-
د غزې د ولس او مقاومت بې مخینې مقاومت اسلام ته عزت ډالۍ کړی
Mar 27, 2024 01:28د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دې خبرې په ټينګار سره چې د غزې د خلکو وژله او په دغې سیمې کې عامې وژلې د هر یوه وجدان لرونکي انسان زړه دردولی دی ، ووئيل، د ایران اسلامی جمهوریت دفلسطین له موضوع او د غزې د مظلوم او مقاومت کونکي ولس د ملاتړ په موضوع کې هیڅ هڅه نه سپموي او په د غه ملاتړ کې هیڅ شک او شبه نه لري.
-
د یمن پوځ د تیریګرو په ضد شپږ نوي عملیات کړي دي
Mar 27, 2024 04:08جنرال یحیی سریع ووئيل،د یمن سمندری ځواک او د ډرونز او توغندوي یونټونو په عدن او سره سمندر کې د انګریز او امریکائي څلورو کشتیو په ضد په بریالیو عملیاتو کې له دغو کشتیو تورې لوخَړې پورته کړي دي.
-
په پاکستان کې د فلسطیني ولس په ملاتړ کې ستره غونډه جوړه شوه
Mar 27, 2024 04:00د پاکستان روژتي ملت او په زرګونو اجتماعي فعالانو په اسلام اباد کې په غونډیدا سره د فلسطینیانو په تیره بیا د غزې تړانګې د مظلومو خلکو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژیم د نسل وژونکو حملو او جنایتونو په دوام پخپل اعتراض سره د فلسطینیو مظلومو خلکو په تیره بیا د ښځو او ماشومانو بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
-
په غزې تړانګې کې نور په لسګونو فلسطنیان شهیدان شول
Mar 27, 2024 03:06په غزې تړانګې د وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم دغه حملې په داسې حال کې دي چې د ملګروملتو په امنیت شورا کې په غزې کې د فوري اوربند پریکړه لیک هم د دوشنبې په ورځې تصویب شوی دی.
-
د امنیت شورا پریکړه لیک د اسرائيلو د بې مخینې انزوا ښوده کوي
Mar 27, 2024 02:12اسماعیل هنیه ووئيل،له ډیرو درندو لګښتونو سره سره ، وحشي صهیونیسټي رژیم د خپلو پوځي موخو په پوره کیدا کې ناکامه شوی او اوس نړیوال ملاتړ او سیاسی ملاتړونه هم له لاسه ورکوي او په دغو شرائطو کې د امنیت شورا پریکړه لیک صادر شوی که څه هم په ځنډ سره ؤ او ځیني نیمګړتیاوې او کمښتونه هم لري.
-
د تهران په آزادي سټيډیم کې د ایران ترټولو لوي قرآنی محفل ترسره شو
Mar 27, 2024 01:50په ټول سټيديم کې ګیرچاپیره سړي ، ښځې ، ماشومان او سپين روبي په ولولې سره د قرآني محفل آوریدونکي وو او په لاسونو کې ئې د ایران د اسلامی جمهوریت او فلسطین بیرغونه رپوَل.
-
د لویدیځ په دوه ډوله معیارونو د ایران د خارجه وزیر نیوکه
Mar 26, 2024 08:04د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر په بهرنیو چارو کښې د اروپايي اتحادیې له جګ پوړي استازي سره په ټیلیفوني خبرو کښې د فلسطین او غزې په وړاندې د لویدیځ په دوه ګونو او متناقضو معیارونو نیوکه وکړه.
-
طالبانو په غزه کښې د اوربند د پریکړه لیک هرکلی وکړ
Mar 26, 2024 11:02د طالبانو خارجه وزارت د ملګرو ملتو د امنیت شورا له خوا په غزه کښې د اوربند د پریکړه لیک له تصویبیدو هرکلی وکړ.
-
د غزې جنګ اود صهیونیسټ رژيم په وړاندې د امریکادوه مخي لوبه
Mar 25, 2024 10:56امریکا د صهیونیسټ رژيم د بې قید او شرطه ملاتړي او ترټولو مهم متحد په توګه ددغه رژيم او د هغو د سپیرو او بې شرمه اقداماتو په وړاندې دوه ګوڼی کړچار وړاندې کړی دی. له یوه پلوه په یوه نمایشي اقدام کې له اسرائيلو سره د پیوستون، دنوو پوځي مرستو او له آنروآ سره ئې د مرستو غوڅول،ددغه هیواد په کانګرس کې تصویب شوي او له بل پلوه د جوبایډن حکومت د صهیونیسټ رژيم له خوا په رفح باندې له حملې سره خپل مخالفت اعلانوي.
-
اسراییلي ځواکونو د غزې دوه نور روغتونونه کلابند کړي
Mar 25, 2024 04:24د فلسطین د سرې میاشتې ادارې ویلي، چې اسراییلي ځواکونو پرون د غزې دوه نور روغتونونه محاصره کړي، په طبي کارکوونکو یې سختې ډزې کړي، له یو روغتونه یې ناروغان او له هلته تللي بې ځایه شوي خلک په زوره ویستلي دي.