ملګروملتونو د غزې د جنګ د زیاتیدا په هکله خبرداری ورکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش خبرداری ورکړ د فلسطین په غزې تړانګه کښې د جنګونو د دوام په بڼه کښې د سیمه ئیز کړکیچ خطر شته.
د ملګروملتونو ویاند«اسټیفان ډوجاریک» پرون وویل په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو، د حماس غورځنګ او د نورو ډلو ترمینځ د سختو جنګونو په بهیر کښې د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټریش په سخته د دغو جنګونو په زیاتیدا اندیښمن دی کوم چې د ټولې سیمې لپاره ورانونکي پایلې لرلای شي.
ډوجاریک وویل د لبنان او د اسرائیلو په ټولو سرحدونو کښې هره ورځ ډزې د تاوتریخوالي د پراخیدا خطر ځان پسې لري او د سیمې په ثبات اغیز شیندي.
هغه وویل د ملګروملتونو سرمنشي ګوټریش یوځل بیا په غزې کښې سمدستي د بشر دوستانه اوربند او د ټولو بندیانو سمدستي او له کوم شرط پرته د خوشي کیدا غوښتونکی دی.
دغه راز د ملګروملتونو د روغتیا د نړیوالې ادارې مشر ټیدروس ایډهانوم غیبریسوس(Tedros Adhanom Ghebreyesus) وویل چې دې په غزې تړانګه کښې د عفوني ناروغیو د زیاتیدونکي خطر په هکله ډیر اندیښمن دی.
بل خبر دا چې جنوبي افریقا هیواد اسرائیل په غزې تړانګه کښې په نسل کشۍ تورن کړ.
جنوبي کوریا د عدالت نړیوالې محکمې ته یو درخواست ورکړی دی چې پکښې په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو د نسل کشۍ په هکله د غور غوښتنه شوي ده.
د عدالت نړیوالې محکمې هم ویلي دي چې اسرائیلو په غزې تړانګه کښې د فلسطینیانو نسل کشۍ پیل کړي ده چې اوس هم دوام لري.
د فلسطین د خلکو پرضد د اسرائیلو په جنایتونو کښې تراوسه یویشت زره پینځه سوه اوه بې ګناه کسان شهیدان او پینځه پنځوس زره او شپږ سوه درې کسان ژوبل شوي دي.