-
اکسفام د امریکا لخوا د پریکړه لیک په ویټو کولو نیوکه وکړه
Dec 09, 2023 07:44ایرنا خبري اژانس راپور راکړی نړیوالې مرستندویه موسسې « اکسفام» د امریکا لخوا د فلسطین په غزې کښې د اوربند په هکله د متحده عربي اماراتو د وړاندیزي پریکړه په ویټو کولو نیوکه وکړه او هغه یې د بشري حقوقو په چارو کښې د واشنګټن د اعتبار په تابوت باندې بل میخ وباله.
-
د غزې په تړانګه کېې د صهیونیسټيانو په برید کې د لس فلسطیني وګړو شهادت
Dec 09, 2023 02:19د غزې تړانګې په جنوب کې د خان یونس په ښار کې د استوګنې پر یوې ودانۍ باندې د صهیونیسټي الوتکو د برید په پایله کې لس فلسطیني وګړي شهیدان شوی دي.
-
په غزه کې د صهیونیسټ رژیم دوه نور پوځیان ووژل شول
Dec 09, 2023 01:54د صهیونیسټ رژیم د پوځ ویندوی دانیل هاګاري په غزې تړانګې کې د جګړې پر مهال د دوو نورو صهیونیسټي پوځیانو وژل کېدل تائید کړل، دغه راز یې د څلورو نورو د سخت ټپي کېدو خبر ورکړ.
-
د ایران محصیلین له امریکا سره د مبارزې مخکښان دي
Dec 08, 2023 12:12ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د تهران د جمعې لمانځه خطیب په ایران کښې د محصیلینو د غورځنګ ځلانده مخینو ته په اشارې سره وویل: محصیلین د امریکا له ظلم سره د مبارزې مخکښان دي.
-
د اسرائیلو هیلي کوپټر په خپلو پوځیانو برید کړی
Dec 08, 2023 10:45المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د عبري ژبې رسنیو د صهیونیسټ رژیم د عسکرو د هستوګنې پرځاې د اسرائیلو د یوه هیلي کوپټر په غلطۍ سره په حملې اعتراف وکړ.
-
د غزې په جنوب کښې د حماس او د اسرائیلو جنګ روان دی
Dec 08, 2023 10:29المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د فلسطین مقاومت ځواکونو د صهیونیسټ رژیم د عسکرو پرضد مقاومت ته دوام ورکړی او په نیواکګرو پوځیانو باندې بریدونو کولو سره هڅه کوي د غزې تړانګې په بیلابیلو چورلیزونو کښې د هغوې د پرمختګ خنډ شي.
-
د ایران او د روسیې د ولسمشرانو د خبرو مهمه موضع فلسطین وه
Dec 08, 2023 09:45ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په ماسکو کښې د روسیې او د ایران د ولسمشرانو پینځه ساعته سلامشورې او خبرو ته په اشارې سره وویل: د خبرو اترو مهمه برخه د فلسطین په موضوع متمرکزه وه.
-
د غزې د حالاتو په هکله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د آنټونیو ګوترش بې ساری لیک
Dec 07, 2023 11:15د ملګروملتونو سرمنشي آنټونیو ګوترش په یوه اقدام کې چې ډېر بې ساری دی، له خپلو قانوني اختیاراتو په استفادې سره د ملګرو ملتونو د نړیوال منشور نهه نویمه(۹۹) ماده فعاله کړه، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فلسطین په غزې تړانګې کې د سمدستي اوربند د ټینګولو لپاره تر دباو لاندې ورولي.
-
د جنایتکار صهیونیسټي رژيم لپاره راتلونکي ورځې وحشتناکې دي
Dec 07, 2023 10:01د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د قطر دبهرنیو چارو له وزیر سره په ټلفوني تماس کې وويل، اسلامي مقاومت تر اوسه پورې په قدرت سره د وحشي صهیونیسټي رژیم تیریو ته ځواب ورکړی او په دغه بهیر سره به د دغه تیریګر او جنایتکار رژیم لپاره راتلونکي شپې ورځې ډېرې وحشتناکې وي.
-
کابل کښې د غزې له فلسطینیانو ملاتړ وشه
Dec 07, 2023 04:03د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په وړاندې د غزې تړانګې له فلسطینیانو په ملاتړ کښې مختلف پروګرامونه ترسره شول.