-
د صهیونیسټي رژیم د مرګ وخت رارسیدلی دی
Nov 03, 2023 04:02سردار حاتمي ووئیل، صهیونیسټي رژيم د درستو نړیوالو قوانینو او مقرراتو او د بشری حقوقو په اپوټه دغزې ښار په عامو خلکو روغتونونو ،بیخ بینائی تاسیساتو ،جوماتونو ښونځیو باندې په سپين فاسفورس لرونکو نادودو وسلو او درندو بمونو څخه په استفادې سره وحشیتوب وړاندې کړی دی چې بلاخره هم ددوي د مرګ وخت رارسیدلی او دغه جنایتونه ددوي د دړې وړې کیدا مخه نشی نیولی .
-
د حزب الله مبارزانو په شبعا نیواکي سیمو د ډرونز حملې کړي
Nov 03, 2023 03:52د القسام کنډکونو د مبارزانو په وروستۍ اعلامیې کې راغلي دي چې د بیت حانون په شمال کې ئې د صهیونیستي پوځ دپلی نظام پر یوه کاروان توغندوي برید کړی چې زیات تجهیزات او ګاډي ئې تباه کړي او دغه برید ئې په شاتنبولی دی .
-
له حزب الله مبارزانو څخه د امریکا او اسرائیلو ویره او وحشت لازیات شوی دی
Nov 03, 2023 02:54د صهیونیسټ رژيم خبری چینلونو راپور ورکړی دی ، په درست مینځتي ختیځ کې د سید حسن نصر ا... له وینا تر مخکې پورې ساه بنده شوې ده او ډیری په دې تمه دي چې له دغې وینا وروسته څه پیښیدونکي دي.
-
دکراچۍ فضا مره دې وي امریکا او مړۀ دې وي اسرائيلو ډکه شوه
Nov 03, 2023 01:35د پاکستان په کراچۍ ښار کې پرون د جمعیت علمای اسلام ف څانګې په اهتمام سره دله فلسطین سره د پیوستون او د طوفان الاقصی عملیاتو په ملاتړ کې ستره غونډه جوړه شوه.
-
د غزې پیښې د انسانانواوملتونو دحقوقو په ضد د استعمارګرو د شرارت روښانه بیلګې دي
Nov 01, 2023 03:49ددغه تورتمې بیلګې او نښې په وړاندې د یوه داسې عزتمن او پیاوړي مقاومت او مظلومیّت د بل ځلیدونکي بیلګې شاهدان هم یوو چې په هغه کې یو مومن او میړني ملت ،د مقاومت او شجاعت صحنې انځور کړي او دنیا ئې ستاینې او قدرونې ته اړ کړې ده .
-
د جبالیا ړنده بمباري،د جنایتکار وحشي رژيم د څارویتوب اندازه ښئ
Nov 01, 2023 03:15د فلسطین دمقاومتي غورځنګ حماس یوه مشر اسامه حمدان د صهونیستي رژيم دپوځ له خوا د جبالیا کیمپ ړنده بمباري ددغه وحشي رژيم د جنایتکار خوي یوه اوڅاره ننداره وبلله .
-
په نیواکي ټاتوبو به توغندوي او ډرونز حملو ته دوام ورکړو
Nov 01, 2023 03:04د یمن د پوځ ویندوي اعلان وکړ، د دغه هیواد توغندوي اوډرونز یونټونو په نیواکي ټاټوبو کې بیا ټارګټونه په شیشت کې راوستي او دغه حملې به د صهیونیستي رژيم دنیواکګرۍ تر پاي پورې دوام وکړي.
-
دغزې خلکو ته دې سملاسي انسان دوستۍ مرستې ولیږل شي
Nov 01, 2023 02:00د ایران او قطر خارجه و زیرانو د غزې تړانګې په ضد د انساني ضد کلابندۍ پر ختمیدا او دغې سیمې ته د سملاسی انساني مرستو پر لیږد ټینګار وکړ.
-
د فلسطین موضوع د اسلامی نړۍ ترټولو مهمه موضوع ده
Nov 01, 2023 01:51د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر چې د قطر په سفر تللی ؤ ،پرون ناوخته ئې په دوحې کې د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر له مشر سره په کتنې کې په غزې تړانګې کې د فلسطین د بې دفاع خلکو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم د حملو د دوام او وروستیو حالاتو په باب لیده کاته وکړل.
-
نړۍ دې د مظلومو فلسطینیانو د عامې وژلې مخه ونیسي
Nov 01, 2023 01:41د پاکستان دمشرانو جرګې په یوې اعلامیې کې په دې په ټينګار سره چې د غزې پر مظلومو خلکو د اسرائيلو وحشي رژيم حملې د فلسطینیانو د قتل عام لپاره یوه سسټماټيکه هڅه ده او په سخته محکومه ده، وئيلی دي ،نړۍ باید د فلسطینیانو د عامې وژلې مخه ونیسي.