د حضرت امام حسین (ع) زوکړه دې ټولو ته مبارک وي
نن جمعه د ۲۰۲۶ میلادي کال د جنورۍ د میاشتې ۲۳مه او د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د شعبان درېیمه نېټه ده، چې د شیعه مسلمانانو د درېیم امام، حضرت امام حسین (ع) له نېکمرغه زوکړې او د پاسدار له ورځي سره سمون خوري.
د شعبان درېیمه نېټه د اسلام او د شریعت محمدي (ص) د ستر پاسدار د زوکړې کلیزه ده، کوم چې د کربلا په دښته کې په خپلې بې ساري سرښندنې سره د نړۍ ټولو خلکو ته د عزت او د پتیالیتوب درس ورزده کړ؛ داسې ستر شخصیت چې د قرآنکریم او د ګران اسلام د دفاع او د پاسداراۍ بېلګه شو.
د ایران د اسلامي جمهوریت ستر بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) د حضرت امام حسین (ع) د زوکړې ورځ د پاسدار ورځ ونوموله چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د درېیم امام عزت، پتیالیتوب او بصیرت د تل لپاره د مسلمانانو په تېره بیا د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د ژوند او د سیرت بېلګه او نمونه وګرځي.
د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسدرانو ځواک د اسلامي جمهوریت نظام او د اسلامي انقلاب په ساتلو کې د یوه اغیز شیندونکي ځواک په توګه یو ستر ویاړ دی چې د ایران په تاریخ کې تل ځلېږي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او ټلویزیون اداره یعنې صدا اوسیما د حضرت امام حسین (ع) د نېکمرغه زوکړې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په تېره بیا ازادي غواړو او تاسو ګرانو دوستانو ته د زړه له کومې مبارکي وايي.