یمن: فلسطین باید د صهیونیسټانو له نیواکه آزاد شی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i143984-یمن_فلسطین_باید_د_صهیونیسټانو_له_نیواکه_آزاد_شی
د المسیره ټلویزیونی چینل د راپور له مخې د یمن د حکومت لومړی وزیر، عبدالعزیز بن حبتور په غزې تړانګه کښې د فلسطین د مظلومو خلکو په خلاف د صهیونیسټانو وحشیانه تیری په سختو ټکیووغندۀ.
(last modified 2023-12-30T04:17:54+00:00 )
Dec 30, 2023 08:46 Asia/Kabul
  • یمن: فلسطین باید د صهیونیسټانو له نیواکه آزاد شی

د المسیره ټلویزیونی چینل د راپور له مخې د یمن د حکومت لومړی وزیر، عبدالعزیز بن حبتور په غزې تړانګه کښې د فلسطین د مظلومو خلکو په خلاف د صهیونیسټانو وحشیانه تیری په سختو ټکیووغندۀ.

د یمن د چارو د پرمختګ  دولت  لومړي وزیر ټینګار وکړ فلسطین باید د صهیونیسټانو له نیواکه آزاد شی.

د المسیره ټلویزیونی چینل د راپور له مخې د یمن د حکومت لومړی وزیر، عبدالعزیز بن حبتور په  غزې تړانګه کښې د فلسطین د مظلومو خلکو په خلاف د صهیونیسټانو وحشیانه تیری په سختو ټکیووغندۀ. هغه وویل: ټول اسلامي ملت باید د نیواکي  فلسطین د خلکو ملاتړ وکړي او پیوستون څرګند کړي.

ده  زیاته کړه: د یمن د انصار ا... غورځنګ  عمومی منشی بدرالدین الحوثی د صهیونیسټی رژیم د ټولو بیړیو او د دغه رژیم د بندرونو په لور د تیریدونکو بهرنیو بیړیو د له مینځه وړلو لپاره خپله تاریخي پریکړه وکړه چې له دیني، ملي اوانساني  نظره  سمه فیصله ده .

د یمن د حکومت لومړی وزیر څرګنده کړه: د رهبرۍ دغه اقدام د عربو، انسانی او اسلامی وجدان د بیدارولو لپاره صحیح وو. ځکه صهیونیسټ جنایتکار دښمن په غزه کښې څه دپاسه 22 زره کسان شهیدان او تر 55 زره زیات ژوبل کړی دی .

ده  وویل: فلسطین باید د غاصب صهیونیسټي رژیم له نیواک آزاد شي چې دغه خاوره یې له ۷۵ کلونو راهیسې اشغال کړې ده.

د یمن پوځ په تیرو اونیو کښې د غزې په تړانګې کښې د فلسطین د ولس له مقاومت په ملاتړ کښې د صهیونیسټ رژیم څو بیړۍ په سور سمندرګی او باب المندب تنګی کښې په نښه کړلې.

د یمن سمندري ځواکونو له دې مخکې خبرداری ورکړی و چې د غزې په تړانګې باندې د تیری او د فلسطینی ملت پرضد د جنایتونو د بندیدو پورې به د اسرائیلو د دښمنانو د بیړیو او ګټو پرضد پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.