیا لري.
د خواجه عبدالله انصاري مجلسونه یوازې د درس ځایونه نه وو.
هغه کسان چې د هغه خبرو ته به ناست وو، یوازې د آیتونو معناوې یې نه اورېدلې؛ بلکې له یوه بل ډول حال او فضا سره به هم مخ کېدل.
داسې ښکارېده چې د هغه په ژبه تفسیر یوازې د الفاظو تشریح نه و؛ بلکې معرفت، ذوق او د زړه د ویښېدو لپاره یوه لاره وه.
د خواجه عبدالله انصاري شاوخوا ډېر شاګردان راټول شول؛ هغه کسان چې هر یوه یې په یوه ډول د هغه نوم او اغېز راتلونکو نسلونو ته ورساوه.
له هغوی څخه د «عبدالاول سګزي»، «ابوالفتح عبدالملک کروخي»، «ابوجعفر محمد صیدلاني»، «ابوجعفر حنبل بن علي بخاري»، «ابوالفخر قایني»، «عبدالصبور بن عبدالسلام»، «حسین الکتبي»، «احمد قلانسي» او «ابوالفضل رشیدالدین میبدي» نومونه تر نورو ډېر په یاد پاتې شوي دي.
له هغو شاګردانو څخه چې د خواجه عبدالله انصاري نومونه مو یاد کړل، د «رشیدالدین میبدي» نوم تر ټولو ډېر څرګند دی؛ هغه شاګرد چې وروسته یې د «کشف الاسرار و عدة الابرار» د تفسیر له لارې د خواجه عبدالله انصاري د علمي او معنوي میراث یوه برخه راتلونکو نسلونو ته ورسوله.
د هغه ترڅنګ «ابوالفتح عبدالملک کروخي» هم د خواجه عبدالله انصاري له نږدې شاګردانو څخه ګڼل کېده او د هغه د ښوونې په حلقه کې روزل شوی و.
په یوه بله موقع کې به د دغه ستر عارف او شاعر د شاګردانو په اړه خبرې وکړو.
ګرانو ملګرو! په دې برخه کې مو واورېدل چې خواجه عبدالله انصاري له د خرقان له پیر سره په لیدنه کې یو ځل بیا وزېږېد. خو دغه لاره بېبیې نه وه.
په راتلونکې برخه کې به د خواجه عبدالله انصاري له مخالفانو سره د هغه پر سترو ننګونو، جنجالي مناظرو او د جلاوطنۍ پر سختو کلونو خبرې وکړو.
وبه وینو چې د «پیر هرات» څنګه د پېښو د توپانونو پر وړاندې د غره په څېر ودرېد او له خپلې عقیدې څخه یې شاتګ ونه کړ.
الهی، اگر به طاعت تو نازم، راه کی شناسم؟
و اگر به فضل تو نازم، خود را کجا بازم
من کیستم که تو را خواهم؟
چون تو مرا خواهی، من خود را چه خواهم؟
مننه چې په دې برخه کې هم له موږ سره وئ. تر بل مطلب پورې، خدای دې ستاسو ټولو مل او ساتونکی وي.
د خدای په امان!