-
په افغانستان کې ننګونې او ترینګلتیاوې لا هم پر ځای دي
Aug 30, 2025 09:59د شانګهای ملګرتیاموسیسې عمومي منشي وئيلي دي،له اقتصادي پرمختګونو سره سره، افغانستان لا هم په ټولنيزو، د ښځو د حقوقو او د ترهګرۍ پر ضد په جګړې کې له جدي ننګونو سره مخ دی.
-
افغان طالبان دې تحريک طالبان پاکستان(ټي ټي پي)دې کنټرول کړي
Aug 30, 2025 09:49د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او مرستيال لومړي وزيرپه یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی چې اسلاماباد د افغانستان له طالبانو يوه روښانه او مشخصه غوښتنه لري، چې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي دې زمونږ له پولو لیرې کړي يا ئې مونږ ته وسپاري.
-
په خراسان رضوي کې پر موساد پورې تړلې یوه ترهګره ډله له مینځه یوړه
Aug 30, 2025 09:28د ايران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د امام رضا (ع) په نوم د خراسان رضوي ولايت څانګې پر موساد پورې د اړونده تړلې يوې ډلې د کشف او له مینځه وړلو خبر ورکړ.
-
ايران د تيري کوونکي پر وړاندې په کلکه دريږي او د زور خبره هیڅکله هم نه مني
Aug 30, 2025 09:16پارستودي - د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل چې ايران به د تيري کوونکي پر وړاندې په کلکه ودريږي او د تیره په نسبت به لا کلک او غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.
-
ملایشیا او ترکيې له ملګروملتو د اسرائيلو د غړیتوب دلغوه کولو غوښته وکړه
Aug 30, 2025 09:11اوس د دې وخت رارسېدلی چې د اسرائيلو غړيتوب په ملګرو ملتونو کې وځنډول شي او ټول هېوادونه بايد پرې بنديزونه ولګوي. د محمد حسن په وينا، د بنديزونو لګول د صهيونيسټي رژيم لپاره د وسلو لېږد بند ولی یا محدودولی شي.
-
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند امیر: فلسطین د نړۍ د مسلمانانو د یووالي لپاره یو فرصت دی
Aug 30, 2025 08:16پارس ټوډې - د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند امیر د فلسطین وضعیت د نړۍ د مسلمانانو د یووالي لپاره یو فرصت وباله.
-
حامد کرزی: د پاکستان خیر په ښه ګاونډیتوب کې دی
Aug 29, 2025 08:44د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ننګرهار او خوست د پاکستان هوایي بریدونو په کلکه غندلي او هغه یې د افغانستان د حاکمیت او نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.
-
په بلغاریا کې ۲۴ افغان پناه غوښتونکي او د هغوی قاچاقبران نیول شوي
Aug 29, 2025 08:37د بلغاریا پولیسو د ۲۴ افغان پناه غوښتونکو د نیول کېدو خبر ورکړی چې د ترکیې پولې ته څېرمه په یوه لارۍ کې انتقالېدل. چارواکي وایي، دغو کسانو د اروپا نورو هیوادونو ته د تېرېدو لپاره قاچاقبرو ته زرګونه یورو ورکړي وو او د سختې ستړیا ترڅنګ په بد جسمي وضعیت کې ول.
-
په افغانستان کښې د ماشومانو وژل د ترهګرۍ ضد عملیات نه دي
Aug 29, 2025 02:24زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر «منظور احمد پښتین» د افغانستان پر خوست او ننګرهار ولایتونو بریدونه چې د طالبانو حکومت یې د پاکستان پوځ کار بولي، د افسوس او سختې غندنې وړبللي دي.
-
د امام خامنه يي افکار | سوچه اسلام د امریکايي اسلام په مقابل کې دی/ هغوی له خالص اسلام څخه وېریږي
Aug 28, 2025 10:57پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب رهبر وویل: سوچه اسلام د امریکايي اسلام په مقابل کې دی؛ خالص اسلام هغه اسلام دی چې ټول اړخونه لري؛ له شخصي ژوند او انفرادي خلوت څخه نیولې تر اسلامي نظام جوړولو پورې، ټول پکې شامل دي.