دغزې خلکو ته دې سملاسي  انسان دوستۍ مرستې ولیږل شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i140810-دغزې_خلکو_ته_دې_سملاسي_انسان_دوستۍ_مرستې_ولیږل_شي
 د ایران او قطر خارجه و زیرانو د غزې تړانګې په ضد د انساني ضد کلابندۍ پر ختمیدا او دغې سیمې ته د سملاسی انساني مرستو پر لیږد ټینګار وکړ.
(last modified 2023-10-31T21:33:03+00:00 )
Nov 01, 2023 02:00 Asia/Kabul
  •  دغزې خلکو ته دې سملاسي  انسان دوستۍ مرستې ولیږل شي

 د ایران او قطر خارجه و زیرانو د غزې تړانګې په ضد د انساني ضد کلابندۍ پر ختمیدا او دغې سیمې ته د سملاسی انساني مرستو پر لیږد ټینګار وکړ.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون ناوخته په دوحې کې د قطر له  لومړی  او خارجه وزیر شیخ  محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په کتنې کې  د فلسطین  او په غزې تړانګې کې د روان بحران  په باب  خبرې اترې او  د نظر تبادله وکړه.

 د ایران او قطر خارجه وزیرانو  په غزې تړانګې کې د روان بحران ددوام په نتیجې کې  دسیمې حالات ډير خطرناک وبلل او په غزې تړانګې کې ئې  د فلسطین دبې دفاع ولس په ضد دصهیونیسټي  رژيم د وحشی ډوله  پوځي حملو ددریدا په خاطر  دګډو هلوځلو پر دوام ټینګار وکړ او  دغه راز ئې  دغې سیمې ته د فوری انسان دوستۍ د مرستو دلیږد غوښته وکړه  او همداراز ئې دغو موخو  دپوره کیدا دلارو چارو په باب مشورې او د نظر تبادله وکړه.

دوي همداراز په غزې تړانګې کې د بحران  د حل  په زمین کې د مشترکو هلوځلو په دوام او  د فلسطین دمظلوم ملت په ملاتړ کې د  اسلامی  هیوادونو او اسلامی ملګرتیا موسیسې  له ګډو ظرفیّتونو څخه  په استفادې ټينګار وکړ او وټاکل شوه چې په دې زمینې کې ګډو هڅو او مشورو ته دوام ورکړي.