په افغانستان کې ننګونې او ترینګلتیاوې لا هم پر ځای دي
د شانګهای ملګرتیاموسیسې عمومي منشي وئيلي دي،له اقتصادي پرمختګونو سره سره، افغانستان لا هم په ټولنيزو، د ښځو د حقوقو او د ترهګرۍ پر ضد په جګړې کې له جدي ننګونو سره مخ دی.
تسنيم خبري اژانس راپور ورکوي، د شانګهای ملګرتیا موسیسې عمومی منشي نورلان يرمکبايف له ريانووستي خپرونې سره په خبرو کې ټينګار وکړ چې د افغانستان وضعيت لا هم د دغې موسیسې د غړو هیوادونو لپاره يوه مهمه اندېښنه ده.
هغه زياته کړه: که څه هم د افغانستان اقتصاد د پرمختګ نښې ښئي، خو په بشري او ټولنيزو برخو، په تیره بیا د ښځو د حقونو او د ترهګرۍ پر ضد په جګړې کې جدي ستونزې پر ځای دي.
يرمکبايف وويل چې د شانګهای د ملګرتیا موسیسې غړي هېوادونه د افغانستان د مسايلو په اړه يو موټی نظر لري او داموسیسه دغه وضعيت په دوامداره توګه څاري.
د شانګهای عمومی منشي يادونه وکړه چې د دغې موسیسې ټول غړي هېوادونه اوسمهال له طالبانو سره په دوه اړخيزه توګه ملګرتیا کوي، خو په عين حال کې په افغانستان کې د ټولو قومي او سياسي ډلو پشمول د يو ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټينګار کوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کيږي چې د شانګهای د ملګرتیاؤ موسیسې د مشرانو غونډه د اګست له ۳۱ د سټمبر تر لومړۍ نېټې پورې د چين په تيانجين ښار کې ترسره کيږي؛ په دغې غونډې کې د افغانستانن د طالبانو نوم د بلل شويو په ليسټ کې نه ليدل کيږي.