-
سپاه پاسداران: د ایران پر ضد امریکايي–صهیونیسټي ستر پلان ماته وخوړه
Jan 24, 2026 09:23پارسټوډې – د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د استخباراتو سازمان د مرغومي میاشتې ترهګریزې پېښې د امریکايي–صهیونیسټي سترې طرحې یوه برخه وبلله چې موخه یې د ایران د هویتي او جغرافیایي یووالي ټوټه کول وو، خو دا طرحه د امنیتي ځواکونو د هڅو او د ولس د ملتیا په برکت ناکامه شوه.
-
د پلان شویو بلواوو سرچینه؛ د امریکا او اسرائیلو د مداخلې مستند روایت
Jan 24, 2026 08:53د نوي میلادي کال په پیل کې، د ایران په ګڼو ښارونو کې د بلواوو او ناآرامیو له کمېدو سره، دا فرصت برابر شوی چې د دغو ډېرو تاوتریخجنو ګډوډیو ریښې وڅېړل شي. هغه څه چې د وخت په تېرېدو او د معلوماتو، څرګندونو او رسنیزو راپورونو په راټولېدو سره لا روښانه شوي، د امریکا او صهیونیسټي رژیم رول دی چې د دې ناآرامیو په رامنځته کولو، شدت ورکولو او لارښوونه کې یې لوبولی دی.
-
اسرائيلي ټيلویژن ؛د ایران استخباراتي نفوذ آن د دوي له توغندیز قدرته هم لوړ دی
Jan 24, 2026 08:32پارس ټوډې – د صهیونیستي رژیم د ۱۲ ټيلیویژني چینل یوه امنیتي کارپوه وویل: د ایران استخباراتي نفوذ او اشراف د صهیونیسټي رژیم په ژورو کې د ایران له توغندوي قدرته څو چنده زیات دی.
-
د ارام اوقیانوسیې په جنوب کښې په یوې کشتۍ د امریکا په برید کښې دوه کسان وژل شوي
Jan 24, 2026 02:41ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د پوځ جنوبي قومندنۍ نن سهار وختي وویل چې د ارام اوقیانوسیې په جنوب کښې د نشه ئیزو موادو په یوې وړونکي کشتۍ باندې برید کښې یې دوه کسان وژلي دي.
-
له ټرامپ سره جګړه مه کوئ هر څه به له لاسه ورکړئ
Jan 24, 2026 02:31ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایټالیا لومړۍ وزیرې «جورجیا میلوني» د اروپايي هیوادونو مشرانو ته سپارښتنه وکړه چې د امریکا ولسمشر ټرامپ لیونی او د نه اټکل وړ مه نوموي او له هغه سره شخړه ونکړي ځکه چې اروپا به هر څه له لاسه ورکړي.
-
د بشري حقوقو د شورا ځانګړې غونډه د ایران د بې ثباته کولو لپاره هڅه ده
Jan 24, 2026 02:10ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په جینیوا کښې د ملګروملتونو د بشري حقوقو په شورا کښې د روسیې استازي د بشري حقوقو د شورا د ځانګړي غونډې د ترسره کولو په شمول د ایران د بې ثباته کولو لپاره د خارجي قدرتونو په هڅې باندې د اندیښنې په څرګندولو سره وویل
-
امریکا د ایران په ارتباط په نهو کشتیو او اتو شرکتونو باندې بندیزونه ولګول
Jan 24, 2026 01:32ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د خزانې وزارت پرون وویل چې د ایران په ارتباط په نهو کشتیانو او اتو شرکتونو باندې یې بندیزونه لګولي دي.
-
د حضرت امام حسین (ع) زوکړه دې ټولو ته مبارک وي
Jan 23, 2026 11:05نن جمعه د ۲۰۲۶ میلادي کال د جنورۍ د میاشتې ۲۳مه او د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د شعبان درېیمه نېټه ده، چې د شیعه مسلمانانو د درېیم امام، حضرت امام حسین (ع) له نېکمرغه زوکړې او د پاسدار له ورځي سره سمون خوري.
-
عراقچي زلنسکي ته: نړۍ له سرګردانه چاپلوسانو ستړې شوې ده / موږ ایرانيان بلد یو له ځانه دفاع وکړو
Jan 23, 2026 09:34پارسټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي له لورې د ایران پر ضد د بېبنسټه خبرو او مداخلهکوونکو څرګندونو په غبرګون کې، هغه ته په خطاب کې وویل: نړۍ له سرګردانه چاپلوسانو ستړې شوې ده.
-
د پاکستان پوځي شنونکی امریکايي چارواکو ته: سپینه ماڼۍ دې د ایران په وړاندې د ډیپلوماسۍ لاره غوره کړي
Jan 23, 2026 09:25پارسټوډې – یوه پاکستاني ډیپلومات امریکايي چارواکو ته په خطاب کې وویل: سپینه ماڼۍ باید د ایران په وړاندې د ډیپلوماسۍ لاره خپله کړي.