له کابل وروسته د ایران سوداګریز پلاوی هرات ته سفر وکړ
پارس تودی- ځایي چارواکي وایي، پلاوی به د خصوصي سکتور له بېلابېلو صنفونو سره تر لیدنو سربېره، د دغه ولایت له صنعتي ښارګوټو هم لیدنه وکړي.
زمونږ د خبریال له راپور سره سم، څو ورځې وړاندې، د امام ابوحنیفه په نړیوال نندارتون کې د ګډون په موخه، د ایران اسلامي جمهوریت څخه د سوداګرو، پانګهوالو او صنعتکارانو ۱۸۰ کسیز پلاوی پلازمېنې کابل ته راغلی و. پلاوي په نندارتون کې تر ګډون او د خصوصي سکتور او اړوندو حکومتي ادارو له مشرانو سره تر لیدنو وروسته، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې په بلنه دغه ولایت ته سفر وکړ.
د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر، محمد یونس قاضيزاده، وایي، په دې پلاوي کې د ایران د اسلامي شورا د اقتصاد، صنایعو او ترانزیټ د مهمو کمېسیونونو مشران او غړي شامل دي.
هغه وایي، د دغو استازو لیدلوري او نظرونه کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې اقتصادي همکارۍ پر روان بهیر مثبت اغېز وکړي.
د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس وایي، دوی به له دې پلاوي سره په دواړو هېوادونو کې د خصوصي سکتور پر وړاندې پرتې ستونزې په مخامخ ډول مطرح کړي او د حل لارې به ورته ولټوي.
قاضيزاده وایي، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور او حکومتي ادارو په کچه موجودو ظرفیتونو ته په پام سره، شونې ده چې د ایران او افغانستان ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ کچه ټاکل شوي لس میلیارده ډالرو ته ورسېږي.
د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس وایي، هرات ته د ایراني پلاوي سفر یوازې د لیدنو او د سوداګریزې راکړې ورکړې د کچې لوړولو په موخه نه دی، بلکې د دې سفر موخه په هرات کې د شته ظرفیتونو پېژندل او په هغو کې د ایراني پانګې جذبول هم دي.
ټاکل شوې ده چې د ایران اسلامي جمهوریت سوداګریز پلاوی به په یاد ولایت کې له حکومتي چارواکو، سوداګرو او صنعتکارانو سره پر لیدنو سربېره، د هرات له تولیدي مرکزونو او صنعتي ښارګوټو هم لیدنه وکړي.
په هرات ولایت کې د خصوصي سکتور استازي وایي، دغه ولایت ته د ایران د سوداګریز پلاوي سفر به دواړو لورو ته د پام وړ پایلې ولري او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو د پراختیا لامل شي.