د شین وارن د نږدې ۲۱ میلیونه ډالرو وصیت روښانه شو
https://parstoday.ir/ps/news/sport-i127652-د_شین_وارن_د_نږدې_۲۱_میلیونه_ډالرو_وصیت_روښانه_شو
د اسټرالیا د پخواني سپنر شین وارن وصیت نامه چې په کې هغه د خپلې کورنۍ لپاره د ۲۰.۷ میلیونه ډالرو د ورکړې سپارښتنه کړې، اوس روښانه شو.
(last modified 2023-02-09T07:08:39+00:00 )
Feb 09, 2023 11:24 Asia/Kabul
  • د شین وارن د نږدې ۲۱ میلیونه ډالرو وصیت روښانه شو

د اسټرالیا د پخواني سپنر شین وارن وصیت نامه چې په کې هغه د خپلې کورنۍ لپاره د ۲۰.۷ میلیونه ډالرو د ورکړې سپارښتنه کړې، اوس روښانه شو.

د شین وارن د نږدې ۲۱ میلیونه ډالرو وصیت روښانه شو

د اسټرالیا د پخواني سپنر شین وارن وصیت نامه چې په کې هغه د خپلې کورنۍ لپاره د ۲۰.۷ میلیونه ډالرو د ورکړې سپارښتنه کړې، اوس روښانه شو.

د دې وصیت نامې له مخې به د شین وارن د ملکیت ۳۱ سلنه د هغه درې اولادونو ته ورکول کیږي، ۷ سلنه به یې نورو خپلوانو ته ورکول کیږي خو د هغه پخوانۍ میرمنې سیمون او ملګرې یې لیز هرلي ته هیڅ شی نه ورکول کیږي.

د شین وارن د وصیت له مخې به د هغه د شتمنۍ څخه ۲ سلنه د هغه ورور جیسن او دوه نیم سلنه به د هغه وراره سیبستیان او ټیلا ته ورکول کیږي، همدا راز به د شین وارن زوی جیکسن د شین وارن یو ګران بیه موټر سایکل او دوه موټرې چې قیمت یې ۳۷۵ زره امریکایي ډالر اټکل شوی، هم واخلي.

په دې ۲۰.۷ میلیوني وصیت نامه کې د هغه د ویکتوریا کور چې ۶.۵ میلیون ډالر قیمت لري، هم شامل دی.

د یادولو وړ ده چې شین وارن د تیر کال په مارچ میاشت کې د ۵۲ کلونو په عمر په تایلینډ کې د زړه د حملې له امله مړ شو.