طالبانو په غزه کښې د اوربند د پریکړه لیک هرکلی وکړ
Mar 26, 2024 11:02 Asia/Kabul
د طالبانو خارجه وزارت د ملګرو ملتو د امنیت شورا له خوا په غزه کښې د اوربند د پریکړه لیک له تصویبیدو هرکلی وکړ.
د طالبانو خارجه وزارت د ملګرو ملتو د امنیت شورا له خوا په غزه کښې د اوربند د پریکړه لیک له تصویبیدو هرکلی وکړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتو د امنیت شورا له خوا په غزه کښې د اوربند د پریکړه لیک د تصویبدو هرکلی وکړ او له امنیت شورا یې وغوښتل چې دغه اوربند زرترزره تضمین کړي ترڅو هلته د روانې غمیزې مخنیوی وشي.
دغه وزارت همداشان له امنیت شورا او اغیزناکو هیوادونو غوښتي چې د پریکړه لیکونو ترځنګ د فلسطینیانو د نسل وژنې د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
ټیګونه